تاند- د سپورتي وسایلو او کالیو یوې مشهورې ډنمارکۍ کمپنۍ د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره موافقه وکړه چې د افغان د هلکانو او نجونو د فوټبال د ملي او پریمرلیګ ټیمونو سپانسرشیپ وکړي.
هیمل (Hummel) کمپنۍ، چې د یوه ډنمارکي له لوري په جرمني کې تاسیس شوې، د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره موافقه کړې چې د څلورو کلونو په مخه به د افغانستان د هلکانو او نجونو د فوټبال د ملي لوبډلو او دغه راز د افغانستان د غوره لوبډلو مالي ملاتړ کوي.
د سپورټس پرومیډیا د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون او همیل ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۱ کال پیل شوې خو د تازه موافقې پر اساس به د دواړو خواوو همکاري د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال تر نړیوال جام پوري دوام وکړي.
د همیل کمپنۍ د بازار موندنې ريیس هینینګ نیلسن وویل:«د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په ۲۰۱۳ میلادي کال د سخت کار او د فوټبال د ریښو د ځغلولو لپاره د هلوځلو په خاطر د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د ښېګڼې یا ښو اخلاقو میډال ترلاسه کړ. »
ده وویل:« سپورت او په ځانګړي ډول په فوټبال کې د ماشومانو او ځوانانو بوختول زموږ له ډنمارکي ارزښتونو سره تړاو لري. زموږ هیله دا ده چې د سپورت په وسیله نړۍ بدله کړو.»
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ريیس کرام الدین کریم وویل:«موږ ډېر ویاړو چې د همیل په شان وفادار او دوامدار شریک لرو. موږ د همکارۍ د دوام هیله لرو.»
سره له دې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۱۹۲۲ میلادي کال کې تاسیس شوی خو افغان ټیم تر ۲۰۱۳ میلادي کال پوري یې کوم میډال نه و ګټلی.
په ۲۰۱۳ میلادي کال د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراسیون د اتلولۍ جام وګوټ.
دې بري په افغانستان کې د فوټبال مینه وال زیات او تشویق کړل.