د پولیسو د ځانګړې قطعې د خاصو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه وسلوال مخالفین د څلور میله وسلو سره یو ځای ونیول شول.
د اپراتیفي معلوماتو او خاص راپور پر اساس د لغمان د امنیې قوماندانۍ د پولیسو ځانګړې قطعې د مهترلام الینګار تر منځ د غځیدلې لارې په اوږدو کې د بي بي هاجرې په سیمه کې د خاصو عملیاتو په ترڅ کې چې نن د څلور بجو په شا و خوا کې تر سره شول څلور تنه وسلوال مخالفین د څلور میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
دغه مخالف وسلوال چې په یو کور کې پټ شوي ول پرته له کومې نښتې د یادې قطعې له لوري نیول شوي دي.
د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د لغمان د امنیې قوماندانۍ د پولیسو د ځانګړې قطعې دغه پر وخت اقدام ستايي او تر څنګ یې ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کوي چې د دښمن هر ډول شوم پلان باید همداسې پر وخت له مینځه یوړل شي.