خبرپاڼه
تاریخ: 17 حوت ۱۳۹۳
کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس نن ددغه هیواد لپاره د هالنډ له سفیر سره په لیدنه کي د ښځو او کوچنیانو لپاره د مرسته سوو پيسو پر ځای او مؤثر لګولو باندي ټینګا وکړی.
ډاکټر عبدالله عبدالله نن د هالنډ له سفیر هنک باکر سره په لیدنه کي د ښځو او ماشومانو د ژوند بهترۍ لپاره د هالنډ او په ټوله کي د اروپايي اتحادیې د مرستو پر سالمه لګونه تمرکز وکړی.
نوموړي وویل، چي دغه هیواد دي د اروپايي اتحادیې په چوکاټ کي داخل او دباندي د افغان ښځو او ماشومانو د حالت ښه کولو لپاره کېدونکي مرستي پر هغو ساحو ولګوي، چي ورته تر نورو زیاتو ضرورت لیدل کیږي.
هغه د هیواد په محبسونو او تربیوي مراکزو کي د ښځو او ماشومانو حالت د اندېښنې او ژوري پاملرني وړ وباله او افغانستان مېشتی هالنډی سفیر یې دې برخو کي کار او مرستو کولو ته راوباله.
اجرائیه رئیس همداراز د قانون د حاکمیت او له فساد سره د مبارزې په برخه کي د هالنډ هیواد د مرستو لګولو غوښتنه وکړه او په دې اړه یې د بهرنیو ځواکونو د نوي ماموریت په چوکاټ کي د هالنډ پر رول معلومات تر لاسه کړل.
ډاکټر عبدالله عبدالله په ننۍ لیدنه کي د نوي افغان حکومت لخوا د فساد سره د کلکي مبارزې په یادونه سره وویل، حکومت تعهد لري، چي له افغانانو او نړۍ سره کړي ژمني پوره کړي او له جهان څخه هم د سوو ژمنو عملي کول غواړي.
د کابل لپاره د هالنډ هیواد سفیر هنک باکر د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ته د بهرنيو ځواکونو په تازه پیل سوي مشورتي ماموریت کي د خپل هیواد د ونډي په اړه وویل، چي دوی د اداري فساد سره مبارزې، د قانون حاکمیت او د ښخو حقونو او پوهاوي ته په خپلو لومړیتوبونو کي ځای ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چی دوی به خپلو راتلونکو پروګرامونو کي هغو برخو ته، چي حکومت یې وړاندیز کوي، ځانګړې توجه وکړي.
ښاغلي باکر د ټاکنیزو اصلاحاتو په پروسه کي چټکتیا او د حکومت په سطحه د قوي او همږغي ارادې شتون ددې کار لپاره ضروري شرط وباله او د راتلونکو ټاکنو روڼوالی یې په دې پروسه پسې وتاړه.
هغه زیاته کړه، چي هیواد یې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له مالي ملاتړ کوونکو څخه و او اماده نه دي، چي له اوسنیو کمېسونونو او انتخاباتي نظام سره راتلونکو ټاکنو کي مالي کومک وکړي.
د هالنډ سفیر د افغانستان د سولي پروسه کي د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو لخوا د واحد نظر او پیغام شتون مهم ټکی وباله او له دې هڅو یې د خپل هیواد د خوښۍ خبر ورکړ.