خبرپاڼه
تاریخ: 17 حوت ۱۳۹۳
کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل لپاره د سویډن هیواد له سفیر پيټر سمنیبی سره وکتل او پر دوه اړخیزو مسایلو يې ورسره خبري وکړې.
په هیواد کي د سویډن سفیر ښاغلي سمنیبي د افغان سولي لپاره د تازه پيل سوو هڅو ستاینه وکړه او په افغان مشرۍ سرد سولي خبري یې اساسي یادي کړې.
نوموړي همداراز د ټاکنیزو اصلاحاتو په پروسه کي د خپل هیواد د علاقې یادوني ترڅنګ دغه پروسه د راتلونکو ټاکنو د شفافیت او پروخت کېدني لپاره ارزښتناکه وبلل.
ښاغلي سمنیبي، پر وخت د اصلاحاتو د راتګ او په معین وخت کي د ټاکنو ترسره کېدل، د خپل هیواد لپاره، چي د اروپايي اتحاديې له قوي هیوادونو څخه دی د اساسي اهمیت درلودونکي وبلل او په دې برخه کي یې نوره توجه لازمه ګڼل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي اتحادیې په چوکاټ کي د ټاکنو له پروسې سره د سویډن هیواد له مرستو او کومکونو مننه وکړه.
هغه وویل، چي د ملي یووالي حکومت د راتلونکو ټاکنو د شفافیت لپاره ټول لازم اقدامات کوي او په ټاکنیز نظام کي د بنیادي تغیراتو د راوستلو کمېسون به په نژدې راتلونکي کي کار پیل کړي.
نومړي زیاته کړه، چي ددې کمېسون کار به د اجرائیه ریاست تر نظارت لاندي مخ ته ځي او نتایج به یې افغان ولس او نړیواله ټولنه د راتلونکو ټاکنو له شفافیت څخه ډاډمن کړي.
ډاکټر عبدالله د سولي پروسه د افغانانو لپاره سرنوشت سازه وبلل او وویل، چي د سولي خبرو کي به د افغانانو پر ارزښتونو او لاسته راړونو معامله صورت ونه سي.
اجرائیه رئیس وړاندي وویل، چي حکومت د کابینې د پاته ۱۷ غړو د معرفۍ لپاره کارونه پیل کړي او د پارلمان د مدیره پلاوي تر ټاکنو وروسته به نور نوماندان د ملت استازو ته ور وپېژني.