د انکشافي دولت اصطلاح د نړیوال سیاسي اقتصاد پوهانو د شلمې پېړۍ په ورستیو کې د ختیځې آسیا د دولتونو له لورې د کنترول شویو سترو اقتصادي پلانونو لپاره کاروله.
انکشافي دولت د یوه هیواد د وګړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د هغه هیواد د سرچینو په کارولو کې اغیزناک رول لري .
یو انکشافي دولت د انډولیز اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره پوره کار کوي او د یوه هیواد سرچینې او دولتي اغېز د غربت د له منځه وړلو او اقتصادي فرصتونو د پراخولو لپاره په موثره توګه کاروي.
د ختيځې او جنوب ختيځې آسیا هیوادونو په تېرو څو لسیزو کې د اقتصادي ودې لپاره د دې موډل څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړې ده، چې له دې جملې څخه جاپان، سهیلي کوریا، چین، سینګاپور، هند، تایلنډ، ویټنام، مالیزیا، پیلیپن او اندونیزیا په ډیره لوړه او مناسبه کچه وده کړې ده. داسې اټکل کیږي چې د صنعتي انقلاب له پیل څخه د انګلستان اقتصاد د ۶۰ او د متحده ایالاتو اقتصاد د ۵۰ کالو په ترڅ کې دوه چنده شو. خو د ختیځې او سهیل ختیځې آسیا اکثرو هیوادونو د (۱۰) کالو په اوږدو کې دغه لاره ووهله او خپل اقتصاد یې دوه چنده کړ.
د یادونې وړ یې بولم چي په یادو آسیايي هیوادونو کې نه یوازې دا چې شتمن خلک نورهم شتمن کیږي، بلکې د بیوزلو خلکو کچه هم ډېره راکښته شوې ده. د بیلګې په توګه، د یوې څیړنې له مخې په تایلنډ کې بیوزلي په ډراماټیکه توګه رالوېدلې ده، د اڅیړنه په ۱۹۶۰ م کال کې د بیوزلۍ کچه ۶۰ سلنه او په ۲۰۰۴ کې زیاتې څیړنې د دې هیواد د بیوزلۍ کچه د ۱۳ څخه تر ۱۵ فیصده ښيي. د نړیوال بانک د ارقامو پر اساس تایلنډ د بیوزلۍ د له منځه وړلو ښه ریکارډ لري.
د انکشافي دولت لپاره په عمومي ډول بشپړ تعریف نه تر سترګو کیږي، عالمان دا مفهوم ډول ډول تعرفوي. ليفتویچ (Leftish) وایي چې دا د عصري کولو (Modernization)، صنعتي کولوIndustrialization))او سیاسي کړنو له لارې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د رسیدلو لاره ده. سټبس (Stubbs) بیا انکشافي دولت په بل ډول راپېژني ، دی وایي چې انکشافي دولت یو عامه اصطلاح ده چې د اقتصادي ودې د اداره کولو لپاره دولت د بازار پر قواو(Market Forces) باندې د تکیې کولو پرځای په اقتصادي جریانونو کې فعاله ونډه کوي.
د کاپټالیزم په دې موډل کې چې ځینې وختونه د دولت د پرمختیا کاپټالیزم هم ورته وايي ، دولت پر اقتصاد باندې زیات خپلواک او سیاسي اغېزلري.
انکشافي دولت په مقرراتو او پلان جوړولو کې د مداخلې او اغیز پیاوړتیا لري. چالمرز جانسن (Chalmers Johnson)لومړی شخص و چې د انکشافي دولت مفکورې ته یې د نورو پام را واړوی. جانسن انکشافي دولت د داسې دولت په توګه تعریفوي چې پر اقتصادي پرمختیا باندې تمرکز کوي او د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره لازمې تګلارې او وسایل په کار اچوي.
نوموړی استدلال کوي چې د جاپان اقتصادي پرمختیا تر ډېره ځایه د جاپان د بیروکراتانو په ځانګړې توګه د جاپان د نړیوالې سوداګرۍ او صنعت وزارت(MITI) د بیروکراتانو د ښه لیدلوري او قضاوت نتیجه وه، ده د جاپان د نړیوالې سوداګرۍ او صنعت وزارت او د جاپان اقتصاد یوه معجزه وبلله او پر دې موضوع یې کتاب ولیکی.
د انکشافي دولت د بریالیتوب فکتورونه
انکشافي دولت د اقتصادي ودې، سیاسي ارادې، بنیادي جوړښتونو او پرمختیايي موخو د لاسته راوړلو خاصیتونه لري، انکشافي دولتونه روښانه او ښه تعریف شوي اهداف، مشرتابه او ملي پلانونه لري. ليفتویچ (Leftish) د انکشافي دولت د راپورته کېدو او پیاوړتیا لپاره ۶ اساسي فکتورونه داسې بیانوي:
- اقتصادي پرمختیا ته متعهد نخبه ګان: ټوله انکشافي دولتونه په نسبي توګه د داسې مشرانو له لورې رهبري کیږي چې په نسبي توګه په فساد ککړ نه وي، لیدلوری ولري او په واقعي توګه د چټکې اقتصادي ودې لپاره اراده ولري .
- انکشافي دولتونه د پیاوړو، مسلکي، لایقو او له بهرني اغېز څخه خلاصو بیروکراتانو له لورې اداره کیږي .
- انکشافي دولت په داسې حالت کې راڅرګندیږي چې د مدني ټولنې حضور ضعیف، بې ارزښته او ټیټ وي .
- انکشافي دولتونه د داخلي اوبهرنیو خصوصي اقتصادي ګټو د موثر مدیریت په صورت کې راڅرګندیږي. لکه د جاپان د نړیوالې سوداګرۍ او صنعت وزارت، د سهیلي کوریا او سینګاپور د اقتصادي پلان جوړولو کومیټې.
- دغو دولتونو د فشار او کمزورو بشري حقونو د ساتنې یو خراب ریکارډ درلودی.
- د حکومت کولو لپاره د سیاسي نخبه ګانو مشروعیت په کلکه توګه د دولت د اجراتو په توانایي پورې تړلی دی . نور بيا…
-
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳