د تیرې شنبې په ورځ د ۱۳۹۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۶مه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې کلیوال ادبي ملګري ټولنې دوه ویشتمه اوونیزه غونډه وکړه، غونډه کې چې لیکوالانو، شاعرانو، زده کړیالانو او زده کوونکو ګډون کړی و، د بلې هرې غونډې په څېر ښاغلي اجمل بلهار د قرآنکریم په تلاوت پرانیسته.
د قرآنکریم له تلاوت وروسته ځوان لیکوال علیم خان احمدي د تیرې ناستې راپور ولوست.
نبي الله پیرخېل وویل، چې راپور ښه و، خو راپور باید پرېنټ او د پاڼې له مخې ولوستل شي، د نوموړې په خبره دا به د راپور له لوستونکي سره مرسته وکړي چې راپور په ویلو کې له خنډ سره مخ نه شي. د پیرخېل په خبره د مبایل د سکرین له مخې راپور سم نه لوستل کېږي.
ښاغلي توریالي جلالزي هم په همدې ټکې ټینګار وکړ. ده وویل راپور لیکنه تر پخوا معیاري شوې، خو لا هم ځینې نیمګړتیاوې شته چې باید سمې یې کړو. د توریالي په خبره لا هم زموږ راپور لیکونکي د غونډې د مهمو ټکو د یاداشت لپاره کتابچه نه لري.
په راپور له کره کتنې وروسته ښاغلی خلیل الرحمن جلالزی دریز ته راغی او د غزني پوهنتون د پښتو ژبې او ادب د څانګې د استاد پوهیالي مصطفی صفا ژباړل شوی کتاب (لطفاً مه ساده کېږه!) یې معرفي کړ.
د جلالزي په وینا له کتاب څخه چې کوم برداشت ده اخیستی (لطفاً مه ساده کېږه!) کتاب علمي او د شخصیت جوړونې په برخه کې ارزښتناک اثر دی.
د نوموړي په وینا یاد کتاب په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د ۱۶۱ مخونو په حجم ګودر خپرندویې ټولنې چاپ کړی.
ده وویل: دا کتاب د ځان جوړونې په تړاو ښایسته بحثونه لري او د زمان ارزښت یې له څو اړخونو ډېر ښه را اخیستی.
د جلالزي په ټکو په لطفاً مه ساده کېږئ کتاب کې د انسان هغه ټولې پوښتنې ځواب کېږي چې دی کړوي او رنج ترې وړي.
ښاغلي خلیل الرحمن جلالزي په کتاب کې په راغلو ټولو موضوعاتو ځغلنده کتنه وکړه او د ناستې ګډونوالو ته یې د دې کتاب د لوستلو توصیه وکړه.
د لطفاً مه ساده کېږئ کتاب فارسي نوم (ګوسفند مه باش) دی.
وروسته د ناستې ګډون والو له خلیل الرحمن جلالزي څخه د موضوع اړوند پوښتنې وکړې.
ورپسې له اجنډا سره سم قاضي محمد امین رفیقي د مسلمان ځوانانو دیني مسوولیتونه توضیح کړل.
ښاغلي رفیقي وویل په ټولنه کې د مسلمان په حیث د یوه ځوان مسوولیتونه ډېر درانده او هر مسلمان ځوان مکلف دی چې د ټولنې په سمون او د دین په ښه روښانتیا او د دیني مسایلو په رسولو کې له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي.
د ده په خبره د امام زرقاوي علیه رحمه علیه په وینا مسلمان ځوانان د دین اړوند څلور مسوولیتونه لري:
۱. لومړی دا چې دین زده کړي او په دین ځان وپوهوي.
۲. دویم دا چې یوازې د دین په زده کولو اکتفا ونکړي، په دین عمل وکړي.
۳. درېیم دا چې دین نورو ته ورسوي.
۴. له یوه او بل سره د دین په رسولو کې مرسته وکړي.
د غونډې له منځ څخه انجنیر خالد پوښتنه وکړه چې ولې ډېر تاکید په ځوان شوی.
قاضي امین رفیقي وویل: ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، ځوان پور انرژي وي او ځوان کولای شي چې د دین اړوند مسایلو کې تر سپین ږیري او عمر خوړلو کسانو ډېرې هڅې وکړي.
د قاضي محمد امین په خبره زموږ د اوسنیو روانو ناخوالو او بدبخیتو یوازینۍ دلیل همدا دی چې په دین پوره پوه شوې نه یوو او دا زموږ ناغېړي ده چې له دین څخه ناوړه ګټه اخلو او ترې غلته استفاده کوو.
د ده په خبره اسلام یوازینی دین دی چې جامع او د ټولنې هر اړخ ته په کې اصول شتون لري. قاضي امین په خبره که مسلمانان د اسلام له اصولو څخه سرغړونه ونکړي روانې ټولې ناخوالې به پای ته ورسېږي.
وروسته د غونډې ګډون والو د موضوع اړوند له ښاغلي رفیقي څخه پوښتنې وکړې او د اسلام مبارک دین په اړه ازاد بحث وشو.
له قاضي امین څخه وروسته ځینې شاعرانو خپل شعرونه واورول.
ورپسې حبیب الرحمن تاثیر له غزني د خپرېدونکي نوې میاشتنۍ مجلې (پيغام) په اړه ګډون والو ته مالومات ورکړل.
ښاغلي تاثیر وویل: پیغام به ستاسې پیغام وي او له غږ سره به څنګ په څنګ د غزني د ولس غږ تر چارواکو ورسوي او د ستونزو په حل کې به خپله ټوله هڅه وکړي.
د حبیب الرحمن تاثیر په وینا په پیغام میاشتنۍ خپرونه کې به د دین، کلتور، سیاست، ادب، اروا پوهنې، اقتصاد او… اړوند لیکنې خپرېږي.
د ښاغلي تاثیر په وینا د یادې مجلې لومړۍ ګڼه به په څو ورځو کې د لس زره په شمېر له چاپ څخه را ووځي.
وروسته جمیل وقار هم د کلیوال ادبي ملګري ټولنې په وروستیو فعالیتونو لیږ څه رڼا واچوله او په تیره اوونۍ کې د ترسره شویو کارونو راپور یې د ناستې ګډون والو ته وړاندې کړ.
له جمیل وقار وروسته د ناستې ګډونوالو په ګډه د اوونیزو ناستو اړوند د ادبیاتو کمېټې ته دنده وسپارله چې ۲۳مې ناستې ته دې ښاغلي اسدالله جلالزي ته لکچر ورکړي او د کتاب په برخه کې د ټولنیزې برخې کېټې غړی بهیر احمد مومند د یوه ارزښتناک اثر معرفي راوړي.
ناسته د بل هر وخت په څېر چې د ورځي په دوه نیمې بجې پیل شوې وه، د اجنډا سره سم مازیګر په څلور بجې د قاضي محمد امین رفیقي له لورې د دوعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
ومن الله توفیق