سحرګل سحر

په اوس وخت کښي هیڅ کار هم بېله زده کړي نه کیږي او د زده کړي کولو لپاره مطالعې ته ډېر ضرورت دی.

د مطالعې کولو لپاره باید دغو ټکو ته پام وکړو:

لومړی : د مطالعې کولو لپاره تر ټولو مهم شئ دا دی چي مطالعه کوونکي ته باید دننه او بهر چوپتیا خوره وي ، د مطالعې کوونکي زړه او دماغ دواړه د پریشانیو څخه لري وي او چیري چي مطالعه کوي هلته به هم ډېره خاموشي وي په هیڅ ډول خبرو سره به خپل دماغ د مطالعې څخه بل خوا ته نه وړي چي په مطالعې سره مو څه په دماغ کښي پاته سي که چیري په صحي ډول سره خاموشي نه وي نو څه چي مو ویلي وي هغه به مو په دماغ کښي نه پاته کیږي .

دوهم : که چیري هلته غال مخال وي یا نور داسي څه وي چي ستاسي فکر د مطالعې څخه په وار وار بل خواته اړوي او یا داسي فضا نه وي چي تاسي مطالعه وکړئ نو ستاسي مطالعه بې ځایه ځي او یا داسي انتظامات نه وي موجود چي د هغه په وسیله ستاسي د مطالعې سره مرسته سي ، مثلاً که چیري په صحي ډول سره رڼا نه وي او یا د اندازې څخه زیاته رڼا وي دواړه وختونه د انسان پر سترګو باندي بد تاثر کوي ، او مطالعه هم به صحي ډول سره نسي کولای ، بل د ناستي لپاره سم ځای وي ، هم هغه ځای پاک وي ، رڼا چي له مخامخ طرف څخه نه وي چي د بل طرف څخه وي ښه به وي ترڅو سترګو ته هم ضرر ونه رسیږي ، او که چیري د لیکلو ضرروت وؤ نو رڼا باید د داسي طرف څخه وي چي د قلم او یا لاس سایه یې مزاهمت ونه کړي ، کتاب هم باید ډېر نږدې نه وي د کتاب او سترګو ترمنځ باید یو فټ یا یونیم فټ ساحه وي .

دریم : د مطالعې لپاره بل مهم شی دا دی کوم شی چي مطالعه کوونکی وایې په هغه کښي ډېره دلچسپي وي ، څومره چي یې وایې هغومره یې په زهن کښي پاتیږي او خوند ورڅخه اخلي او بل دا چي هیڅ کله به یې زهن د ستړیا احساس ونه کړي ، په کوم مضمون کښي چي دلچسپي نه وي په هغه سره د انسان ماغزه ډېر ژر ستړي کیږي او په زهن کښي هم نه پاتیږي بلاخره د انسان طبیعت هم ورسره خرابیږي خو هرڅه چي ویل کیږي باید دانسان دلچسپي پکښې وي .

که چیري داسي مضمون وي چي د یو انسان پر طبیعت نه وي جوړ او هغه داسي فکر کړئ وي چي په دغه مضمون کښي نسم کامیاب کېدلای نو هغه ته پکار ده چي خپل زهن هم هغه مضمون ته جوړ کړي ، چي په هغه مضمون کښي دلچسپي پیدا کړي او په هغه مضمون کښي تر ټولو مضمونونو ډېره دلچسپي هم پیدا کیږي کوم چي دده څخه غوښتونکي وي .

د مثال په ډول یو زده کوونکی د انګلیسي مضمون سره علاقه نه لري مګر د انګلیسي مضمون ویلو ته ډېر ضرروت لري او په هغه کښي د کامیابه کېدو خبره هم ضرور وي ، د داسي زده کوونکو لپاره پکار ده چي له خپل زهن څخه داخبره وباسي چي انګلیسي یو سخت مضمون دی ، د هري خوا څخه پر دغه مضمون باید توجه ونه سي چي د هغې په وجه سره کمزوري پکښي راسي او دده د ناکامۍ سبب سي دغه زده کووونکی باید داسي فکر وکړي چي زما د کامیابه کېدو یواځینۍ لار همدا ده او زه یې باید ووایم ، پدې سره خپل پر زهن فشار راوړي او د دغه مهارت لاسته راوړلو کوښښ وکړي .

کله چي د یو سبق او یا د یو ګرامر طریقه زده کړي دوهم دده لپاره په خپله آسانه کیږي د مخته تللو او د نورو معلومات پر ترلاسه کولو باندي توجع وسي چي مخته لار پخپله ورته خلاصه سي دغه کامیابي ستاسي د دلچسپۍ سبب کېدلای سي، کله چي لږ دلچسپي پیدا سي تاسي کامیابه یاست .

څلورم : د مطالعې لپاره خپل طبیعت د حد څخه زیات مه مجبوره وئ تر کومه حده چي زهن یې قبولولای سي بس همدغه دده حد دی ، دغه حد په تمرین سره کېدای سي پراخ سي ، د تازګۍ لپاره لږ څه وقفه ښه ده او یا د تازګۍ لپاره یو انتظام باید په نظر کښي ونیول سي ، د مطالعې وخت هر څوک خپل پر طبیعت ټاکي څوک تر ډېره مطالعه کوي څوک څوک بیا څو ساعته مطالعه کوي مګر د مطالعې کولو لپاره لږ تر لږه باید ۴ یا ۵ ساعته وخت په نظر کښي ونیول سي ، په دغه وخت کښي د تازګۍ لپاره یو وار یوه دمه وکړي که چیري د تازګۍ لپاره د چښلو یا خوړولو کوم شی او یا هم د ځان سره میوه ولري ښه به وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *