اکبر کرګر

درېمه برخه:

بحران اوافغاني ارزښتونه

زموږ د هيواد په معاصر تاريخ كې زموږ ټولنه د تيرې پيړۍ په دويمه نيمايي كې له نويو بدلونونوسره مخامخ شوه · تر  تردې مخکې افغانې ټولنه يو ډول كلابنده اوتړلي ټولنه (Close Society )وه او د نورو گاونډيو ټولنو سره په تېره لويديځې نړۍ سره يې اړېكې دومره زياتي اوچټكې نه وي· فرهنگي اوټولنيز ارزښتونه اوسنن هم په خپل دوديز ډول پاتې وو· افراد په ټوله كې ددغه ارزښتونو رعايت ته په غاړې ايښودو اړ اوموجب ول· دغه پروسه كه له يوې خوا دټولنيزو –اقتصادي بدلونونو سره مخامخ شوه،نوی عناصر دټولنې جوړښت ته داخل شول ،نو له چټكو سياسي بدولونو نو سره هم مخامخ شوه ۔ددغه سياسي بدلونو نو سره په موازاتو كې كه له يوې خوا نظامونه اوسياسې رژيمونه اودبهرنيانو راتگ اغيزمن وو ، نو له بلې خوا يو ډول كتلوي كډوالي اوگاونډيو هيوادونو ته مهاجرت يو بل فكتور وو چې دټولنې پخوانې شكل يې وننگاوه · په دې ډول ډېر دوديز ارزښتونه له يو ډول بحران سره مخامخ شو ل · داسمه ده چې چې په دې كتلوي مهاجرت كې ډېر نوی فكتورونه لكه عالي زده كړې دبهرنيو ژبو زده کړې کامپيوتر ، نوی مهارتونه او نوی ليد توگي اودژوندانه دپر مخ بيولو نوی لارې چارې خپلې شوې خو ددې په خوا كې يو نوی نسل چې كله هيواد ته راغې دگانډيو هيوادونو دټولنو ځينيي منفي ارزښتونه هم دوی خپل كړي راوړل ·

يو بل ډېر مههم فكتور چې دارزښتونو په بدلون كې رول لري هغه معاصره تکنولوژي اوپه خاصه توگه خبري اومالوماتي رسنۍ دي · په تيرو څه كم دوه لسيزو كې افغاني ټولنې مخ نه يوازې په ټولنيزه توگه دنورو ټولنو په مخ خلاص دی بلكې دټولنيزو رسنيو له لارې په بشړه توگه اوپه چټكې سره دنړيوالي ټولني پر مخ خلاص دې · هغه قيوادات او دوديز واله چې تر مخه په ټولنه لاسبرې وه په چټكۍ سره له ننگونې سره مخامخ ده ·

افغانستان دسولی سراب Afghanistan the Mirage of Peace په نوم کتاب ليکوالان کريس جانسن اوجولين ليزلې په خپل يادشوي اثر کې چې په ۲۰۰۴ کال کې چاپ شوی دی په افغانستان کې دنويو اوزړو ارزښتونو تر سر ليک لاندې يو بحث لري ·په دې بحث کې پر هغه بدلونونو خبري کوي چې نن ورځ ورسره افغاني ټولنه دخپلو زړو سننو ،دودونو اوارزښتونو په شتون کې مخامخ ده ·ليکوال کيسه کوي چې دکابل په سرکونو کې کوچني جنسي گواښونه هره ورځ پيښيږي · دطالبانو پر مهال ميرمنې لا دتهديد لاندې وي هغوۍ له نارينه محرم پرته له کوره را وتلي نه شوې اودا بايد مالومه وايي چې دښځي سره نارينه ايا دهغي محرم يا زوی دی اوکه نه ؟ ځکه له دې پرته ورته دقدم وهلو اوپه لاره دتگ اجازه نه وه · خو له طالبانو وروسته کله چې بهرنيان دې هيواد ته راغلل ميرمني يا نجونې لويو څلور عراده گاډو ته خيژي اوپه ځينو داسې محافلواو مجلسونو کې گډون کوي چې الکهول هم په کي څښل کيږي بيا دشپي ډير ناوخته دښار په سړکونو له گاډو کوزيږي ·

دکتاب ليکوالان په داسې دوديزه ټولنه کې دلغړو فيلمونو درواجيدو په باب هم خبري کوي چې دبهرنيو تلويزيوني چينلونو له لارې يې گوري · همدارنگه نوموړې ددې ېادونه هم کوي چې دبهرنيو موسساتو دادارو مسولين له دې شکايت کوي چې هلته په اداراتو کې ځوانان دکمپيوتر اوانترنيت نه په گټه اخيستني سره لغړ مسايل گوري ·

ليکولان ديو ملگري له خولې په افغاني ټولنه کې دکلتوري ټکر يا   کلچرلا کلش يا ( Clash of Culture)په اړوند نورمثالونه هم ورکوي هغه وايي چې زما يو ملگري دسياف سره چې سخت محافظه کار دی درايور وو · هغه کيسه کوله چې سره له دې چې په عام محضر کې دبورقي حجاب اوستر خبري اوپري ټينگار کيږي خو په کور کې تلويزيون لري اوارومرو چې حکمتيار يې هم لري.

نوموړی زياتوي چې دې لاری اوتگ لارې ان ليرې کليو اوبانډو ته هم لاره کړي ده دمثال په توگه په دايکندي کې دغرونو اوغونډيو پر سر په ليري کورونو کې هم اوس امريکا ميشت ايراني چينلونه ليدل کيږي · دغه راز په ټول هيواد کې خو هندي فلمونه اوسريالونه لا زيات نفوذ لري ·

دغه کلتوري ټکر نن په پراخه پيمانه په افغان دوديزه ټولنه کې رواج دی اوجريان لري ·يو وخت په ۹۰ يمو کلونو کې چې هيڅ نه ول ډير کسان به يوې ترانسيستور راديو ته راټوليدل اودنوې کور نوې ژوند ډرامه به يې اوريدله ·خو نن افغانستان ديو ستر فرهنگي بدلون سره مخامخ دې · ځينې افغانان پخپلو منځو کې کښيني اوپه دې اړوند خبري کوي هغه څه چې دبهرنۍ نړې له فرهنگي توکو سره مخامخ کيږي کوم يو يې واخلي اوکوم يو يې رد کړي ۔ پهافغانستان کې ميډيا په تېره تلويزيوني چاينلونه اوس دټولنې په ټوله بوده تنسته کې لکه يو جال ننوتي دي ۔ له همدي امله ځيني شيان دي چې مخه يې نه نيول کيږي · ليکوال ددې يادونه هم کوي چې دا سمه ده چې خلک بيوزلي دي اوديوې پيړۍ څلورمه برخه کلونه يې په جنگ کې تير شوي دي خو اوس هم خپل نورمونه اومعيارونه لري اوپر هغو باندې پايبند دي ·که يو افغان له خپل يو ملگري نه پوښتنه وکړي چې کوم افکار افغاني هويت ته ډير بد اوناوړه تماميږي اوکوم ښه دی ؟ په ځواب کې به ووايي ((رښتيا،صداقت، يو والي، ملي وياړونه، غرور، له يو بل سره مرسته کول ، دپيسو په اړوند فکر نه کول، ژبه ٬ادات او زموز ميلمه پالنه ډير مهم دي ·کورنۍ اهميت لري ·دامهمه ده چې دېوی کورنۍ غړي څرنگه په يو دسترخوان راټول شي ·ځوانان بايد هميشه دلويانو درناوي وکړي))· خو دا سې دود نه لکه دچايو څښل چې پهدې اړوند ليکوال يوه کيسه كوي : يو افغان له بهر ملک نه افغانستان ته راغلي وو بيا دکاکا کورته ورغي · هغه ورته وويل :

چای څښې ؟

-نه زه چای نه څښم · ايا جوش اوبه لرئ ؟

-کاکا يې په ځواب کي ورته وويل :نه جوش اوبه نه لرو۔

هلک وخندل ·کاکا يې ورته وويل : اياته افغان يې ؟ موږ لا تراوسه خپل دودونه لرو . هغه مه هيروه اوځان په نورو هم بر مه بوله · ))يعنې كاكا يې دچايو پر ځای دجوش اوبو غوښتنه يو غير معمول اودځان ښودنې اكټ باله ·

مالومه نه ده چې دا ښوونه به نوره څنگه وه اونړيواله فرهنگي يرغل به دافغانستان په فرهنگ اوارزښتونو څرنگه اغيزي ولري ، سمه ده چې وايي پيسې مهمي نه دي · خو اوس ځيني کسان هڅه کوي دسياست اونشه يې توکو له مافيا سره يو ځاې کيږي اوپيسي پيدا کوي · بيا په همدغه پيسو جومات جوړوي يا دا چې ليکوال ديوې موسسي دکارکوونکي له خولي يوه بله کيسه کوي وايي : دنشه يېې توکو يو کاروباري ورته وويل چې زه بل واده کوم · هغه يو څوک پيدا کړ اوکور ته يې ورغی · دنجلې پلارته يې خبره ياده کړه اوبالاخره دنجلۍ پلار ددې له پاره چې بهانه وکړي ورته وې ويل چې سمه ده خو ته به پنځه ويشت زره دالره ولور راکوي · دمافيا غړي ورته وويل دا سمه نه ده · پنځه ويشت زره دالر سم رقم نه دی، زه به تاته سل زره دالره درکړم · دلته گورو چې دپيسو ارزښت څومره زياتيږي · اوپيسې دلويانو له پاره ددرناوي ځای نيسي ·

همدارنگه داثر ليکول يوه بله کيسه کوي چې دلومړۍ لويي جرگي دجوړيدو پر مهال يو شمير ستلايت تيليفونونه واخيستل اووويشل شول خو بيرته چا تسليم نه کړل اوسترگې يې پرې پټې کړې · دتيلو په برخه کې ورته کيسه ده · پريکړه وشوه چې دورځې لس تانکره تيل دلويي جرگي لگښت دی، خو يوازې درې تانکره تيل لويي جرگې دلگښت له پاره لگول کيدل اونور په بازار کې پلورل کيدل اوپيسې يې دمسوولو غلو چارواکو جيبونو ته اچول کيدلې · دا دسترگو په وړاندې لکه يوه پرده چې تيريږي پيښيدل ۔په دې اساس گورو چې دارزښتونو سقوط تردې حده وي ·دا کار هغه کسان چې نه قدرت لري اونه هم واک لري دزياتې ځورونې سبب کيږي ·

وايي چې په غير متمدنه ټولنو لكه بلك فوتBlack foot سره پوټكو كې دنورو داموالو غلا كول يو نيك كار بلل كيده · اوزياتره دستم ځپلو اوبې برخې خلكو به دظالمو ملكيتونه غلا كول اودې ته غلا اوناوړه عمل نه ويل كيدلو · په افغانستان كې بالعكس خبره ده · دلته داولس عامه شتمني لكه دولتي ځمكې اوعامه دارايي دزورواكو او جنگ سالارو له خوا غلا ونه بلل شوه بلكې اسلامي روايت يې ورته جوړ اوهغه يې دغنيمت ما ل وباله ·

په تعليمي برخه کې ان ډيرو چارواکو په پيسو ديپلومونه جوړ کړل اوادعا يې دلوړو زده کړو کوله · په هر صورت افغانان تاريخ لري ، فرهنگ لري اوفرهنگي ارزښتونه لري ۔ په دې فرهنگي ارزښتونو کې يوه مساله دبډو نه اخيستلو اودعامه گټو درناوي وو۔

ښه مې په ياد دې چې يو وخت بډې اخيستل دپيغور او شرم سره مساوي خبره وه ۔خو نن فرهنگ گرځيدلی دی ۔ پخوا به چې زموږ په ټولنه کې چا بډې اخيستلي دهغه زوی يې حرامي باله دا ځکه چې په حرامه ډوډی را لوی شوی و نو دپيغور جوگه وه ·خلكو به ويل حرامي يوازې هغه نه چې دپلار سره يې ډی ان ای يو شان نه وي بلكې هغه اصلي حرامي دې چې په حرامه ډوډۍ اودبډو اوغارت په مال را لوي شي ۔

همدارنگه جاسوسي يو بل عمل وو چې په ټولنه کې په ډېر بد نامه ياديده ۔ نن زيات معلوم الحال کسان شته چې هڅه کوي جاسوسي اداري پرې حساب وکړي اوله دې لارې ژوند وکړي ۔دوی داسې کسان دي چي هيڅ شرم اوحيا نه لري ۔ دا يوازې محدود مثالونه دي ۔

لنډه دا چې دخپلو مثبتو ارزښتونو په اړوند به يوه کيسه را نقل کړم ۔

كه ددې بحث په پای كې معاصر تاريخ ته راوگرځو په معاصر تاريخ کې زموږ فرهنگي مشرانو اولويانو دحقيقت په خاطر هر څه ومنل خو په وجدان يې رټه پرې نه ښوده وايي کله چې امانيه دور سقوط وکړ مولوي عبد اواسع ونيول شو دوخت حکمران (بچه سقاو ) ورته وويل داچې تا پر ما دکفر حکم کړی دی نو ځکه تا وژنم مولوي په لوړ غږ جواب ورکوي چې: استغفرالله زه په اهل قبله دکفر حکم نه کوم مگر ته خو قطاع الطريق يې بايد لاس وپښې دې شرعا پري سي . هغه وو چې دبچه سقاو په امر دکابل په سياه سنگ كې دوالي علي احمد خان سره يو ځای په توپ کې والوزول شو (افغان ياد داستاد حبيبي مقاله ۹ مخ )

اوس زموږ په دوديزه ټولنه كې چې دقطاع الطريقو اومفسدو عناصرو له خوا دارزښتونو بحران را منځ ته شوی دی ·ددې بحران دله منځ وړو اودمثبتو ارزښتونو دبيا را ژوندي كولو له پاره اړه ده چې داسې بدلون رامنځ ته شي چې تداوم يې دتيرو ديارلسو كالو دكړنو په بنياد چې مثبت ارزښتونه يې تر پښو لاندې كړل نه وي بلكې زموږ دټولني دتاريخ اواصيل فرهنگ په مبدا وي ·زموږ دټولني داصيل هويت داحيا له پاره چې له بحران څخه ووځي زياته اړتيا ده چې په بيلابيلو اړخونو كې دمثبتو ارزښتونو دعملي كولو اواحيا بهير ته كار وشي ·

پای

د دې مقالي عمده ماخذونه :

۱·زمينه جامعه شناسي اكبرن ونيمكف (اقتباس امير حسين اريانپور )

۲·اگزيستانسياليزم واصالب بشر ·(ترجمه مصطفی رحيمي )

&Jolyon Leslie ZED BOOK .2005 .Criss johnson  3. Afghanistan the Mirage of Peace

۴·د ليكوونكي يادښتونه

ددوه گړنو توضيح :په مقاله كي يوه گړنه د كلابنده ټولني Close societyراغلي ده دا اصلا انتروپولوجيكه گړنه ده · معمولا هغه ټولنو ته وېل كيږي · چې ټولي اړتياوي په خپله دننه كې پوره كوي اوله بهر سره اړيكي ونه لري اويا يې كمي ولري · خو افغانستان دشلمي پيړی له اتيايمو كلونو دمخه زيات له لويديځي ټولني سره په رابطه كې نه وو · اونه خو دومره زياتې اوپراخې اړيكي وي لكه نن· هيله ده چې ناسم پوهاوي را منځ ته نه شي ·

بله گړنه دفرهنگ ده · زيات پښتانه ليكوال دكلتور كليمه غوره بولي · خو دخداې بخښلي پروفيسور الهام دڅيړنې له مخې چې په پنځوسمو كلونو كې په ادب مجله كې خپره شوې ده داسې جوته شوې چې دكلتور كليمه محدوده اودكركيلي نه اخيستل شوې ده · خو فرهنگ كليمه يوه اريايي كليمه ده چې مادي اومعنوي دواړه خواوي لري ·

دوهمه برخه

لومړۍ برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *