د ځنګل سکوت د باران له غټو غټو څاڅکو سره مات شو. د یوې لویې ونې بیخ ته ودریدم چې لوند نه شم. پر ونه سرې کرښې ایستل شوې وې. رنګ یې کم رنګه و، نو داسې ښکاریده چې پخوانۍ نښه ده او ښاروالي به یې ژر ووهي.

د رژیدلو پاڼو بوی راپورته شو. یوه پاڼه مې له مځکې راواخیسته، سورۍ شوې وه، رګونه یې شکیدلي وو.ترې لاندې خزنده ګان وو، هغوی د ونې لور ته روان شول.

د ونې پر ځیږه پوستکي مې لاس وواهه داسې ګونځې ګونځې راته معلوم شو لکه د مخ پوستکی چې زوړ شي. پر ګوته مې پوست لږ راکش کړ، یوه لویه ټوټه رابیله شوه. هلته هم کوخۍ ( خزنده) وې، ژر ژر وخوځیدې او تیرې بیرې سره روانې شوې، لکه چې له رڼا ترهیدلې وې.

د باران له ورو کیدو سره راوخوځیدم. په ځنګل کې مې د ارې غږ په غوږونو کې انګازه وکړه. ونې ته وروګرځیدم، د ونې بیل شوی پوټکی مې راواخیست، خزندګان نه ښکاریدل، پوټکی هم پر ونه نه تکیه کیده.

د ښاروالي کسان مخته راغلل. ارې ورسره وې. ورته ومې ویل:

– په باران کې هم ونې وهئ

یوه مامور راته وویل:

– ولې په لوړ غږ خبرې کوې خو ورو ووایه

– ستاسو غوږونه زما خبرې نه اوري.

پای/ پراګ ۲۰۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *