بوډا بس ته وخوت، سترګې يې ورغړولې، نيمايي څوکۍ ښځو نيولې وې.
پاتې څوکۍ يې تر سترګو تېرې کړې، له سپينو ږېرو پرته يې بل څه ونه لېدل. يو ناڅاپه يې تندی وغوړېد، په ولاړو کسانو کې يې په زحمت لار واېسته. د يوه تنکي ځوان سر ته ودرېد.
بوډا وټوخل
تنکی ځوان غلی ناست و.
د بوډا په زړه کې ور تېره شوه:
_هله نو! پورته، له سپينې ږېرې مې وشرمېږه.
تنکی ځوان هماغسې غلی ناست و.
بوډا دکه ورکړه، هلک ور وکتل، بېرته يې سر وځړېد.
بوډا سوړ اسويلی وايست:
_وخت خراب شو، د مشرانو احترام نه شته. بس! خړې سترګې به يې درته نيولې وي.
په بله څوکۍ کې ناست سپين ږيرې وويل:
_موږ هم ځواني تېره کړه، خو دومره بې حيا نه وو، مشر او کشر مو پېژندل.
له اخيرې څوکۍ زوړ غږ راغی!
_څه يې کوی! پلار يې څه نه دې ورښودلې. ناست دې وي.
بس برېک ونيو، بوډا پر تنکي ځوان ور ړنګ شو، پر ورانه يې کلکه چونډۍ ور ولګوله، بېرته ودرېد.
هلک ور وکتل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې.
بوډا يودم وخندل، ګونځې شونډې يې هوارې شوې، ويې ويل:
_اجبه ده! قلم يې ام په جېب کې ټومبلی، مانا ، سواد هم لرم.
نږدې سپين ږېرو وخندل.
يوه وويل:
_دی به هم معلم ته ناست وي.
ولاړ بوډا په خبره کې ور ولوېد:
_له تاليم سره يې تربيه هم ويلي دي، تربيه خو مو دا ده وليده، دا مو د ماليمينو حال، خدای خبر ، درس به يې څنګه وي.
هلک مړې سترګې ور واړولې.
د بس نګران چيغه کړه!
_هلی نو! کرايه مو را وباسئ!
ولاړ بوډا پنځه ګون ورته ونيو. نګران د تنکي ځوان پر اوږه لاس کېښود، ځوان په بېړه وويل:
_ولې! مور به مې کرايه در کړې وي!
نګران وويل:
_ښه، نو هغه بې پښو هلک ته يې؟
ولاړ بوډا په بېړه ټيټ شو، د هلک پر ورنو لمن پرته وه، د پرتوګ دواړه پايڅې يې غونجې او سره ټولې وې.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳