مرغۍ والوته
پر شنه خاښ کوچنۍ مرغۍ ناسته وه. خوږې نغمې یې سُر کړې وې. لاندې ورته یو ځوان ولاړ و او د ټوپک شپیلۍ یې ورته سیخوله.
مرغۍ ښکته وکتل، سترګې یې ډکې شوې یوه د سوز نعره یې وکړه او والوته. هغې ویل:
ظالم مخلوقه، تاسو د نغمو ځواب په ټوپک ورکوئ!؟
***
قلنګ سخت شو
چې ماشوم وم، په نکلونو کې مې اوریدلي و:
د کلي په غره کې ښامار و. دې ښار پر کلیوالو قلنګ ایښي و. باید هره ورځ ورته یو ځوان یا پیغله د خوراک لپاره لیږل شوې وای.
دې نکل به ډیر پریشانه کړم. هغه ځوان او پیغله به مې سترګو ته مجسمه شوه چې د ښامار د خوراک لپاره به روانه وه.
کلیوال به راته ډیر مظلوم ښکاره شول، ډیر به پرې ودریدم،
های!
زه څه خبر وم چې یو وخت به موږ هم داسې قلنګونه ورکوو.
پخوانیو!
تاسو نیکمرغه وئ، ستاسو په کلیو کې یوازې یو ښامار و. یوازې یو انسان یې غوښته. یوازې په یوه انسان یې ګوزاره کوله.
راشئ، زموږ ننداره وکړئ!
کلي مو له ښامارانو ډک دي. د دوی په یوه انسان ګزاره نه کیږي. دوی را نه هره ورځ ګڼ ماشومان خوري، پیغلې خوري، ځوانان خوري، سپین ږیري خوري او…
ښاماران نه مړيږي، خو زموږ کلي په تشیدو دی.
محمد نعمان دوست – جلال اباد
مارچ ــ ۶– ۲۰۱۵
ډېر په زړه پوري او د لوستونکو د حوصلې په حدودو کي ، ستا ليکني سړي ته الهام ورکوي ، ښه صحت او کاميابي
درته غواړم ٠