هلمند د هېواد د ولايتونو په کچه تر ټولو لوی ولايت دی چي د ټول افغانستان لسمه برخه جوړوي. هلمند پوهنتون په ۱۳۸۶ هجري لمريز کال کي د هلمند ولايت د ولسونو او مشرانو په غوښتنه د وخت د ريس جمهور حامد کرزي لخوا منظور اوپه ۱۳۸۷هجري شمسي کال کي يې عملا د کرهڼي پوهنځي په پرانيستلو سره په فعاليت پيل وکړ.

په لومړي کال کي د زراعت پوهنځي د محصلانو شمېر (۴۵) تنو ته رسېده چي (۹) تنو استادانو يې د تدريس چاري پر مخ بېولې. اوس په ياد پوهنتون کي څلور فعاله پوهنځي لکه زراعت پوهنځی، د تعليم او تربيې پوهنځی، انجينری پوهنځی او د وترنری پوهنځی لري چي د افغانستان د هرولايت څخه محصلان ورته راغلي او په (۹) ډيپارټمنټونو کي په زده کړو بوخت دي. د يادوني وړ ده چي هلمند پوهنتون يو کتابتون د شاوخوا (۳۰۰۰) جلده کتابونو په لرلو او د درو رشتو کيميا، فزيک او بيولوژي لپاره لابراتوار هم لري چي محصلان د ضرورت په وخت کي د نظري زده کړو ترڅنګ عملي ځيني زده کړي هم کوي.

مجموعا د هلمند پوهنتون تدريسي او علمي چاري د (۶۸) تنه مجربو او مسلکي استادانو په وسيله پر مخ بيول کيږي. ياد پوهنتون علمي معاونت، اداري معاونت، د محصلانو او استادانو مديريت، د بشري منابعو مديريت، اجرائيه مديريت او څلور تدريسي مديريتونه لري چي د پوهنتون ټولي چاري په منظم ډول پرمخ بيايي.

زراعت پوهنځی

لکه څنګه چي مخکي يادونه وسوه د زراعت پوهنځی په ۱۳۸۷هجري شمسي کال کي تاسيس سو فعلا درې څانګي لکه: اګرانومي، هارټيکلچر او اقتصاد ډيپارټمنټونه لري. د کرهڼځي پوهنځي محصلان په څلورو ټولګيو کي خپلي زده کړي سرته رسوي چي د هر صنف د محصلانو شمېر يې په لاندي ډول دی:

لومړی تولګی ۱۳۳تنه محصلان

دوهم ټولګی ۱۰۷تنه محصلان

درېم ټولګی اګرانومي څانګه ۵۳ تنه محصلان

څلورم ټولګی اګرانومي څانګه ۵۵تنه محصلان

درېم ټولګی هارټيکلچر څانګه ۵۲تنه محصلان

څلورم ټولګی هارټيکلچر ۵۹تنه محصلان

درېم ټولګی اقتصاد څانګه ۴۳ تنه محصلان

څلورم ټولګی اقتصاد څانګه ۳۶ تنه محصلان

د زراعت په پوهنځي کي تدريسي چاري د ۲۴ تنو استادانو لخوا پرمخ بيول کيږي. پاته دي نه وي چي ددې پوهنځي ۴ تنه استادان د ماسټری لپاره په بهرنيو هېوادونو کي په زده کړو بوخت دي. د زراعت پوهنځي درسي نصاب د لوړو زده کړو وزارت د معيار او نورم مطابق په کريډيټ سيستم عيار او تدريس کيږي.

زراعت پوهنځی د تاسيس د کال څخه بيا تر ۱۳۹۳ هجري شمسي کال پوري درې دورې فارغان ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي کړي دي چي نومړو تر فراغت وروسته عملا د هېواد د زرعت په ترقی او پرمختګ کي برخه اخيستې ده.

د تعليم او تربيې پوهنځی

د ښووني او روزني پوهنځی په ۱۳۸۸هجري شمسي کال کي د (۶) ډيپارټمنټونو لکه کيميا، رياضي، فزيک، پښتو، انګليسي او بيولوژي څانګي په شمول د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظور سوه چي په ۱۳۸۹ هجري شمسي کال کي يې ټولي علمي، تدريسي او اداري چاري د کيميا څانګي په شروع کېدو سره شروع سوې.

د تعليم او تربيې پوهنځی اوسمهال څلور فعالي څانګي لکه کيميا، رياضي، پښتو او فزيک ډيپارټمنټونو په درلودلو سره (۱۶) فعاله ټولګی لري چي مجموعا(۸۲۶) تنه محصلان لري چي له دې جملې څخه (۱۵) تنه يې اناث او (۸۱۱) تنه يې ذکور محصلان دي او د (۲۶) تنه مجربو استادانو لخوا ورته تدريس کيږي. د يادوني وړ ده چي د تعليم او تربيې (۷) تنه استادان بيلابيلو خارجي هيوادونو ته د ماسټری دپاره تللي دي. همدارنګه د ۱۳۹۴هجري شمسي کال دپاره د دو نوو ډيپارټمنټونو لکه روانشناسي او اسلامي ثقافت څانګو پېشنهاد مو د رياست مقام ته کړی دی چي د پوهنتون د علمي شورای تر تائيد وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته يې پېشنهاد کړی.

د تعليم او تربيې پوهنځی په خپل تشکيل کي کتابخانه او بيلابيلي کمېټې لري چي ددې پوهنځي د چارو په تر سره کولو کي مثبت تمام سوي.

د انجينری پوهنځی

د انجينری پوهنځی په (۱۳۹۰) هجري شمسي کال کي د دوو څانګو لکه سيول او اوبو لګونه(آبياري) څانګو په درلودلو سره منظور او په (۱۳۹۱) هجري شمسي کال کي يې عملا خپل علمي، اداري او تدريسي چاري پيل کړي چي اوس مهال يوازي سيول څانګه فعاله ده.

اول ټولګی ۱۳۲ تنه محصلان

دوهم تولګی۶۳ تنه محصلان

درېم ټولګی۴۶ تنه محصلان

چي د انجينری پوهنځی مجموعا (۱۴۹) تنه محصلان د (۱۵) تنو مجربو استادانو لخوا روزل کيږي. د يادوني وړ ده چي د پورته (۱۵) تنه ذکر سويو استادانو له ډلي څخه (۳) تنه د ماسټری او يو تن په ترکيې هېواد کي د دکتورا په کچه په زده کړو بوخت دي.

د وترنری پوهنځی

د وترنری پوهنځی د هلمند پوهنتون په تشکيل کي په (۱۳۹۲) هجري شمسي کال کي تاسيس سوی دی چي اوس مهال (۱۲۷) تنه محصلان لري او په دوو صنفونو کي د دوو تنو مسلکي استادانو لخوا د کلينيک په ډيپارټمنټ کي تدريس ورته کيږي.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *