خاطره فيضي –

هلمند د افغانستان هغه ولايت دی چي په تيرو ديارلسو کلونو کي يې زيات زيانونه ليدلي دي، د هلمند غېږه د تېرو ديارلسو کلونو راهيسي د کورنۍ او نړيوالي جګړې ډګر دی. پدې جګړه کي تر بل هر چا د هلمند بي ګناه او بې طرفه وګړي زيات وژل سوي، زخمي سوي او بې کوره سوي دي. د هلمند وګړو ته پر وژل کېدو سربېره مادي او رواني زيانونه هم اوښتي دي، خو د هلمند د بچېاره ولس اواز چا پورته نکړ، سياسي مشرانو خپلي سياسي معاملې وکړې او ولس مو په اورونو او مرګونو کي لولپه سو.

همدارنګه په هلمند کي اداري فساد، غضب او د سياسي قدرت څخه ناوړه ګټه اخيستل، هم زيات دي، د هلمند په اداره کي د تېرو ديارلسو کلونو راهيسي زياترو لوړ رتبه مامورينو د خپل موقف او اقتدار څخه ناوړه ګټه اخيستې ده. پر دې سربېره د ولس په منځ کي د علميت کچه ټيټه ده او ولس مو د خپل حق د غوښتلو توان نلري، په ټولنه کي مو اجتماعي فساد اوج ته رسيدلی، د جنسي تيريو، قتلونو، اعتيادي اعمالو او نورو جرايمو کچه ډېره لوړه سوېده. له بلي خوا د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی زيات سوی دی، ښځي لا تر اوسه د اسلام مبارک دين او د افغانستان د وضعي قوانينو په چوکاټ کي د حقه حقوقو څخه په بشپړ ډول برخمني نه دي.

د پورته يادو سوو ستونزو تر څنګ زياتي نوري ستونزي هم زموږ په ټولنه کي موجودي دي، دا ستونزي هغه وخت ښه حل کېدای سي چي ولس مو ويښ وي او دولت مو له فساده خلاص وي، متاسفانه چي اوس دا دواړه برعکس دي. دولت په فساد کي ډوب دی او د ستونزو د حل لپاره يې د ملا تير مات دی، له بلي خوا ولس د جهالت او ناپوهۍ په تيارو کي ډوب دی او د خپلو حقوقو د غوښتلو توان نلري.

نو ددې ستونزو د حل اميد يوازي د ولس علمي او روشنفکره قشر ته دی، همدا علمي او روشنفکره اشخاص د مدني فعاليتونو او حرکتونو په چوکاټ کي له يوې خوا د دولت د ناوړه اعمالو مخه نيسي او له بلي خوا ولس ويښوي او د خپلو حقوقو غوښتلو ته يې هڅوي. مدني ټولني په حقيقت کي د ولس او دولت ترمنځ د پُل حيثيت لري، نو دا پُل که هرڅومره محکمه، يو موټی او متحد وي په هغه اندازه به پياوړی او اغېزناکه وي.

خوشبختانه د تېرو څو کلونو راهيسي په هلمند کي مدني فعاليتونه پيل سوي دي، مدني ټولني جوړي سوي دي او په ځينو برخو کي يې د وګړو د حقوقو دفاع کړېده، خو دا چي په هلمند کي مافيايي کړۍ او تور قدرت زيات دی، له همدې امله مدني ټولني او فعالان پدې نه دي توانيدلي چي په کلکه دفاع وکړي او د وګړو د حقوقو لپاره ټينګ ګامونه واخلي.

له بلي خوا په هلمند کي بېلابېلي مدني ټولني جوړي سوي دي او لا هم جوړيږي، حتا ځيني داسي ټولني هم سته چي جواز يې اخيستی دی او فعاليت يې نسته او ځيني نوري بيا مخکي فعاله وي اوس له فعاليته د لويدو په حال کي دي. نو ددې لپاره چي د هلمند د ټولو مدني فعالانو او مدني ټولنو اغېز زيات سي او خپلو مشترکو موخو ته ورسيږي، د هلمند مدني فعالانو دا وپتېله چي د همږغۍ لپاره بايد مرکز جوړ سي، تر څو هڅي او فعاليتونه همږغي سي او د ټولنو ترمنځ غځېدلی واټن کم سي.

په همدې موخه د هلمند ټولو مدني فعالانو د مدني ټولنو ترمنځ د همږغۍ د مرکز پر سر هوکړه وکړه او څو مسلسلي غونډي يې وکړې. باالاخره د ۱۳۹۳ش کال د حوت د مياشتي پر ۱۷ نيټه د هلمند د ټولو مدني ټولنو ترمنځ آزادي ټاکني وسوې، د همږغۍ د مرکز د مشر لپاره لومړی دوه تنه نوماندان سول او د ټاکنو په پايله کي د بُست خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد ليکوال فرهاد داوري، د نوموړي مرکز د مشر په توګه وټاکل سو او حاجي نويد وطنوال او حسنيه احساس د نوموړي مرکز د مرستيالانو او عصمت الله بارکزی د منشي په توګه وټاکل سول. د يادوني وړ ده چي دا لومړی ځل دی چي په هلمند کي د آزادو او شفافو ټاکنو د لاري داسي مرکز جوړيږي. د دې ټاکنو څارنه د بېلابېلو اورګانونو لکه ولايتي شورا، د ښاروالۍ شورا، آزادو خبريالانو او نورو بېلابېلو افرادو څارنه کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *