ملګري خو ډير خواږه وي ، په تیره بيا د وړوكتوب ملګري.
زموږ خوېندې مېندې د نجونو او ښځوترمينځ دې ملګرتوب ته
(( خورينګي )) وايي ، مثلا وايي :
پلانۍ دپلانې خورينګه ده، ياداچې د پلانۍ او پلانۍ ترمينځ خورينګي ده.
غوټۍ اوسپوږمۍ همداسې وې، د كلي په يوه كوڅه كې اوسيد لې.
دوې لا وړې وې چې يو ځاى به يې ګوډيانې لوبولې، يو ځاى به يې جنتروګانې كولې، يو ځا ى به يې په ټالونو ځنګل، يوځاې به ګرځید لې اويوځاې به د كلي برسرته حجياڼۍ بي بي كره تللې او له هغې سره به يې الف، ب، ت، سه پاره لوستله .
وخت تېرېده غوټۍ اوسپوږمۍ د يوې باغچې د ګلانو غوندې غوړېدلې، تنكۍ پیغلې اوداوبو د راوړلو شوې، مازيګر به دواړو منګي راواخيستل اود كلي د نورو پېغلوسره به په ډله ګودرته تللې، د دوې د ښايست هنګامې ټول كلى په سرواخيست، د كلي د زلميانو په خولو کې پرته لـه غوټۍ اوسپوږمۍ بله خبره نه وه ، د كلي هرزلمي به ځان د دوى د ميني هردم شهيد ګاڼه .
خواوس نو دواړه پوره پېغلې شوي، د وړوكتوب خبرې نه كوي ، د دواړو دمجلسونو، خبرواترو، اورازونيازموضوعګانې نورې دي، دوې د ژوند، ايندې اود خپلو برخو په هكلـــه خبرې كوي. د دواړوپلرونوته د كلي د زلميانو تودې تودې مركې كيني
اوپاڅيږي او كله چـې دواړه سره مخامخ شي ، يوه پربلې مخكې شي اوورته وايي :
(( دناوېتوب كالي به زه دراغوندم، له سره ترپښو به دې په خپلوګوتوسنيګاروم اوسرې ډولۍ ته به دې پخپله پورته كوم ))…
له ورځونه يوه ورځ وه چې دغوټۍ د بخت غوټه پرانيستل شوه اود كلي يوه زلمـي ته يې وركړه ، غوټۍ په كوركې ستره شوه ، خو سپوږمۍ ورسره خپل تګ راتګ دپخواپه شان تود سا ته .
څومياشتې وروسته يې واده تيارشو، له واده نه يې څو ورځې دمخه سپوږمۍ وغوښتله چې خپلې خورينګې سره څو وروستۍ شپې يو ځاى تېرې كړي .
همداسې وشول، سپوږمۍ خپلۍ خورينګې كره ولاړه ، دخپلې خوږې خورينګې په واده كې يې ډېرې سندرې وويلې ،ډېر يې ونڅل ، ډېرې داېرې يې ووهلې، دپېغلتوب له وعدې سره سم يې د خپلې خورينګې په لاسونو نكريزې پورې كړې، په خپلو ګوتويې په
مينه مينه سينګاركړه ، ويې نازوله ، په ډولۍ كې يې كينوله ، غټې غټې مچې ترې واخيستې ورپسې يې وژړل او رسخت يې كړه.
خونن ، د سپوږمۍ دواده شپه ورځ ده ، كوريې د ښځو او نجونو ډك دى ، پېغلو ځانونه سينګاركړي، رنګارنګ كالي يې اغوستي او په انګړ كي تودې تودې اوړي را اوړي ،
شېبه په شېبه د ډولۍ د پورته كېدو وخت رانږدې كيږي ، له ناوې ډيرې پېغلې راتاوې شوي ، نوي كالي وراغوندي ،څوك يې شونډې سرې كوي، څوك يې كمڅۍ ږمنځــوي ،څوك يې په لېچوكې بنګړي اچوي، څوك يې دپښو پايزېبونه تړي ، څوك پرې عطــــرشيندي او څوك پرې يوڅه اوڅوك پرې بل څه كوي …
غوټۍ دنورو رابلل شوو مېلمنو ښځوپه كتار كې ناسته وه ، شېبه وروسته ورو دناوې دكوټۍ وره ته ورنږدې او له ورايه د خپلې خورينګې دسينګار په ننداره شوه ، په څېره كې يې خندا
اوژړاسره ګډه وډه شوه اوپرلېمو يې اوښكو لارې جوړې كړې ، ناوې سركښته اچولي و، اواوږده شېبه وروسته ته يې چې سرراپورته كړ، سترګې يې په غوټۍ ولګېدې ، دناوې په سترګو كې هم اوښكې ډنډ شوې ، په سترګو کې يې سره ډېرې خبرې وكړې.
ناوې بېرته سر كښته كړ، غوټۍ ډوبې ډوبې سلګۍ وهلې او هغه څه چې بايد دې ترسره كړاې واى ، نورو ترسره كول ، دې ته هيچا ونه ويل چې راشه ، خپله همزولې اوخوږه خورينګه دې په خپلو ګوتو په مينه مينه سينګار كړه.
هو، غوټۍ اوس هاغه غوټۍ نه وه ، دې دومره اجازه هم نه لرله چې په ناوې دې لاس قدرته هم ولګوي ، داځكه چې غوټۍ اوس ديوه يتم ماشوم موروه .
پاى