د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اجرائیه مدیر عزت الله نن (جمعه ) سهار د وسله والو مخالفینو له لورې په شهادت رسول شوی دی .

نوموړی د کب په دولسمه نیټه په داسې حال کې چې له ولسوالۍ څخه کورته روان وو،د سرې کلا په سیمه کې د وسله والو مخالفینو لخوا وتښتول شو،چې نن (جمعه ) یې د چک ولسوالۍ په خواجه عمري سیمه کې په شهادت رسولی دی.

عزت الله ۲۶ کاله عمر درلودو او له تېرو درې کلونو راهیسې د سیداباد ولسوالۍ د اجرائیه مدیر په حیث دنده اجرا کوله .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په رامنځته شوې پېښه ژوره خواشیني ښودلې .

هغه شهید ته د جنت الفردوس او د کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې.

تېر کال د وږې په ۱۵ نیټه مخالفینو د جلریز ولسوالۍ اجرائیه مدیر ظفرخان هم په شهادت رسولی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *