د خوست ښآر غرب لوري ته دخوست –ګردېز عمومي سړک ته څېرمه د سرې ميآشتې ريآست لخوآ د مېوې آو سبزۍ مآرکېټ جوړ آو د يو لړ ځآنګړو مرآسمو په ترڅ کې ګټې آخېستنې ته وسپآرل شو.
هغه مرآسم چې د يآد مآرکېټ د پر آنېستې په موخه جوړ شوي وو، په کې دخوست سرپرست وآلي عبدآلجبآرنعيمي،د ملي يووآلي حکومت د آجرآيه ريآست سلآکآرغآزي نوآز تڼي،د سرې ميآشتې ريس محمدقآسم تڼي،د ملي آمنيت ريس جنرآل محمدحسن شهيدزوى، د بېلآبېلو ملکي آدآرو مسوولينو، ديني عآلمآنو، مخورو مشرآنو آو ګڼ شمېر سودآګرو برخه آخېستي وه.
د سرې ميآشتې ريس محمدقآسم تڼي وويل چې يآد مآرکېټ يې د دغه ريآست په شپږ جريبه ځمکه کې په پآخه آو آسآسي ډول جوړ کړ ى دى، چې دځمکنيو خونو ترڅنګ دمګړۍ (٧٥)پنځه آويآ دوکآنونه لري، چې سآختمآني چآرې يې د آوو ميآشتو په موده کې د (٢٢)دوه ويشت مليونه آفغآنيو په لګښت بشپړې شوې، چې مالي لګښت يې د دوکآندآرآنو آو سودآګرو لخوا ورکړل شوى دى.
قآسم تڼي زيآتوله، چې پدې مآرکېټ کې دهردوکآن لپآره د ميآشتې (٤٠٠٠)څلورزره آفغآنۍ کرآيه تعين شوي، چې د تعرفې په وآسطه به رسمآً د سرې ميآشتې عوآيدو ته آنتقآليږي.
د ه دآ هم وويل چې سره ميآشت به هېڅ وخت څوک دې ته ونه هڅوي، چې له نورو مآرکېټونو آو منډيو ګآنو څخه خپل دوکآنونه د سرې ميآشتې مآرکېټ ته آنتقآل کړي، بلکې هرڅوک کولى شي، چې دخپلې خوښې په مآرکېټ کې په دآوطلب ډول کآروبآر وکړي.
دخوست سرپرست وآلي عبدآلجبآرنعيمي په خپلو خبرو کې د ټولو پرمختګونو لپآره ډآډمن آمنيت خورآ مهم وبآله ، چې دده په وينآ پرته له آمنيت څخه سودآګري، بيآرغونه،معآرف،روغتيآ آو ټولنيزپرمختګ نآشونى دى.
ده وويل په خوست کې د آفغآن وسله وآلو ملي آمنيتي ځوآکونو ، ملکي مامورينو،ديني علماوو او مخورو مشرانو د ګډې همکارۍ په پايله کې امنيتي وضعيت په بشپړ ډول ترکنټرول لاندې دى او پدې برخه کې د پام وړ قربانۍ ورکړل شوي دي.
نوموړي زياتوله، چې د ډاډمن امنيت ، ټينګې همغږۍ،اساسي بيارغونې،ولسي يووالي او غوره حکومتدارۍ په ډګر کې زيات تلاش ترسره شوى، چې له نېکه مرغه خوست ولايت يې د ډېرو مثبتو بدلونونو څخه برخمن کړى دى.
سرپرست والي د سرې مياشتې رياست لخوا د مېوو او سبزيو د مارکېټ په جوړولو خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښوده، چې ددې مارکېټ له عوايدو به دهغه بې وزله ماشومانو په درملنه کې چې د زړه له ناروغيو سره مخامخ دي، اغېزمنه ګټه پورته شي.
نعيمي د اړمنو کورنيو په ځانګړي توګه د زړه په ناروغيو د اخته ماشومانه سره د سرې مياشتې اساسي مرستې وستايلې ، په ټولو خلکو يې غږ وکړ ، چې ددې رياست سره دخپل توان مطابق مالي مرستې وکړي، ترڅو يتيمان او د زړه په ناروغيو اخته ماشومان پرې تداوي شي.))کلېپ((
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په خوست کې ترسره شويو او روانو پرمختګونو ته هم اشاره وکړه چې د ولايتي ادارې په زياتو هلو ځلو سره رامنځته شوي دي.ويې وويل په خوست کې لا هم ځينې خلک شته، چې د يوې او بلې لارې تنکي ځوانان په احساساتو راولي، ترڅو پدې ولايت کې روان پرمختګونه د عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخېستنې په ناوړه تبليغاتو سره ټکني کړي.ده دا ډول کړنې د هېواد او افغان ولس سره ستره جفا وبلله .نوموړي د غونډې برخوالو ته د زېري په توګه وويل چې په لنډ وخت کې به په مخابراتي ډګر کې نوي پرمختګونه منځته راشي، چې د هغې پربنسټ به (3G) انټرنېټ هم فعال او ځوانان به وکولى شي، چې د نورو ورځېنيو ستونزو د هواري ترڅنګ دخپلو علمي معلوماتو د بډاينې په برخه کې اساسي ګټه پورته کړي. له برخوالو يې وغوښتل چې د هغو ځوانانو د اصلاح لپاره چې د عصري ټکنالوژۍ څخه په ناپوهۍ کې د تخريب کار اخلي،اغېزمن رول ولوبوي او دې ته يې تشويق کړي، چې خپل قېمتي وخت پدې عادي مسايلو ضايع نه کړي.
سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په دولتي مامورينو،ديني علماءاکرامو،مخورو مشرانو او مدني فعالينوغږ وکړ چې د ځان جوړونې پرځاى دې د هېوادجوړونې او ملت جوړونې لپاره ګډ کار وکړي او پد ې برخه کې دې د برياليتوب په خاطر کلک يو موټى واوسي.
په قومونو او قبايلو چارو کې دملي يووالي حکومت د اجرايه ريس سلاکار غازي نواز تڼي په خوست کې د امنيت ،ښوونې او روزنې،بيارغونې،قومي يووالي او ټينګې همغږۍ په برخه کې ترسره شوي کارونه په غوره مديريت پورې تړلي وبلل ، غوښتنه يې وکړه، چې په يادو برخو کې ترسره شوي پرمختګونه دې ولس او محلي حکومت په مشترکه توګه وساتي.
نوموړ ي د سرې مياشتې رياست لخوا د مېوې او سبزۍ لپاره د جوړ شوي مارکېټ ستاينه وکړه، دا يې د ښار په چاپېريال او د سوداګريزو چارو په پراختيا کې مهم ګام ياد کړ.
د سلاکار وزيرغازي نوازتڼي په خبره په خوست کې د مېوو او سبزيو د خرڅلاو لپاره ډېره ضروري وه، چې د دې کاروبارلپاره عصري مارکېت جوړ شي، ترڅو دخوست خلک د هغو ستونزو څخه خلاص شي، چې د بارانونو پروخت ورسره مخامخ وي، په همدې اساس يې د سرې مياشتې ادارې څخه مننه وکړه، چې د نورو خيريه پروګرامونو ترڅنګ يې دعصري مارکېټ په جوړولو کې هم پرځاى اقدام وکړ.
نوموړي دا هم وويل چې دخپلې دندې په چوکاټ کې به همېش هڅه وکړي، چې دخوست د ولايتي ادارې،قومونو او مدني بنسټونو ټولې هغه اساسي غوښتنې چې په مرکز کابل پورې تړاو ولري،په دوامداره توګه تعقيب کړي،ترڅو هره غوښتنه د مشترک کار په پايله کې سرته ورسيږي.
ورپسې د مجاهدينو د ملي ، اسلامي جهادي شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ او د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد خبرې وکړ ې.دوى د سرې مياشتې رياست لخوا د مېوو او سبزيو لپاره د عصري مارکېټ په جوړولو خوښي وښوده.
دوى وويل د مارکېټونو په جوړولو سره له يوه طرفه سوداګريزې چارې پر اختيا مومي او له بلې خوا خلکو ته د حلالې نفقې د لاسته راوړلو زمينه مساعديږي، په همدې اساس يې د سرې مياشتې مسوولينو ته وړانديز وکړ، چې دوکانونه دې لومړئ هغو کسانو ته ورکړي، چې بې وزله وي، ترڅو د همدې لارې خپلو اولادونو ته حلاله ډوډۍ لاسته راوړي.
د مجاهدينو د ملي ، اسلامي جهادي شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ او د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد د سرې مياشتې له ادارې څخه وغوښتل چې د مارکېټ پاکوالي او نظم ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو د سرې مياشتې رياست لخوا جوړ شوى مارکېټ د نورو لپاره د زده کړې نمونه شي.
وروسته دخوست سرپرست وآلي عبدآلجبآرنعيمي،د ملي يووآلي حکومت د آجرآيه ريآست سلآکآرغآزي نوآز تڼي،د سرې ميآشتې ريس محمدقآسم تڼي،د ملي آمنيت ريس جنرآل محمدحسن شهيدزوى، د بېلآبېلو ملکي آدآرو مسوولينو، ديني عآلمآنو، مخورو مشرآنو آو ګڼ شمېر سودآګرو د مېوو او سبزيو لپاره جوړ شوى مارکېت د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپاره.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
١٦-١٢-١٣٩٣ شنبه