د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سویس په مونترو ښار کې د ایران له باندنیو چارو وزیر جواد ظریف سره له درې ورځې سر په سر خبرو وروسته، د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان مرکز ریاض ته لاړ.

ده ریاض ته تر تګ مخکې د سویس په مونترو ښار کې خبریالانو ته وویل:

«له هماغه پیله خبرې ستونزمنې وې او هماغسي پاتې دي. په کوم ځای کې چې وو، له هغه وړاندې تللي یوو، خو لا هم ژور درز شته او پکار ده چې مهمې پرېکړې وشي. د خبرو هدف دا نه دی چې هر ډول موافقه وشي، بلکې هدف دا دی چې داسي موافقه وشي چې د څارنې او څېړنې وړ وي.»

د امریکا د باندنیو چارو وزیر نن د سعودي عربستان له پاچا وزیر سلطان بن عبدالعزیز او نورو چارواکو سره ویني او د ایران د اتومي خبرو په اړه یې ورسره مشورې کوي.

د سیمې سني عرب هیوادونه او اسراییل تصور کوي چې د ایران د شیعه وو تر مشرۍ لاندې حکومت د اتومي وسلې د جوړولو هڅه کوي او که یې وسله جوړه کړه په سیمه کې به د ایران د پراختیا غوښتنې ادعاوې زیاتې شي.

د ملګروملتو د اتومي انرژۍ اداره وايي چې ایران تراوسه پوري د اتومي وسلې د نه پراختیا معاهدې ته خپله ژمنه عملي کړې او نړیوالو څارونکو ته یې اجازه ورکړې چې د دغه هیواد اتومي تاسیسات وګوري او معلومه کړي چې ایا ایران په پټه د اتومي وسلې د جوړولو هڅه کوي او که یې نه کوي.

جان کیري د سعودي د پاچا په ګډون د خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو وزیرانو سره ویني.

امریکايي چارواکي وايي، جان کیري به د خلیج د همکارۍ شورا د غړیو هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو ته ډاډ ورکړي چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر موافقه به دغه هیواد ته اجازه ورنه کړي چې اتومي وسله جوړه کړي.

د خلیج د همکارۍ شورا د هیوادونو مشران د ایران له لوري د بشار اسد د رژیم او په یمن کې د هغو شیعه ګانو د ملاتړ له درکه اندېښمن دي چې د صنعا یې نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *