داسې آوازې دي چې پر افغانستان هم د داعش محشر پر نازلېدو دی، وایې چې په کونړ، زابل، پکتیکا او هلمند ولایتو کې د دغه ناسور نښې لیدل شوي دي، تر دې مخکې په نورستان او غزني کې هم ورته مخ پټې بلاوې لیدل شوې وې چې په کنړ و نورستان کې یې طالبان تر تېغ تېرول او په غزني کې د افغان حکومت پر ضد جنګېدلې.
دا دی تازه په تازه د هلمند ولایت مرستیال محمد جان رسول یار وایي چې مخ پټې جګړه ماران د دغه ولایت په کجکي ولسوالي کې له طالب جنګیالیو سره په خونړي جنګ اخته دي چې له دواړو خواوو لسګونه زخمې او وژل شوي دي او د زابل امنیه قومندان روغ لېونی هم په دغه ولایت کې د
داعشي خطر خبره کوي.
تېره یکشنبه آزادۍ راډیو په سنګین، موساکلا، نوزاد او ځینو نورو سیمو کې هم د ورته مرموزو تحرکاتو راپور ورکړ او د سیمې د خلکو له خولې یې وویل چې ډېر شمېر ناآشنا کسان راغلي، زیارتونه نړوي، خلک فاتحو اخیستلو او یو شمېر نورو مذهبي چارو ته نه پرېږدي.
که څه هم افغان حکومت په افغانستان کې د اسلامي دولت د جبهو او جنګیالیو شتون ردوي مګر د دغې خطرناکترینې تروریستي ډلې د ظهوره له مهاله افغانستان او ټولې سیمې ته د ګواښ تشویش شته وو.
دغه لېونۍ ډله چې د رحم، انسانیت او زړه سوي په نوم کوم ارزښت نه پېژني، د رامنځته کېدو له وخته یې هسې وحشتناکې کړنې تر سره کړي چې په اورېدو یې د انسان پر بدن له وهم وهېښتیا څخه ورېښتان داسې شخ- شخ درېږي.
دوی د هېڅ ډول انساني کرامت په کیسه کې نه دي، دوی داسې نابلده فاجعې رامنځته کوي چې انساني او اسلامي تاریخ یې بېلګې نلري، مثلاً: کله چې دوی د عراق موصل ښار ونیو نو امر یې وکړ چې ټولې ښځې باید سنت(ختنه) شي، بل وحشت یې دا وو چې د موصل پېغلې باید د داعش له جنګیالیو سره د هغوی د جنسي جهنم سړېدو لپاره واده وکړي که دا کار نه کوي نو باید دېرش زره ډالر ور کړي، د انسان سر پرې کېده یې د چپ لاس کار دی، مرګ یې مسلک او تر هر څه اسان کار دی.
دوی له خپلو عجایبو عقایدو پرته بل هېڅ دیني و مذهبي رسم په رسمیت نه پېژني، دوی زیارتونه له منځه وړي، پر مذهبي مراسیمو بندېزونه لګوي، که څوک د دوی عقاید او سیاستونه نه مني، وژل کېږي به او ښځې به یې د دوی مینځیانې وي او د دوی جنګیالي به لېوانو غوندې پرته له نکاح څخه د خپل شهوت داړې پکښې ښخوي.
د داعش د بېروونکو ګزارشو له خپرېدو سره سم د هلمند پوهنې ریاست خبر ورکړ چې د دغه ولایت له ۳۸۳ ښوونځیو څخه یې ۱۱۹ تړلي چې له امله یې سل زره زده کوونکي له تعلیمه محروم پاته دي له تړلو ښوونځیو څخه ۷۷- یې په شمالي ولسوالیو کې دي، هلته چې د دوامدارو مرګکي جګړو په لړ کې دا دی د منځني ختیځ د اسلامي دولت قهر و غضب هم را خپرېدونکی دی.
څېړونکي باور لري چې کوم قوم او ملت د علم و مکتب له نعمت څخه محروم پاته شي او دغه الهي فریضه ادا نکړي نو د بې علمۍ له امله د هرې بلا او پردۍ دسیسې ښکار ګرځي.
چې څومره ښوونځي تړل کېږي هومره به د جنګ نوې جبهې خلاصېږي او د داعش انسان وژونکې ډله نو بیا هغه بشر ضد توپان دی چې نه د طالب او ملاعمر اسلام مني، نه هم د حزب اسلامي او حکمتیار دا؛ حقاني، ملا عمر، ایمن الظواهري او اسامه بن لادن لوی احمقان بولي، دوی ته له خپل شهوت، شهرت، قوت او نا انساني سیاست څخه پرته نور هرڅه بې مانا دي او په هرڅه اور لګوي.
که افغان انسان روښان نه شي، ویښ نه شي، باسواد نه شي، د علم و حکمت، مکتب و معرفت څښتن نه شي نو هر څوک به یې په شرف و حیثیت لوبې کوي.
که خدای مکړه پر افغانستان د داعش شهواني تندې اخیستی دېب نازل شو بیا دې نو افغانان د ډېرو نور ارزښتو بایللو تر څنګ له خپلو ښځو او خپل ناموس څخه هم لاسونه پرېمېنځي او بیا به نو نه د طالبانو اسلامي امارت او نه هم د حکمتیار اسلامي حزب دغه تبا کوونکي توپان ته د ټینګې وي.
باخبر هلمندیانو او ټولو افغانانو!!!
راويښ شئ! یو شئ! د علم لپاره مکتب ته روان شئ! د سولې ږغ پورته کړئ! پر جنګ، خشونت او تشدد ناړې تو کړئ! د افغانستان طالب و عسکر، مجاهد و افسر، هر قشر و طبقه، هر قوم و مذهب د جوړجاړي و ورورۍ پر یوه انساني ټغر سره کښېنوئ! مه پرېږدئ چې اوبه له ورخه در څخه تېرې شي!
له دې پرته د نجات بله هېڅ لار نشته!
باخبر!!!
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳