تاند- د جوزجان ولایت د محبس بندیانو نن د بلوا په ترڅ کې درې پولیس برمته کړل چې دوه یې ووژل او درېم ته یې اور واچاوه.
چارواکي وايي چې د بلوا د غلي کولو په لړ کې ۲۰ تنه ژوبل شول.
د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، په داسي حال کې چې پولیسو د شبرغان په محبس کې د چاړو، موبایلونو او نورو وسایلو په خاطر د بندیانو تلاشي اخیسته، بندیانو پر پولیسو حمله وکړه.
ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«دوی لومړی پولیس یرغمل کړل، وروسته یې دوه تنه ووژل او د بدن غړي یې ورڅخه غوڅ کړل. بندیانو درېم یرغمل کړی پولیس ژوندی وسوځاوه. هغه په داسي حال کې روغتون ته ورسول شو چې په سلو کې ۷۵ سوځېدلی او اوس یې حال نازک دی.»
ښاغلي جوزجاني دا هم وویل چې د خپلو برمته همکارانو د خلاصون په عملیاتو کې ۵ پولیس ژوبل شول.
د جوزجان د امنیه قومندان په وینا په اخوډب کې ۱ بندي وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ده وویل چې بندیانو هڅه کوله چې وتښتي خو مخه یې ونیول شوه.
د جوزجان د ولایتي شورا ريیس عبدالحي حیات پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د ولایتي شورا د غړیو او د سیمې د سپین ږیرو په منځګړتوب بلوا غلې شوه.
د ده په وینا اوس په محبس کې حالات کرار دي خو بندیانو اعتصاب کړی دی.
د شبرغان په محبس کې شاوخوا ۸۰۰ تنه بندیان دي. د هغوی په منځ کې غله، قاتلان او طالبان شامل دي.
هر هغه کس چه پولیس ژوندی سوزولی هغه باید همدا ننه شپه عدام شی، او نورو کسانو چه بلوا کریده باید دیر سخت جزا ورکول شی تر سو دنور لچکانو ته دعبرت درس شی.مننه