لکه څنګه چې د لرغوني یونان فلسفې او حکمت د بشر په فرهنګ باندې ژور اثر لرلای دی، دغه راز د یونانیانو مذهبي باورونو هم په اروپا کې د عقیدو په تاریخ باندې او دغه راز د اروپا په ادبیاتو او تلمیحاتو باندې ژور اثر اچولی دی. د دغو عقیدو په باب عمومي معلومات د نړۍ د ادبي آثارو په پوهېدو کې راسره مرسته کوي.
لرغونو یونانیانو د ګڼو خدايانو( ارباب النواعو) عبادت کاوه. د خدايانو په باره کې د يوه عادي يوناني عقيده د خرافاتو او تقوا پر غبرګو ستنو ولاړه وه . عادي یونانی د خپلې عقیدې په اړه په دلیلونو پسې سر نه خوږاوه خو د یونان مفکرانو هڅه وکړه دغو عقیدو ته ساینسي او منطقي جامې ورواغوندي.
له يوناني افسانو سره سم د دغه هېواد تر ګردو جګ غر اُلمپس Olympus د خدايانو کور و.
د دې وطن خدايانو د انسانانو غوندې احساسات لرل، د انسان غوندې يې مينه کوله، په قهرېدل او رخه ورتله ، يونيم ځل يې ان پر ځان ملنډې وهلې. د خدايانو بوالهوسي د يوناني اساطيرو يو جالب مضمون دی. دعوامو په نظر طبيعي پېښې لکه زلزلې، طوفانونه او د موسمونو ادلون بدلون د خدايانو د طبيعت په بدلانه پورې اړوند بلل کېدل.
د دوی په خدايانو کې زيوس Zeus ، اتِنا Athena او اپولو Apollo تر نورو مهم وو. زيوس چې د نورو خدایګوټو پلار او واکمن و، دعدالت رامنځته کوونکی او د پرېشانو کسانو حمايت کړونی بلل کېده . تندر او برېښنا دهغه د قهر علامې وې . د زيوس يوازينی عيب دا دی چې ژر ميين کيږي . ده چې ښځه نه ده خلق کړې ، د ښځې خلقت ته حيران پاتې دی . دی ډېر ځله په الهه ګانو او بنيادمانو باندې میين شوی دی . يو ځل په يوه هلک هم میين شو او هغه يې د المپُس دغره څوکې ته وتښتاوه . دغه غر د يونان د ترټولو مهمو خدايګوټو Olympus دېره ځای و.
اتنا چې د زيوس لور او د پوهې او حکمت الِهه( خدایګوټې) وه ، د يونانيانو ډېره خوښېده . د دوی باور و چې اتنا د زيتون قيمتي ونه ورکړې او د ټوکرانو د جوړولو چل يې ورزده کړی دی . اتن ښار د دې د نوم په وياړ اتن بلل شوی او دا يې ساتندويه وه. اتنا د ټولو يونانيانو په اند د نفس د کنټرول، پوهې او زړه ورتيا سمبول وه. اتنا پېغله وه او د نارينه وو رزمي احساسات به يې پارول . د اتن تر ټولو ښکلي معبدونه او تر ګردو پرتمين جشنونه د دې په وياړ وو.
اپولو د لمر خدایګوټی و. ده به شاعرانو او سازنده ګانو ته الهام ورکاوه . اپولو به د خپل چنګ په ذریعه پوست موزيک غږاوه او رمې ګلې به يې په څړ ځايونو کې خوندي ساتلې.
يونانيانو عقيده لرله چې د اتنا روحانيون د آينده پېشګويي کولای شي . ټولو يونانيانو د هغې د عبادت له پاره په دِلفي Delphi کې يو ځای جوړ کړی و.
د يونانيانو دعشق او ښکلا الِهه افروديته Aphrodite وه چې په اول ځل په نژدې ختيځ کې تصور شوه او بیا یې په قبرس کې عبادت کېده. دا نه يوازې د ښکلا اعلی بېلګه وه بلکې د ټولو جنسي لذتونو الِهه هم وه .
پوسي دون Poseidon د سمندرونو مالک و. ده ځان د زيوس سيال او ساری باله. ده په سمندرونو سربېره په سيندونو او چينو هم حکومت چلاوه. يوناني ماڼوګانو به ده ته لمونځونه کول او په خطرناکو ټاپوګانو کې به يې دهغه معبدونه جوړول چې د سمندر له قهره په امن کې شي.
دييونوسوس Dionysus يو ډېرمحبوب اومهم خدایګوټی دی. دی د شرابو، مستۍ او تاکونو رب النوع و. يونانيانو به د ښکره ور ماشوم په ډول مجسم کاوه . ويل کېدل چې په اسمان کې د زييوس په څنګ کې ناست و، د نورو خدايانو ورسره رخه وشوه . زييوس د ميږې او بيا دغوايي بڼه ورکړه چې وساتل شي خو وپېژندل شو ، رخه ګرو ټوک ټوک کړ، په ديګ کې يې واچاوه ، اتنا يې زړه راوويست او بيا ژوندی شو. د دييونوسوس دمړينې او بيا زوکړې غم وخوشحالي د يونان د ډېرو ديني مراسمو بنياد و. په پسرلي کې چې به تاکونو تېغ وواهه ، يونانۍ ښځې به غونډيو ته ووتلې چې د دييونوسوس دوباره تولد وويني . دوی به دوه ورځې هورې وې ، هلته به يې نشه کوله. باور يې و چې هر څوک په شرابو مست نه شي، احمق دی. د مستۍ او نڅا په دغو مراسمو کې به ښځې بېخي له واکه ووتې. د دغه جشن ډېره مهمه برخه هغه وه چې ښځو به مېږه يا غويی او کله ناکله انسان چې فکر يې کاوه دغه خدایګوټي په کې حلول کړی دی ، راونيو ، ټوک ټوک به يې کړ او د هغه غوښه به يې پخه کړه ، وبه يې خوړه . دوی عقيده لرله چې په دې ډول خدای د انسان بدن ته ننوځي او د بنيادم ابديت په نصيب کيږي. د دوی په نظر دغه وخت په بنيادم يوه داسې جذبه او بېهوشي غالبيږي چې د غيب پردې پرانيستې ويني،له آينده خبريږي او په حقيقت کې بنده په خدایګوټي بدليږي .
البته د قوم مشرانو ورو ورو دغه مراسم کنټرول کړل او د دې له پاره چې د دييونوسوس سپکاوی نه وي شوی هغه يې د اُلمپس په خدای بدل کړ.
په لرغوني يونان کې نه يوازې هر ښار بلکې هرې کورنۍ خپل خاص خدای درلود. په هر کور کې به مقدس اور بل و. د واده او مړينې مراسم د کور د مقدس اور په څنګ کې تر سره کېدل. د هر کور په اورتون سربېره په ښار عمومي اور تون و. د يونانيانو عبادتونه د موسيقي او سندرو او قربانۍ او دعا په بڼه وو . کله ناکله به مقدسه ډوډۍ هم خوړل کېدله.
په يونان کې د مصر برخلاف ، کاهنانو قدرت او نظم نه درلود. معبدونه او دهغو مالونه د حکومت په لاس کې وو. د ښار د کاهنانو ترمنځ رابطه نه وه. عبادت به د کاهنانو په ذريعه نه بلکې د کورنۍ د مشرانو په ذريعه تر سره کېده.
د يونان حکومتونو رسمي دين او ثابت عقايد نه. د ښار د خدایګوټي له درناوي پرته نور کوم خاص ديني بندیز نه و. په معبدونو کې به د خدايانو مجسمې ايښې وې. د دغو مجسمو مخې ته به همېشه اور بل و. که به خدايانود يوناني ارزو پوره نه کړه ،يوناني به بد رد پسې ويل.
يونانيانو د ارباب النواعو په وياړ لوی جشنونه جوړول. ځينې جشنونه د اتلتيک سياليو په چوکاټ کې وو او ځينې د ډرامې، شاعرۍ او نوروهنرونو په بڼه وو. اتن په کال کې دوه ځله د خدايانو په وياړ د ډرامو جشنونه جوړول . دا هلته عجيبه خبره نه وه چې لوبې يا ډرامې خدايانو ته وړاندې شي . د بنيادم هر هغه اقدام چې ښه به تر سره شو ، خدايان يې خوشحالولای شوی.
د يونان تر ټولو مشهورې لوبې د المپيک Olympic وې چې په ۷۷۶ق.م کې پېل شوې او په هرو څلورو کلونو کې ترسره کېدلې. د المپيک اتل به د ټولو يونانيانو اتل و. دهغه جايزه د زيتون د ګلونو تاج و. البته په خپل ښار کې به اتل ته ډېر سوغاتونه ورکول کېدل .المپيک لوبې تر څلورمې ميلادي پېړۍ پورې چې يوه رومي امپراطور بندې کړې، جاري وې. په اوسنۍ زمانه کې دا لوبې بيا پېل شوې او په لومړي ځل په ۱۸۹۶م کال کې په اتن کې تر سره شوې.
د يونانيانو په اساطیري باورونو او خرافاتو کې يو مهم اړخ د غيب ويلو و. د دوی باور و چې خدايانو ځينو روحانيونو ته د پېشګويي قدرت وربخښلی دی. غيب ګويان د يونان د بېلو بېلو سيمو په معبدونو کې موندل کېدل. په دغو کې ډېر مشهور په مرکزي يونان کې واقع په دلفي کې د اپولو معبد و. دلته به غيب ګويه په يوه سمڅه کې ناسته وه او هغه بړاس به يې تنفس کاوه چې په غرونو کې له يو ژور چاوده راولاړېده . دې به په نيم بې حاله حالت کې هغو پوښتنو ته چې ورنه کېدلې به ، ګونګ او بونګيدلي ځوابونه ورکول . داسې تصور موجود وو چې اپولو په خپله د هغې په خله کې ځوابونه ږدي.
غيب ګويانو د مجذوب الحاله کسانو غوندې مبهمې خبرې کولې او د دې کار ګټه ورته دا وه چې بازار يې نه سړېده ځکه خبرو يې مختلف تعبيرونه لرل . کله چې اتن ښار د ايرانيانو له ګواښ سره مخامخ شو، غيب ګوی وويل:(( لرګين دېوالونه دې ستاسو او ستاسې د اولادونو له پاره خوندي ځايونه وي ))ځينو يې دا تعبير وکړ چې اکروپولس ته به وخېژو ، ځکه يو وخت يې لرګين دېوالونه لرل خو ځينو نورو دغيب ګوی له خبرې د بېړۍ معنا واخيسته چې له نېکه مرغه دا دویم تعبير ومنل شو، ځکه ايرانيانو د اکروپولس په شمول ټول اتن تباه کړ خو په اوبو کې بری د يونانيانو په نصيب شو.
د لرغوني مصر او بين النهرين خلکو عقيده لرله چې د دوی خدايان پوره زورور دي او تقدیر یې په لاسونو کې دی خو يونانيانو خپل خدايګوټي انسانانو ته ډېر ورته ګڼل. د يوناني خدايانو او انسان لوی فرق په دې کې و چې خدايانو مرګ او زړبودن نه درلود. داسې نه وو چې د خدايانو هر څه زړه وغواړي هغه وکړي. د هغو په نظر هم د خدايانو هم د انسانانو اصلي واکمن د طبعيت قانون يا په بله ژبه تقدير و. د يونان په اساطيرو کې دنيا خدايانو نه ده پيداکړې ، مځکه تر خدايانو له مخه هم وه او خدايانو په خپل منځ کې د ودونو او بيا له بنيادمانو سره د ودونو له لارې انسانان پيداکړي دي. د دوی له اساطيرو سره سم خدايان د انسانانو پلرونه دي.
د يونان خدايانو بشپړ علم او قدرت نه درلود. هر خدای د بل خدای په ذريعه محدودېده . د دوی به کله کله په خپل منځ کې سره جنجال وو خو د ټولو مشر زيوس و او د هغه په دربار کې به سره راټولېدل.
د يونانيانو باور و چې بنيادم وروسته له مړينې تر مځکې لاندې سيوري ته ورته ځای ته ځي چې هيډيز Hedes نوميږي او پلاتو Plato نومی خدایګوټی يې اداره کوي . ځينې محدود کسان او اتلان ،چې په خدايانو ډېر ګران دي تر زمکې لاندې يوبل ځای ته چې د الېزې ميدانونه نوميږي ، ځي او هلته همېشه مزې کوي . البته يونانيانو د بلې دنيا د ژوند په باره کې ډېر فکر نه کاوه. د دوی ډېر پام دې ته و چې ښار- دولت ښه وځلوي او په ښار دولت کې ښه وځليږي.
غضنفر صاحب! ستاسې ليکنې ډيرې په زړهپورې دي. بريا مو غواړم.