بدلون

سرليکنه\ اداره –

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۹) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۸\ ۱۳۹۳

د روان ۱۳۹۳ لمریز کال د مرغومي پر ۳۰- مه د عدم تشدد سیاسي فلسفې تیوریسن او عملي اتل فخر افغان پاچاخان ۲۷ تلین په ننګرهار ولایت کې ولمانځل شو.

موږ د دا ډول ډېرو لمانځنو خبرونه اورو او د ډېرو مراسم تر دې ډېر پرتمین وي، د دې لمانغونډې کمیت ډېر د توجه وړ نه وو مګر کیفیت یې بې مثاله وو.

د تاریکو او بېوزلو ټولنو له ځانګړنو څخه یوه هم دا ده چې په معنوي لحاظ کمزورې او د بې مانا نتېجو جشنونه یې خورا د جم و جوش او شیطاني اسراف فرصتونه وي مګر مانادار او یادګار پروګرامونه یې بیا له کميتي اړخه چنداني شاندار نه وي، د پاچاخان د یاد دا غونډه دغسې یوه راټولېدنه وه؛ دا ولې؟

دا ځکه چې:

یو- پاچاخان لا هم د خپل ملت تر ذهنیت لوړ مقام لري، د ده د وطنوالو د شعور سطحه لا د ده د ارمان او لوړو اهدافو معراج ته نه ده ور پورته شوې ځکه دی د انسانیت تر ټولو د اعلی ترین جوهر یانې انساندوستۍ، سولې، ورورولۍ او لوی زغم پیامبر وو خو له بده مرغه چې د ده د لوی کور اوسېدونکي لا د توپک په چوښکه، د راکټ په غضب او د ځانمرګې په ابتکار د هرې جرګې فیصله کوي.

دوه- سیمه او نړۍ ټوله او د سیمې او نړۍ ټول د واک و ځواک څښتنان پر جنګ تر هر بل ارزښت زیات پوخ اعتقاد لري، دوی د دې انساني اعتقاد د تبلیغ لپاره د پاچاخان لوی کور د ممبر په توګه انتخاب کړی دی، دا یوازې د نن خبره نه ده، دا د تاریخ تر ټولو ککړترین په زهرو لړلی واقعیت دی، د عدم تشدد دې لوی امن سالار دا واقعیت په خورا ژوره توګه پېژندلی وو او د هغه د بېخکې بدلون لپاره یې د خپل ۹۷ کلن ژوندانه شېبه – شېبه حار و قربان کړه اما بدبختانه دې واقعیت نن لا نوې بڼه او تر ټولو مردار ترینه بڼه نیولې ده چې یوه کرشمه یې هم د ځانمرګي نوښت دی.

درې- د پاچاخان په لوی کور کې لا هم د تعلیم له رڼاګانو سره حساسیت موجود دی، د علم د رڼا هره وړانګه چې خپرېږي نو یو انتحاري ورته په کمین کې کښېنول شوی وي (یو مثال یې ملالۍ یوسفزۍ ده) او د هر انفجار په نتېجه کې یې د پوهې د شغلو تناوونه داسې سره شلېږي را شلېږي چې د بیا کوشېر امکان یې نژدې له منځه ځي.

څلور- پاچاخان ته منسوبه دا وینا اوس هم د تریخترین واقعیت په شکل خپل وزن لري چې: پښتنو اتقاق کړی چې اتقاق به نه کوي.

موږ د دنیا له هر ترهګر او زورورسره او د دنیا له ټولو مفاداتو او استخباراتو سره جوړ راتلای شو خو له خپل کور، خپل تربور او خپل ورور سره مو روغه د غیرت تقاضا نه ده؛ زړونه مو تور دي چې ځپلې کورنۍ بدۍ نسل پر نسل تر سلګونو کلونو ونه غځوو.

او ډېرې نورې خبرې.

تر دې ځایه خو کلیمې او جملې د مایوسیو ناروغیو نیولي وې مګر موږ لوی پاچاخان په دې خاطر نه یادوو چې د هغه قوم، د هغه ملت آن د هغه کورنۍ د هغه له ارماني مسیر څخه منحرفه روانه ده بلکې د دې لپاره یې یاد تازه کوو چې د هغه ارمان او د هغه هدف انساني وو، عالي وو او ډېر ضروري وو، هغه د خپل دغه ارمان او موخې لپاره، د ژوند تر وروستي نفسک پورې یو د سترګو رپ نه مایوسه شو او نه پر شا شو.

دې لوی انسان خپلې پرګنې ډېرې ښې پېژندلې وې چې طبیعت یې سخت زېږ دی، چې فطرت یې جنګي و وحشي دی، چې غیرت یې توپک او قتال دی؛ هغه ډېر ښه پوه وو چې د دې خشن فطرت تغیر د ناممکن تر بریده زړه چوونکی دی خو دهغه اراده په همدغه اندازه پولادې وه چې د زیاتو لویو انسانانو زړونه باید وچوي او دا بدلون باید خامخا را منځته شي، هغه وو چې هغه په خپل ژوند کې د خپلې آفاقي مبارزې ثمر ونه لید خو خپل د بېسارې صابرانه عزم میراث یې موږ او ټول بشري جهان ته پرېښود.

نن وضعیت دومره خراب دی چې آن د هغه په خپله مبارزه کورنۍ کې درزونه د خلیجونو برید ته رسېدلي او د هغه مږور بېګم نسیم ولی له خپل زوی اسفندیار خان سره په مطلق مخالف لوري کې روانه ده؛ بي بي د خپل کورني تاریخ د عظمت جنډۍ هسکه ساتي، د خپل خسربابا د ۲۷ تلین په مناسبت د هغه پر مزار له دنیاوالو څخه د سولې دې علمبردار ته د نوبل جایزې د نه ورکړي ګیله کوي خو د هغې اسفندیار زوی د خپل نیکه اروا ته د دعا پر ځای د خپلې مور او ارمانو پر ضد د پردیو په پره کې ولاړ دی.

مګر زموږ شعار دا دی:

که تر قیامته هم د پاچاخان د سترو ارمانو سرمنزل ته رسېده ناشوني وي او که ټوله دنیا په یوه خوله او یوه سلا ووایي چې دا کار ناممکن دی مګر موږ د عدم تشدد د دې لوی زړور راپیل کړی عاشقانه مزل درېدو ته نه پرېږدو او تر محشره یې نه پرېږدو.

سوله د انسان ورکه ده، موږ به یې تر قیامته په لټه یو؛ که مو په دې دنیا کې و نه مونده، د حساب و کتاب په ورځ به یې له عادل پاچا څخه وغواړو؛ د پاچاخان پرستو انسانانو لټون به د خدای تعالی تر حضوره دوام لري.

د ودان افغانستان ګوند د ستراتېژۍ دا لاندې برخه د پاچا خان د ارمان یوه رڼه وړانګه ده، ښایي ډېرو ته ناممکنه وایسي خو انساني به یې خامخا ګڼي چې:

« و.ا.ګ نړۍ د بشر ګډ کور ګڼي او د نړۍ ټول ملتونه وروڼه بولي او د هغوی تر منځ د دوستانه اړېکیو د ټینګښت د پیاوړتیا په لار کې هراړخیز زیار ګالي.

ګوند د شتو وسلو د له منځه وړو غوښتنه را پورته کوي او د وسلو جوړولو پر وړاندې کلک درېږي.»

(کړنلار، مخ: ۶۶، چاپ: پنځم)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *