راپور: محب الله(سيلاب) عصمت الله (نصرت) چي خپلې لوړې زده کړي يې د هندوستان په عثمانيه پوهنتون د  اقتصاد او عامه ادارې  په برخه کي د ليسانس په کچه بشپړي کړي دي، نن د يو لړ رسمې مراسمو په ترڅ کي د هلمند دادارې اوحسابدارۍ انسټيټيوټ آمر وټاکل سو.

تر دې وړاندي  نصرت په نوموړي انسټيټيوټ کي د استاد په توګه دنده ترسره کوله چي په خپله دنده کي بريالی او هلې ځلې يې د ستاينې وړ وې.

نصرت د  ياد انسټيټيوټ داميرپه توګه دټاکلوپرمهال خبری رسنيوته د ستونزو په اړه داسي وويل؛ ټولي هغه ستونزي او ننګوونې چي ددې اسټيټيوټ د ادارې، استادانو، محصلينو  اوعلمي برخې په وړاندي پرتې دي، د ولايت مقام، د پوهنې رياست او نورو اړوندو ادارو سره په همغږی سره به يې حل کوي او خپلي هڅې به ددې انسټيټيوټ د ودې او پرمختګ لپاره نه سپموي.

د يادولو وړ ده  چي د هلمند د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ  له شاوخوا دوو کلونو راهيسي په هلمند کي  فعاليت کوي د ادارې او مديريت  او اقتصاد او سوداګرۍ د دوو څانګو په درلودلو سره هيواد والو ته د خدمت کولو وياړ لري.

هيره دي نه وي چي ياد انسټيټيوټ اوسمهال شاو خوا 500   تنه محصلين لري او څو ورځي وړاندي يې 108 تنه محصلين  فارغ  او ټولنې ته يې د خدمت کولو لپاره وړاندي کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *