نن سبا که له یوې خوا د افغانستان د ملي وحدت حکومت له خوا د کابینې اعلان شوی لیست ډېر خبر جوړوونکی دی نو بل لور ته د دغې کابینې په
باب د مشهور جنګسالار او د حامد کرزي د
حکومت د هرات والي او اوبو و بریښنا وزیرمحمد اسماعیل خان دریځ او څرګندوونو هم تر دې په کمه توجه نه ده جلب کړې.
د اسماعیل خان لویه ګیله دا ده چې په نوې کابینه کې چپیانو ته پراخ میدان ورکول شوی او مجاهدین په لوی لاس او پراخه پیمانه څنډې ته څنډ وهل شوي دي.
دلته باید څو ټکو ته سره تم شو:
یو- ده ته لکه چې یوازې ځان مجاهد ایسي، تر دې ها خوا ټول ترپان او سرې مولۍ ښکاري، ځکه څنګه چې دې ځان د واک له دایرې څخه اوټ ویني نو ډاکتر عبدالله- عبدالله، عطامحمد نور او صلاح الدین رباني چې د جمعیت تنظیم سرغنګان دي او رباني خو یې د سیاسي ډلې میراث خور او سرپرست هم دی، تر هر چا ډېرملامت ګني، جهادي رهبران خو یې نه بولي چې نه بولی بلکې د جهادي چوکاټ له مسیره یې هم منحرف ګڼې او استاد محمد محقق او انجینیزمحمد خان خو د کوم باغ مولۍ هم نشي ګڼلای.
دوه- دوی خو د مسلمه امت په سطحه د جهاد او اسلامي اخوت په اخ و ډب کې غونډ افغانستان او پنځه زره کلن باوقاره افغان ولس د تورو خاورو خاګاه کړ نن څنګه یوازې د افغانستان تر غربي حوزې او په هغه کې هم تر هرات ولایت پورې را ګونجیلک شو او په هرات کې هم ډاکتر داوود شاه صبا له هراته لیري یاني حذف ثابتوي.
درې- محترم اسماعیل خان د امریکا په وجود کې افغانستان اشغال نه بولي او د هغه حضور د یو تړون پر اساس قانونمند یادوي، بیا خو افغانستان آزاد دی، په یوه خپلواک او مستقل هيواد کې بیا د جهاد او مجاهد وجودي منطق څه دی؟ هغه هم د یوه زبردست جګړه مار له خولې؟
څلور- که جهاد د خدای په لار کې له سر و ماله تېرېده وي، د څښتن تعالی(ج) د رضا حصول وي او معامله په رشتیا هم فی سبیل الله وي نو بیا خو د یوه مجاهد لپاره باید لوی امتیاز دا وي چې د واک و مقام له دنیایې کثافاتو څخه لیري وساتل شي او د الله تعالی په لاره کې د شوي جهاد عبادت یې د واک و ځواک په انډوخر کې ضایع نه شي مګر اسماعیل خان او ده ته ورته قومندانان خو نه یوازې له سر وماله تېر نه شول بلکې یو لوی ملت یې ځانو ته له سر و ماله فارغ کړ او د دوی سرونه سلامت دي او مالونو ته یې قارون هم ګوته په غاښ دی او دوی لا د نور او نور قدرت ګټلو لپاره له هیڅ ډول پرتو او سپکو سپورو څخه خوله نه را ګرځوي.
لنډه، سپینه او ثابته خبره دا ده، څوک یې مني که نه، دا د زمانې حتمي جبر دی او د نامتو شاعر رحمت شاه سایل په ژبه، جبر نازولی دی چې یوه سترګه به مو خاندي او بله به ژاړي، د زړو خلکو زړې کیسې به د زړې زمانې برخه وي، په باب به یې منصفانه قضاوت د تاریخ دنده وي او د نوې زمانې نوې سیاسي، ټولنیزي، فرهنګي، اقتصادي او فکري چارې به، نوی نسل د اساسي ستراتیژیو پر اساس له نوو علمي دوکتورینو سره سمبالوي.
موږ دې سمبالښت ته ملا تړلي چمتو یو!
ان شاءلله
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳