فرهاد داوري

د سياسي مسايلو تحليل موږ ته پېچلي او ګنډل سوي سياسي موضوعات راپېژني، موږ ته دا توان راکوي چي د سياسي مسايلو په پټو او ژورو مخونو باندي وپوهيږو. د دې لاري موږ کولای سو چي د سياسي مسايلو په اړه د هغو تحليلونو او پوهنو په اړه معلومات تر لاسه کړو، چي په اسانۍ په ذهن کي نه کښېني، دا موضوعات داسي روښانه کړو، چي پټ او ګونګ حالتونه يې پاته نسي او په څرګند ډول يې ټولي رېښې و څېړو.

زياتره سياسي مسايل دوه اړخونه لري:

لومړی- ښکاره اړخ:

دا هغه اړخ دی چي تقريباً ټولو وګړو ته ښکاره وي او هغه ورباندي پوهيږي، پدې اړخ باندي د پوهيدلو لپاره ژوره پوهه او سياسي منطق نه دي په کار، بلکي دا اړخ د ټولو وګړو لپاره ښکاره وي او هر فرد ور باندي پوهېدلای سي.

دوهم- پټ اړخ:

دا اړخ د ټولو افرادو لپاره ښکاره نه وي، ياني په عادي پوهي باندي پدې اړخ پوهېدل ناشونی وي، دا اړخ يوازي سياسي تحليل کوونکي او هغه کسان چي ژوره سياسي پوهه او قوي سياسي منطق ولري، روښانه کولای سي. د زياترو سياسي مسايلو مهم اړخ همدغه پټ اړخ دی، د دې اړخ د څرګندولو او ښکاره کولو لپاره ژوره سياسي پوهه او قوي سياسي منطق په کار دي.

د پورته يادونو په پام کي نيولو سره، ويلای سو چي د سياسي مسايلو د تحليل ځواک، په حقيقت کي د سياسي مسئلو په ژورو باندي د پوهيدلو ځواک دی، د دې تکتيکونو او پوهنو په تر لاسه کولو سره، د سياسي جرياناتو ژورو ته د کښته کېدو لاري ښودل کېږي، له همدې امله دا پوهنه په سياست کي اړينه ګڼل کېږي. د دې لپاره چي د سياسي مسايلو د تحليل بحث ته ور داخل سو، نو لومړی بايد پدې اړه تعريفونه او پېژندني وړاندي کړو:

لومړی- تعريفونه

د دې لپاره چي د سياسي مسايلو پر لغوي او اصطلاحي تعريفونو باندي پوه سو، نو اړينه برېښي چي پر (سياسي)، (مسايل) او (تحليل) باندي بېل بېل بحث وکړو، لومړی به سياست او سياسي اصطلاحات وپېژنو:

الف- سياست او سياسي اصطلاحات

سياست ته په انګريزي ژبه کي (Politics) وايې چي د يونانې ژبي د (Polis) څخه اخيستل سوی دی او پوليس په يونانې ژبه کې د ښار مانا ورکوي. د لرغونو يونانيانو له آنده سياست د ښار اړونده پوهه ده . په لرغونې يونان کي هر ښار د دولت بڼه درلوده؛ نوځکه دوی سياست د ښار يا دولت د چارو پوهي ته وايه.

د سياست علم له ډيرو لرغونو زمانو څخه په بېلابېلو ماناوو کارول سوی دی، يو شمېر پوهان سياست د دولت د چارو پوهي ته وايې، ځينې يې هغه پوهه ګڼې چي پربنسټ يې سياسي قدرت لاسته راځي. يانې د سياسي قدرت د لاسته راوړلو اړونده پوهه يې ګڼې.

دوهم- مسئله او مسايل

مسائل د لغت له اړخه د مسئلې جمع ده، چي د موضوع او مشکل يا Problem په ماناوو کارول کېږي. په تحقيق کي عموماً مسئله داسي تعريف کېږي (( د يوه سيستم يا نظام په داخل کي د موجوده وضعيت او مطلوب وضعيت ترمنځ واټن ته مسئله وايې)).

درېيم- تحليل

تحليل د لغت له اړخه د حل کولو او تجزيه کولو په مانا دی، ياني د يوې مسئلي حل کولو او روښانه کولو ته تحليل ويل کېږي. که چيري نوموړې موضوع سياسي وي، د سياسي اصولو او منطق پر بنسټ حل کېږي او که چيري اقتصادي، فرهنګي، مذهبي او يا نور اړخونه ولري، بيا د همغو اصولو پر بنسټ حل او روښانه کېږي.

تحليل د يوې مسئلې پر بېلابېلو اړخونو باندي داسي بحث کول دي چي مطلوبه پايله تر لاسه کړل سي، د يوې مسئلې يو اړخ روښانه کول تحليل نه ګڼل کېږي، بلکي ټول اړين اړخونه د ځواکمنو منطقو او دلايلو پر بنسټ روښانه کول او بيا مطلوبه پايله تر لاسه کول، تحليل ګڼل کېږي. که چيري موږ تحليل يوازي د يوې مسئلې حل کول وبولو، دا به مو د تحليل مفهوم او مانا کوچنۍ کړې وي، په تحليل کي د يوې مسئلې پر حل کولو سر بېره نور څه هم اړين دي. د بېلګي په توګه تحليل کوونکی دمخه تر دې چي د مسئلې پر حل کولو او روښانه کولو کار پيل کړي، لومړی د مسئلې په کشف کولو پيل کوي، مسئله له حقيقي اړخه کشفوي، د مسئلې موضوع، اړخونه، لوبغاړي، د پيل او پای انګيزې او نور څه تر لاسه کوي. تحليل کوونکی هڅه کوي چي هغه حقايق او رازونه چي د خلکو د سترګو څخه پټ وي، هغه کشف کړي او خلکو ته يې روښانه کړي، پدې ډول تحليل کي تحليل کوونکی زياتره کار د حقايقو او رازونو پر کشفولو کوي او د مخه تر دې چي مسئله حل کړي، د نوموړي مسئلې په اړه رازونه او حقايق وايې.

يا هم شونې ده چي تحليل کوونکی د يوې کشف سوي مسئلې سره مخ سي او د نوموړي مسئلې د روښانه کولو او حل کولو لپاره له خپلي پوهي او تخصص څخه ګټه واخلي، تر څو د عامو خلکو پر وړاندي مسئله حل کړي او مطلوبه پايله تر لاسه کړي. په ټوليز ډول د يوې مسئلې ((تحليل کول)) څلور اړخونه لري:

الف: د يوې مسئلې يا پېچلي پېښې په اړه د حقايقو او رازونو کشفول؛

ب: د نوموړي مسئلې يا پېښي په جزئياتو پوهيدل او بيا مخاطبينو ته ساده کول؛

ج: د نوموړي مسئلې يا پېښي عوامل، عناصر، اړخونه، انګيزې او ټول هغه وسايل چي د نوموړي مسئلې په رامنځته کېدو، ترسره کېدو او پايته رسيدو کي يې رول درلودئ.

د: د نوموړي مسئلې په اړه عمومي ليدلوری او پېژندنه مخاطبينو ته لېږدول.

د سياسي مسايلو د تحليل تعريف:

هر تحليل د تحليل کوونکي د پوهي، ليدلوري او معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي. که چيري د تحليل کوونکي د پوهي کچه لوړه وي، د مسئلې په اړه ژور معلومات ولري او لرليد او ژورليد يې زيات وي، بيا نو شونې ده چي تحليل هم قوي او حقيقت ته نېږدي وي. له همدې امله تحليل کوونکی بايد د تحليل د موضوع په ټاکلو کي دقت وکړي او هغه موضوعات چي دده تر توان لاندي وي، تحليل کړي. تحليلونه بېلابېل ډولونه لري لکه سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ژبني، مذهبي، ټولنيز…

اوس موږ د خپل بحث په جريان کي بايد دا روښانه کړو چي د تحليل د ډولونو څخه يوازي سياسي تحليل څه مانا لري؟ ځکه موږ د سياسي تحليل پر محتوا او پېژندني باندي بحث کوو.

سياسي تحليل د تحليل له مهمو ډولونو څخه ګڼل کېږي چي په سياسي پېښو پوري اړوند موضوعات او مسئلې تحليلوي، په سياسي تحليل کي تحليل کوونکی د سياسي اصولو او سياسي منطق پر بنسټ د مسئلې اړخونه روښانه کوي. د سياسي تحليل موخه د هغو پوښتنو ځوابونه په ګوته کول چي ورځنۍ سياسي پېښي يې رامنځته کوي، يا هم هغه سياسي پېښي چي په پخوا وختونو کي رامنځته سوي وي او اغېز يې پر ورځني حالت باندي محسوسيږي، د هغو په اړه اړوند پوښتنو ته ځواب پېداکول دي. په پای کي ويلای سو چي د سياسي تحليل څخه هدف دادی چي د هغو سياسي مسئلو او موضوعاتو په اړه حقايق او رازونه کشف کړي چي د ورځني ژوند سره تړاو ولري، دا مسئلې که په روان سياست کي شاملي وي او يا هم په تېر وخت کي رامنځته سوي وي. نور بيا…

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *