بدلون

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳

«هم درڅخه مرمه! هم درپسې مرمه!»

                                   متل

د افغانستان اکثریت مسایل همداسې دي چې هم یې خلک غواړي هم یې نه غواړي.

یو وخت به ګورې چې ټول یوې پديدې ته تنده لري، پسې ځغلي او د تر لاسه کېدو لپاره به یې له سر و ماله تېر وي خو بله ورځ چې همدغه ورکه ومومي بیا به یې په باب چېغې وهي، ځنې په منډه به وي؛ مثلاً:

یو وخت مو د مجاهدینو د کامیابۍ لپاره شپه و ورځ په دعاوو زارې وچاودلې، بل وخت مو بیا له همدغې وبا څخه د خلاصون لپاره په پټو سترګو په خورا لویه خوښي سره د طالب لمن ونیوله، پاک جهادیان مو جنګسالاران او په مقابل کې یې طالبان د نجات فرشتې وګڼلې او نن بیا ګورو چې هماغه د رحمت ملایکې د مرګ و غضب استاځي راته ایسي. دا د بې هدفه، وروسته پاته او بې بدلونه ملتو د برخلیک کیسه ده.

نن سبا د دې کیسې تازه په تازه بېلګه د افغانستان د ملي وحدت حکومت د کابینې داستان دی.

نژدې وو چې تحلیلګران مو آسمان له ځمکې ووهي چې خبره تر سلو ورځو واووښته لا کابینه نه وه اعلان شوې؛ چا حکومت سل په سل کې مطلق ناکام وباله، چا د سلو ورځو پر ځای د سلو شپو اصطلاح وکاروله ګواکې دغه د سلو شواروزو زماني واټن یې د افغانستان د تاریخ تر ټولو تور فصل وباله او….

مګر کله چې د جدي پر ۲۲- مه د کابینې لیست اعلان شو نو دا وار بیا نژدې دی چې ځمکه له آسمان سره وجنګول شي؛ څوک وایې دا قومي کابینه ده، ځینې یې ملي بولي، چا ته نه قومي نه ملي ایسي بلکي مصلحتي یې ښیي، نور یې بیا سهامي شرکت غوندې ویش ګڼي، یو نیم ته پکښې مجاهدین ورک ښکاري، څوک و څوک یې هم بې تجربې ثابتوي، یو شمېر یې په اډانه کې د خپل قوم او سیمې یا ولایت د نېستۍ شکایت کوي او….

اوس څوک پر حق دي څوک ناحق؟ ښایي ټول سم وي، ممکن ګرده غلط وي نو د بحث او تحلیل منطقي نتیجه به څه وي؟

داسې بې لیدلوري ولس ته په خپل سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي بستر کې د اساسي بدلون لپاره د ژور، جدي او علمي فکر کولو لویه اړتیا ده.

موږ د خپلې اخلاقي بیارغونې، ټولنیزې بسیاینې او فرهنګي ښېرازۍ لپاره هم تاریخي کلتوري زمېنه لرو او هم مو د نړیوالو نوو تجربو دروازه پر مخ پرته له خنډ و خاره پرانیستې ده، باید د ژغورنې او پرمختګ ستراتېژیکې لارې په نښه کړو، د دې چارې لپاره د افغان پاشلی پوټنشیل راټولول او انسجام ضرور دی او دا کار هم په لوی زغم، کلک تعهد، منطقي فکر او فکري تلاښ سره کېدای شي؛ که دا لوی ملي ماموریت د نوي ژمن نسل په ظرفیت سره رهبري او مدیریت نشي نو خدای مکړه شاوخوا دېرش میلیونه افغان کتله به مو د یو څو بېسوادو، غلو، جګړه مارو، خپلچاروکو او پردیپالو بې شرمو په منګولو کې ترور او تباه وي.

موږ ته د یویشتمې پېړۍ د پیل په شرایطو کې دا ډېره عجبه ایسي چې د کابینې په باب مو اوچت فریاد دا وي چې زما د قوم یا ولایت سړی پکښې نشته، دلته دوه ټکي د تحلیل وړ دي:

یو- موږ د افغانستان واحد وجود او د یو موټي افغان ملت عظمت ته متعهد نه یو؛ یا د بل ولایت او بل قوم کس راته افغان نه ایسي او یا ځان؛ د ګلوبلایزېشن په نړیوال جبر کې دنیا د ډېرو سترو نړیوالو اتحادو خوا ته په حتمي ور ټېل وهلو محکومه ده او موږ لګیا یو، افغانستان پر ولایتي جزیرو ویشو، لوی شرم !

دوه- ډېر ساده یو، دې ته مو هیڅ فکر نه دی چې آیا ولایت او قوم ته مو د خپل ولایت او خپل قوم وګړي ډېر تاوان رسولی که د بل؟

زموږ تجربه خو دا ده چې هر قوم او هر ولایت خپله خاصه بې حیا اقتصادي-سیاسي مافیا لري، که موږ د قوم او سیمې د حق کرږې وهو، یوه ښکاره مانا یې دا ده چې د مافیا بلا ته د لا چاغښت چانس برابروو او په لستوڼي کې ماران روزو.

د هر قوم او هر ولایت اوسېدونکي دې یو وار خپلو ګرېوانو ته سرونه وځړوي او لږ په سړه سینه دې له ځانه وپوښتي چې د دوی قومي مشرانو او ټولنیزو- سیاسي مخکښانو د دوی لپاره څه کړي او د ځانو لپاره څه؟

داسې نه کېږي او موږ پوهېږو چې څنګه کېږي!

د یوه ودان افغانستان لپاره بنسټیز او هراړخیز بدلون په کار دی، که تر دې ها خوا څوک پوهېږي زمو او ټول ملت سره دې خپله پوهه، تجربه او ستراتېژې شریکه کړي.

نور بې هدفه او په ابهام کې اوسېدل ملي خجالت او لا پسماندګې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *