بدلون

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳

سل ورځې؛ د یوه انتقاد دوه ماهیته

د روان ۱۳۹۳ کال د میزان پر ۷– مه محمد اشرف غني د ولسمشرۍ لوړه وکړه؛ د همدې کال د جدې پر ۱۶– مه یې د (ملي وحدت) حکومت ۱۰۰- ورځې پوره شوې.
شک نشته چې په دغو لومړیو سلو ورځو کې د ور کړل شو یو ژمنو مطلق زیاته برخه عملي نه شوه، هغه تر ټولو ضروري کار چې د کابینې جوړښت وو، ونه شو بلکې ۲۵ کاندید وزیران د جدې پر ۲۲ اعلان شول، امنیتي وضعیت خورا ناوړه بڼه ونیوله، خراب ملکي و دولتي اقتصاد خرابتر شو؛ فساد متداوم شو، د غلا و غصب لړۍ پسې وغځېده، تاریاق و قاچاق ته سیمه ییزه او نړیواله مافیا په اشر راغله، د خلکو لوی امیدونه په لویو مایوسیو بدل شول، د ترهګرۍ آن اسلامي دولت (پخواني داعش) د ګواښ بېره پر عامه ذهنیت بلا غوندې مسلطه شوه او….
د ملي وحدت حکومت دغه سل ورځنی ژوند د څېړونکو له خوا په پوره بې رحمي سره نقد شو خو د دغه نقد ماهیت یو نه بلکې د دوو متضادو تمایلاتو زېږنده وو:
اول- د هغو سړیو او کړیو کره کتنه وه چې چنداني ملي، وطني، ولسواک، مدني او بشري ارزښتونه ورته مهم نه دي له دې کټګورۍ څخه ځیني خو یې لا د دغو ارزښتو ضد هم دي؛ دوی یا شخصي غرضونه و مرضونه لري او یا یې مغزونه پرېوله شوي، د پردیو ګټې ورته تر ځان و افغان مهمې دي، د خپل هیواد او ملت په قیمت د نورو د مفاداتو له پاره له هېڅ تخریب و تعذیبه مخ نه ګرځوي؛ له انسان ضد ناتاره تر ځان ضد انتحاره په دنیا و مافیها اورونه لګوي.
د دوی د تنقید ماهیت د ملي وحدت حکومت د ناکامۍ لمانځنه او هرکلی دی، دا ناکامې د دوی لپاره یوه لویه بریا او اختریزه موکه ده، غواړي وګړو ته وښيي چې دا حکومت له نېکه مرغه دغسې بې کفایته دی، نه یوازې په ملاتړ نه ارزي بلکې باید رانسکور کړه شي.
د دوی نیوکه د سمون نه بلکې د خاص جنون پر اساس د نظام د نور ضعف، وهلو او له منځه وړو لپاره ده؛ اصلاً ورته مهمه نه ده چې دغسې یو تخریبي انتقاد د افغانستان لپاره په څومره لوی زیان تمامیږي بلکې دوی د وطن په ستر تاوان کې د خپلو شخصي او پردیپالو ګټو غوښنه برخه وهي.
دوهم- هغه منتقدین دي چې پر دولت یې د ملت او مملکت لپاره زړه سوځې؛ د دوی نقد د اصلاح لپاره دی، دوی د حکومت په کمزورۍ او نسکورېدو کې د پراخو پرګنو غټه غمیزه وینې چې بیا جبران یې زمانې و خزانې غواړي او د دې لپاره بیا لویې ارادې ضرور دي چې دا به د یوه اوږده مهال لپاره ناممکنه وي.
د دوی هڅه دا ده چې حکومت د رهبرۍ او مدیریت کمزوریو، اشتباهاتو او لویو خطراتو ته متوجه کړي، د استحکام، قوت او پرمختګ لپاره یې رغنده مشورې ور کړي ځکه افغانانو د دغه حکومت د رامنځته کېدا لپاره ډېرې لویې سټریاوې وګاللې، قربانۍ یې ومنلې، د سرومال لویو زیانو ته یې اوږه ورکړه خو د خپل هیواد بحراني کښتۍ یې له غرقېدو وژغورله، دا به ډېره احمقانه هڅه وي که یو وار بیا د بحران توپان ته ور ټېل وهل کېږي؛ له ماڼوګانو سره یې باید مرسته وشي چې دا بېړۍ طبیعي مسیر ته ور سیخه کړای شي؛ دا ماڼوګان باید غفلت او بې غورۍ ته پرې نښول شي.
ودان افغانستان ګوند طبیعتاً چې په دوهمه کټګوري کې شامل سیاسي بهیر دی.
موږ پر ملي وحدت حکومت باندې زیات انتقادونه وارد ګڼو آن ناقانونه یې بولو خو نه یې د چپه کېدا بلکې د هغه د ترمیم، ټینګښت او پایښت لپاره.
منو چې ډیموکراسي، انتخابات او نتیجه یې دې ته نه وایي لکه موږ چې تجربه کړه خو تر دې ها خوا بل بدیل څه کېدای شوای؟ البته هیڅ!
دا حالت طبیعي دی، موږ له نژدې څلوېښت کلن جنګه نه یو را وتلي، د جنګ په جهنم کې لا هم سخت سوځو، سیمه او نړۍ لاسوهنه او پښه وهنه دواړه را پکښې کوي، د خپل خیر و شر پېژندنې توان مو لا سم نه دی موندلی؛ علم و فکر، مکتب و معلم، ویښتیا و رڼا لا په راکټ ولو، د افغانستان او افغان انسان د ښمنان په کور دننه او دباندې تر مچانو او میکروبو هم ډېر دي؛ په دغسې وضعیت کې ارماني حالت منطقې او عاقلانه نه دی؛ که دا نه غواړو مانا یې دا ده چې بحران او پاکستان غواړو؛ البته د دې مفهوم دا نه دی چې دا کیسه نو تر ابده د برداشت وړ ده بلکې بدیلې علمي-عملي ستراتیژیانې باید وړاندې کړو.
د ودان افغانستان شعوري ارمانجن په پوره دقت او زغم سره له دغه بحراني جریاناتو څخه زدکړه کوي او د خپلو راتلونکو لویو ملي- سیاسي مسؤلیتو د اداینې لپاره پاخه بنسټونه جوړوي ځکه د افغانستان راتلونکې د نوي، ځوان او روښان نسل ده.
موږ باید د افغانستان د رڼې، ښېرازې، سرلوړې او متمدنې راتلونکې لپاره موجود کمزوري دولتي بنیادونه و نه نړوو بلکې د نننۍ ساتنې او سباني پولادي استحکام لپاره یې شپه و ورځ پر ځان یوه کړو.
دا هغه څه دي چې پردي او پرديپال یې نه غواړي مګر موږ خو باید د پردیو پر ذوق، سلیقه و نقشه باندې حرکت ونکړو بلکې خپله ستراتيژې، خپله طریقه، خپله اراده او خپله مفکوره ولرو.
ودان افغانستان ګوند د دغسې یوه هدف او ارمان نوم دی، که د چا له عقلي معیار سره برابر وي، خدای دې یې راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *