په دې وروستيو کي باندنيو چارو وزارت په ځينو هيوادونو کي يوولس سفيران او ځيني ډيپلوماټان له دندو ګوښه کړل.

که څه هم د وزارت وياند له دندو د ګوښه سويو کسانو علت يوازي د دوی د عمر زياتوالی او د کار د قانون له مخي د تقاعد موضوع ياده کړې ده، خو ځينو رسنيو ليکلي دي، چي داکار ولسمشراشرف غني او صلاح الدين رباني په افغان سفارتونو کي د مسلکي انډول په موخه کړی دی.

په دغو سفيرانو کي په يونسکو کي د افغانستان سفير محمد قاسم فاضلي، په چک جمهوريت کي سفير ضياء الدين مجددي، په اندونيزيا کي غلام سخي غيرت، په عربي متحده اماراتو کي نجيب الله مجددي، په سعودي عربستان کې سيد احمد عمرخېل، په برېتانيا کي محمد داود يار، په کانادا کې شام لال پتهيجا، په فرانسه کي اسدالله عمر، په ايټاليا کي ضياء الدين نظام په ژنيو کي ننګيالی طرزی او په روسيه کي د پخواني ولسمشر حامد کرزي اکا عزيزالله کرزی هم شامل دي.

د اشرف غني له مشرتوب وروسته دالومړي وار دی، چي د باندنيو چارو په وزارت کي دونده لوی بدلون راځي.

عام افغانان او د سياسي چارو شننونکي د ولسمشر اشرف غني داهڅه ستايي خو ترڅنګ يې هيله لري، چي هسی نه د يادو کسانو او نورو سفيرانو او ډيپلوماټانو پرځای خدای مه کړه د يوې کورنۍ، يوسياسي تنظيم او يو ولايت کسان وټاکل سي.

د دوی په اند د حکومت په چارو کي بدلون هيڅ بده خبره نه ده، خو بدلون بايد د ولس په ګټه وي.

عام خلک، روڼ اندي او بالاخره د افغانستان د هر کونج او کنارڅخه ټول افغانان همدا يوه خبره کوي، چي نور د بېځايه جوړجاړي وخت تېر دی او يوازي بايد هغه څوک په دندو وګمارل سي، چي په رښتيا سره وړتيا، مسلکيتوب او افغان تابيعت ولري.

که چيري دااصل په رښتيا سره په ټولو وزارتونو کي عملي او کار يوازي د پورته شرايطو په رڼا کي ترسره سي نو که خدای(ج) کول د ټول افغان ولس هيلي به پوره سوي او ستونزي به تر ډېره حل سوي وي.

که چيري دا ځل هم د وزارتونو څخه د يو قوم، يو ولايت او يو تنظيم غيري مسلکي کسان ليري او پرځايونو يې د بل قوم، بل تنظيم او بل وزير غيري مسلکي کليوال پردندو وګومارل سي، نو تر ګټي به يې تاوان ځکه ډېر وي، چي هغه پخواني پر چوکيو ناست کسان لا يوڅه ماړه سوي او نوي کسان، چي راځي نوي ګونۍ به د ډکولو په موخه راوړي او کار به ځيني پاته وي.

دولت ته په کار ده، چي ترهرڅه لومړی سفارتونو ته خپله پاملرنه ډېره زياته کړي، ځکه چي سفارتونه په هغو هيوادونو کي زموږ د هيواد د پېژندګلوۍ نخښي دي.

که چيري په افغان سفارتونو کي په رښتيا سره په دنده ګومارل سوي کسان د لياقت او افغانيت له مخي غوره سي، نو دغه ټاکل سوي کسان به د خپلي لياقت او افغانيت پربنسټ د خپل ګران هيواد افغانستان روابط او هلته د ميشتو افغانانو په حال او د افغانستان په ښه پېژندنه کي به فعاله ونډه واخلي او کنه نو حالت به متاسفانه داسي وي، لکه په دې تېره يوه نيمه لسيزه کي، چي په ډېرو هيوادونو کي د افغانستان استازيتوب داسي کسانو ته سپارل سوی وو، چي ان زده کړي يې هم د ډيپلوماټانو کچي ته نه وي رسيدلي، نو داسي کسان به په دغسي حالاتو کي څنګه د خپل هيواد اصلي څيره کوربه هيواد ته وړاندي کړي؟

محمد ابراهیم سپېڅلی

3 thoughts on “د ډيپلوماټانو بدلون ښه خبره ده، (خو ) … !!! سپېڅلی”
  1. لا تر اوسه هم د رباني ددورې قصابان، دلالان، ندافان،جټان او نور…..او همدارنګه د کرزي ددورې ټول هغه بې کفايته،جعل کار، بې خولې او بې ژبې خلک ددپلوما تانو په نوم کار کوي چې نه په ديپلوم پوهيږي او نه ېې په مات.رښتيا خبره داده چې کرزي پښتانه نه يوازې ووژل بلکې دومره يي شاته وغورځول چې د سوچ نه اخوا خبره ده. د ټولو ويب سايتونو په دې چربو خبرو او مضامينو مه تيروځي زموږ کاروان مو ډير شاته دى او تر
    شا پاتې يو په ميډيا کې واړه ماشومان لګيادي چې دآ او ها توپيرنشي کولاى د سياسي کارپوه،مدني ټولنې غړي، جاسوس، اوډير برګ ګړيږي
    درباني ددورې او ورپسې دکرزي د حکومت ټو ل قصابان، دلالان، ندافان او جټان ددپلوماتانو په ډول کار کوي چې ډير غټ کمونست،د کابل د پوهنتون د محصيلينو قاتل ظاهر طنين ېې ستر مثال دي چې په ملګرو ملتو کې د افغانستا ن دايمې استازي په ډول په کلونو کار کوي

  2. د افغانستان په سیاسی او قونسلی نماینده ګیو کی بدلون یو عادی کار دی. د چا چی د خدمت وخت پوره کیږی هغه به له دندی ګوښه کیږی او پر ځای به یی بل کس مقرریږی. خو زمونږ نوی مشران باید د نویو ديپلوماتانو په مقرری کی قومی او ژبنی انډول وساتی. ډیر داسی کسان پخوا د افغانستان په سفارتونو او قونسلیو کی مقرر شوی وو چی د هیواد په دوهمی رسمی ژبی نه پوهیدل . معمولا ديپلومات په خپله رشته کی چی د بین المللی روابطو او بین الدول حقوقو او یا بین المللی اقتصادی اړیکی دی تحصیل کوی خو زمونږ په هیواد کی مسلکی هغه شخص ته ویل کیږی چی د حقوقو او سیاسی علومو له پوهنځی نه چی یواځی دوه کاله د ديپلوماسی له الفبا سره آشنا کیږی ، ویل کیږی.
    په هر حال زمونږ د غو کدرونو ته هم باید پدی شرط احترام وشی چی د خپلو مهاجرو هیوادوالو په خدمت کی وی او د افغانستان له منافعو نه تر خپل وس او توان پوری دفاع وکړی نه د کوم ولایت یا کوم جهادی او غیر جهادی تنظیم لپاره کار وکړی. زما په نظر د تحصیل او مسلک تر څنګ تجربه هم رول لری . هغوی ته چی د باندینو چارو په وزارت کی یی لږ ترلږه له پنځو کالونو زیات کار کړی وی ، تر یوځایه مسلکی ديپلومات ویلی شو.

  3. یو بل شی چی غواړم اضافه کړم د ديپلومات کلمه اصلا انګلیسی یا پښتو ریښه نه لری بلکی له یونانی او بیا له لاتین نه مشتق شویده . په لاتینی ژبو کی ډ یا ټ حرفونه په بورته شکل سره نه تلفظ کیږی بلکه هغه د دال یا ت په شکل لوستل کیږی. له بلی خوا په پښتو کی مونږ هم د « د او ت » حرفونه لرو او هم د « ډ او ټ » چی هریو خپل ځای لری . هر سخن جایی و هر نکته مکانی دارد . نو ضرور نه ده چی خپله ژبه نوره هم سخته کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *