هره ټولنه د خپل ځانګړي جوړښت پر بنسټ بېلابېل بنسټونه او ځواکونه لري، دا بنسټونه او ځواکونه په سياسي ژوند کي ډېر مهم ګڼل کېږي، د سياسي ټولنپوهني څېړونکي تر هر څه د مخه ټولنيز تعرضات، درزونه او خلاوي لولي. دا تعرضات، درزونه او خلاوي د هري ټولني په جوړښت پوري اړه لري، په ځينو کي زيات او په ځينو کي بيا کم وي. که چيري په يوې ټولني کي دا فکټورونه ځواکمن وي، ټولنه پاشل کېږي او په ګډوډ حالت کي ژوند کوي او ټولنيز ځواکونه کمزوري کېږي.
ټولنيز ځواکونه په تصادفي او ناڅاپه توګه نه پېداکېږي، بلکي د بېلابېلو هغو غوښتنو او اړتياوو پر بنسټ پېداکېږي چي د ټولني په دننه کي شتون ولري. دا ډول اړتياوي د ټولنيزو خلاوو او درزونو په بڼه را څرګندېږي، يو شمېر ټولنپوهانو ټولنيز درزونه او خلاوي په ټولنيزو تضادونو او ټکرونو سره ياد کړي دي. ټولنيز درزونه او خلاوي تر ټولنيزو تضادونو او ټکرونو په کوچني مفهوم سره کارول کېږي او تضادونه او ټکرونه بيا په لويه کچه د ټولني په منځ کي خلاوي او تضادونه په ګوته کوي.
د ټولنيزو درزونو او خلاوو په لوستنه کي بايد جغرافيايي او تاريخي توپيرونه په پام کي ونيول سي. ټولنيز درزونه او خلاوي تل يو شان نه وي، شونې ده چي د بېلابېلو تاريخي او جغرافيايي عواملو پر بنسټ بدلون وکړي او د بېلابېلو عواملو تر اغېزو لاندي راسي. پر سياسي ژوند د ټولنيزو درزونو د اغېز پر بنسټ بايد دا درزونه پر فعالو او غيري فعالو باندي وويشو:
الف- فعاله درزونه
فعاله ټولنيز درزونه هغه دي چي پر روان سياسي ژوند باندي اغېز لري او د همدې درزونو پر بنسټ سياسي پوهاوی تر لاسه کېږي، دا ډول درزونه د ټولني د روان حالت څخه زېږېدلي وي او يا هم په تېر وخت کي په پلاني ډول رامنځته سوي وي.
ب- غېري فعاله درزونه:
غيري فعاله ټولنيز درزونه بيا هغه دي چي پر روان سياسي ژوند باندي اغېز نه لري او يا په تير وخت کي فعاله وه او يا هم په راتلونکي کي يې د فعاليت شونتيا موجوده وي. ټولنپوهان بايد د ټولني ټول فعال او غيري فعاله درزونه تحليل او مطالعه کړي، خو په سياسي ټولنپوهنه کي يوازي هغه فعال درزونه لوستل کېږي چي پر روان سياسي ژوند باندي اغېز ښيندي.
هيڅ داسي ټولنه شتون نه لري چي هغه دي ټولنيز درزونه ونلري، په هره ټولنه کي د کار د وېش پر بنسټ يا هم د جنسيت، نسب، ژبي، قوم، مذهب، نژاد… او نورو بېلابېلو لاملونو پر بنسټ ټولنيز درزونه پېداکېږي، خو شونې ده چي ځيني فعاله وي، ځيني په تير وخت کي فعاله وه او اوس غيري فعاله وي او يا هم ځيني په راتلونکي کي فعاله سي. ځيني درزونه په جوړښتي او پلاني ډول رامنځته کېږي او ځيني نور بيا په ناڅاپه او تصادفي بڼه رامنځته کېږي. دبېلګي په توګه د کار وېش په پلاني او جوړښتي ډول رامنځته سوی دی او يا هم د ښځو او نارينه وو ترمنځ توپير، د سن او عمر پر بنسټ توپير او داسي نور په پلاني او جوړښتي ډول رامنځته کېږي.
هغه ټولنيز درزونه چي په سياسي ژوند کي اغېزناکه نه وي هغه په سياسي ټولنپوهنه کي نه لوستل کېږي، د بېلګي په توګه په سنتي او هغو ټولنو کي چي ميرمني د خپلو خاوندانو تابع وي او د دوی ژوند د خپل خاوندانو د ارادو پر بنسټ وي، دا ډول درزونه په سياسي ژوند کي مهم نه ګڼل کېږي، خو په صنعتي او پرمختللو ټولنو کي بيا ميرمني په سياسي او نورو برخو کي خپلواکي ارادې لري چي دا ډول درزونه بيا په سياسي ژوند کي مهم ګڼل کېږي او سياسي ټولنپوهنه هم پاملرنه ورته کوي. د اروپا د پرمختګ په تاريخ کي ښځو په سياسي ژوند کي د ګډون لپاره ډېري هلي ځلي وکړي، ترڅو سياسي حقوق تر لاسه کړي، په پايله کي دوی په سياسي ژوند کي د کار کولو، د رايي ورکولو، نوماند کېدلو او نور بنسټيز حقوق تر لاسه کړه اوس کوم سياسي حقوق چي نارينه لري همغه شان ښځېنه يې هم لري.
هغه درزونه چي د سن او عمر ( د نسلونو ترمنځ د واټن) پر بنسټ رامنځته کېږي، دا هم پر سياسي ژوند باندي اغيزي لري، د بېلګي په توګه په سنتي ټولنو کي دا ډول درزونه کم وي ياني زوی د پلار تابع وي او کشر د مشر تابع ګڼل کېږي نو ځکه نوموړي درزونه فعاله نه وي. خو په صنعتي او هغو ټولنو کي چي د ټولنيزو پراختياوو او بدلونونو څو پړاوونه يې وهلي وي، په هغو کي بيا دا ډول درزونه زيات دي ځکه چي هر فرد د خپلي ارادې پر بنسټ سياسي ژوند کوي، زوی د پلار تابع نه وي او د زوی او د پلار تر منځ فکري او نظري او يا هم نور درزونه شتون لري. معمولاً په هغو ټولنو کي چي د منځني عمر لرونکي خلک زيات وي او يا هم تر منځني عمر لوړ کسان زيات وي، دا ډول ټولني محافظه کاره وي او نه غواړي چي ټولنيزو رواجون، بنسټونو، ډلو او سياسي ژوند ته ژر بدلون ورکړي، دوی پر پخوانيو او تجربه سوو اصولو ډېر ټينګار کوي، پداسي حال کي په هغو ټولنو کي چي د منځني عمر لرونکو کسان شمېر کم وي او يا هم تر دې د کښته شمېر وګړو شمېر زيات وي، په دا ډول ټولنو کي بيا راډيکاليستي آندونه زيات وي، ياني دا ډول ټولني ژر بدلون او پرمختګ غواړي، د تيرو او زړو اصولو پيروي نه کوي او د احساساتي پريکړو پر بنسټ نوي پرمختګونه تجربه کوي.
ځيني ټولنيز درزونه د يوه هيواد د تاريخي سرنوشت حاصل وي، چي بيا د ټولني تاريخي او ناڅاپه تحولات پر نوموړو درزونو اغېز ښېندي، که چيري ټولنيز تحولات په مثبت ډول تر سره سي او د نوموړو درزونو د له منځه وړلو لپاره مبارزه وسي، بيا دا ډول تحولات پر نوموړو درزونو مثبت اغېز کوي او کمزوري کوي يې، خو که چيري برعکس د پياوړتيا لپاره لمن ووهل سي بيا نو منفي اغېز کوي او دا درزونه نور هم پياوړي کېږي. د تاريخي درزونو بېلګي مذهبي، ژبني، نژادي، قومي… يادولای سو. دا ډول درزونه د تاريخ په اوږدو کي د ځانګړو جوړښتي او سازماني پلانونو پر بنسټ رامنځته کېږي.
ځيني ټولنيز درزونه په ډېر پياوړي او شديد ډول رامنځته سي او بيا د خپلي ټولني تر حدودو بهر پر نورو ټولنو باندي هم اغېز کوي، دا ډول درزونه نوي تاريخونه جوړوي او يا هم په تاريخ کي نوي څپرکي پرانيزي، د بېلګي په توګه د دين او دولت د بېلتون درز په اروپا کي سر راپورته کړ او د نړۍ بېلابېلو برخو ته ورسېدل. د دولت او دين ترمنځ د بېلتون لپاره سيکولرستي عقايدو (ګروهو) سر راپورته کړ او لومړی يې په اروپايي ټولنو کي پرمختګ وکړ، وروسته د اسيا، امريکا او افريقا زياتو ټولنو ته هم انتقال سول.
ټولنيز درزونه زياتره وخت پر سياسي ژوند باندي زيات اغېز ښيندي، کله نا کله دا ډول درزونه د سياسي بې ثباتۍ لامل ګرځي. سياسي ژوند د ټولني د روان حالت څخه متاثره دی، هره ټولنه د خپل جوړښت او سازمان پر بنسټ سياسي تګلاري ټاکي، له همدې امله ټولنيز درزونه د سياسي ثبات او بې ثباتۍ دواړو لامل کېدای سي. که چيري زموږ افغاني ټولنه مطالعه کړو، زيات درزونه به تر سترګو سي، دا درزونه ځيني فعاله، ځيني نيمه فعاله او ځيني بيا غيري فعاله دي. په افغاني ټولنه کي زياترو فعالو درزونو ټکرونه او تضادونه هم رامنځته کړي دي، ټولنيزي ډلي يي يو د بل په مقابل کي درولي دي او حتا د دوئ ترمنځ اختلافي سيالۍ هم رواني دي، چي ښه بېلګي يي قومي، ژبني او مذهبي درزونه کېدای سي. په افغاني ټولنه کي په نسبي جوړښت کي زيات درزونه ليدل کېږي، هره قوم، قبېله، طايفه او نوري ډلي پر لويو او کوچنيو باندي ويشل سوي دي، دا وېش حتا په زياتو کوچنيو څانګو کي هم تر سترګو کيږي، چي بيا د همدې وېش پر بنسټ درزونه او اختلافات را پيداکيږي.
د افغاني ټولني د بې ثباتۍ او ولسي يوالي د نه شتون يو لامل دادی چي ټولنيز دروزنه مو فعاله دي او بيا د همدې درزونو له امله ټکرونه او تضادونه را پيداکېږي.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳