دهندپه ازادۍ کې د خان غفار خان، ګاندي لعل نهرو او نورو ازادي غوښتونکو په څنګ کي که اولسي مالي ملاتړ کوونکي نه وای نود هند ازادي به څه ستونزمه وای ، په هيواد او بيا په هلمند کې شتمن ډير سته خو پيسې يې په ميلو او چړچو لګيږي چې دې مصارفو يې وطن ته خو ګټه نه ده رسولې خو تاوان يې لا دا دی چې له بهر نه راوړل کيدونکي ګران بيه توکي بې رحمه مصرفوي چې په ټوله کې دامصرفيدونکي توکي له هيواده پيسې باسي، خو ددې شتمنو نه بيخي بېل يو اولسي زلمی تجار، چې وخت ناوخته اولسي چارې تر سره کوي په روغو لارو پر ځای پیسې لګوي تر سترګو کيږي دا زلمی چي ارامه طبعه ،نرم مزاج خو دقيق او قاطع خوی سره لنډې او په موضوع پوري تړلې خبرې کوونکی افغان انسان دی هارون نوميږي
هارون پوپل چي دحاجي سيف الله خان زوی دی ۲۵ کاله وړاندې په ۱۹۸۹ زيږديز کال دفبرورۍ دمياشتې په ۴ نيټه زيږيدلی دی . دپوپل زده کړي له جوماته راپيل سوي په لږ وخت کې يې دقرائت بګړۍ تړلې کله چې د طالبانو له دورې وروسته دښوونځيو تړلې دروازې پرانستل سوې په کال ۱۳۸۰ لمريز کې ښوونځي ته روان سو.
په پوره شوق او ليوالتيا يې زده کړه وکړه اوپه ۱۳۸۸ لمريز کال په لښکرګاه ښار کې دشهيدانجينر عبدالمتين عالي ليسې نه فارغ سو په ښوونځي کې يې له رياضياتو اوساینسې مضامينو سره ډيره مينه وه نو ځکه يې دلوړو زده کړو په برخه کې انجينري وټاکله چي دم ګړی په همدې پوهنځۍ کې په لوست لګيا دی پوپل دزده کړو تر څنګ ساختماني يا جوړښتیز شرکت هم لري چي په سيمه او ټول هيواد کې يې لسګونه پروژې عملي کړي دي له دې سره سره دهيواد درسمي ژبو تر څنګ په انګريزي هم رواني خبرې کولای سي ، پوپل اته کاله وړاندې واده کړی چي اوس يوه لور او يو زوی لري دا چي ده دمرستې کولو شوق درولود نو دمرستې کولو ډګر ته راووت ، له فوټبال سره دځانګړې مينې له مخې هارون پوپل منتخبه لوبډله جوړه کړه چي په وارو وارو يې داتلولۍ کپونه ترلاسه کړل له دې سره سره دزون په کچه دروشن غوره ليګ په چوکاټ کې دميوند اتلانو دټيم ريس هم وټاکل سو، ددې تر څنګ دفرهنګي چارو سره دعلاقې له مخې يې ګڼ مهم کتابونه چاپ کړل چې په دې ډول يې دزمانې دکتاب په پاڼو ځان دتل لپاره سريښ کړ ، دا چې په علمې او فرهنګي چارو يې لاهم تنده نه ده ماته سوې ، دنويو کتابونو دچاپونې تابيا يې هم وکړې او تر ټولو لوی او همېشنی کار يې دا دی چې اوس اوس يې دکامل انستيتيوت جوړولو لپاره نږدې ټولې چارې بشپړي کړي او په لنډو کې به دهلمند په زړه لښکرګاه کې يو بل علمي روزنځای سر راپورته کړي ، خو په ټوله کې يې دافغان انسان سره په مرسته کې سپما نه ده کړې.
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳