Irish republican Army (IRA)
لومړی به د ایرلنډ هیواد ته یوه لنډه کتنه وکړو او بیا به د IRA پر جوړښت رڼا واچوو. ایرلنډ د اروپا په شمال لوېدیځ کې دی چي د شمال له طرفه له شمالي ایرلنډ سره، چي د بریتانیا یوه برخه ده، په لوېديځ کي له اطلس سمندر سره نښتى دی او په ختیځ کي د ایرلنډ له سمندرګي سره ګاونډی دی.
ایرلنډ د نړۍ په شتمنو هیوادونړو کې شمېرل کېږي. دا هیواد د اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو غړی دئ، د ایرلنډ ولسمشر د اساسي قانون پر اساس د اوو (۷) کلونو لپاره دوه ځله کولای سي چي ځان کاندید کړي، د جنوبي ایرلنډ نفوس څلور نیم ملیونه دی.
د ایرلنډ وګړي پروتستانت او اکثریت یې کاتولیک عیسویان دي او په ډېره لږ اندازه نور مذهبونه هم لري. د جنوبي ایرلنډ د ازادۍ غوښتونکې IRA تروريستي ډله ده دا ډله په ۱۹۱۳ کال تاسيس سوې ده او د انګریزانو په وړاندي یې خپله مبارزه په لومړی سر کې سوله ییزه او وروسته یې په تشدد او وینو تویولو سره رنګینه کړه د Irish republican Army تاریخچه موږ ۱۷۹۰ مېلادی کال ته ورګرځوي د دوی او انګریزانو تر منځ جنجال هغه وخت را پورته سو چي د انګریزانو د ظلمونو په وړاندی ئې مقاومت شروع کړ د دواړو تر منځ په سلګونو کسان مړه سوه خو بلاخره د جنوبي ایرلنډ خلک وتوانېدل چي په۱۹۲۱ مېلادي کال کي د انګریزانو څخه خپله آزادي واخلی چي په دې ترتیب جنوبي ایرلنډ د انګریزانو څخه را جلا او د خپلواک هیواد په توګه ژوند ته دوام ورکوي .
د ایرلنډ له خلکو سره د انګریزانو د ظلمونو یوه بېلګه په دې ډول ده چي په 1610 مېلادي کال کي یوه ډله خلک چي په خټه عیسویان دي او په عیسویت کي د یوې خاصي عقیدې پیروي کوي او وايي چي ګواکي پر نورو خلکو باندي حکومت کول یوازی د دوى حق دي چي و دغه ډلي یا فرقې ته انګریزان پریس بای ټیرین (Presbyterian) وايي. دغه ذکر سوې فرقه د سټکالنډ د هیواد او انګریزانو یوه پروژه وه چي دوى ئې و شمالي ایرلنډ ته راوستل او په Londonderry نومې سيمه کي چي د شمالي ایرلنډ یوه برخه ده ۱۳۰۰۰ کورنۍ مېشت کړلې او ۹۰ فیصده ځمکه ئې په غصب کړه خو غضب هغه وخت نازل سو چي د ځایي خلکو څخه ئې دوه چنده ټکس او د نوی راغلو او تپل سویو مېلمنو څخه ئې ۱۰ فیصه ټکس اخستی او کله چي به کوم چا خپل اواز پورته کړ نو هغه به وژل کېدی او یا به له کوم بل تکلیف او مشقت سره مخامخ کېدى. همدا وجه وه چي د IRA ډلي ظهور وکړ او د خپلي ازادۍ لپاره ئې مبازره شروع کړه مګر دا مبازره په جنګ واوښته چي بلاخره جنوبي ایرلنډ خپله ازادۍ رسماً اعلان کړه، په کال ۱۹۶۹ کي د IRA ډله پر دوو برخو ووېشل سوه پخپله د IRA ډلي ادعا کوله چي دوی باید د تشدد د لاری ټوله ایرلنډ (شمالي او جنوبي) دواړه د انګریزانو څخه خلاص کړي مګر دا دوهمه ډله چي د دوى څخه جلا سول هغوى پر خپل ځان باندي د (PIRA) نوم کښېښود چي هغه اوږد نوم ئې (Provisional of Irish republican Army) دئ، دوی نسبتاً معتدله او سوله غوښتونکې ډله وه او د شمالي ایرلنډ ازادۍ ئې په سولیزه توګه غوښتل خو د بریتانیا حکومت په نولس سوه اویایمه لسيزه کي د PIRA ډېر مخکښه خلک ونيول حتي د دوى پر یوه سولیزه مظاهره باندي ئې په کال ۱۹۷۲کي د جنوری پر دېرشم تاریخ باندي مخامخ ډزي وکړې او په لسګونو سولیزه مظاهر کوونکي چي ټوله ئې کاتولیک عیسویان وه ووژل، په عین حال کي د انګریزانو محبوبیت هم د ایرلنډیانو په وړاندی ورځ په ورځ مخ پرکمېدو سو او د IRA ډلي هم خپل جنګي حملو ته په ډېر افراطي ډول دوام ورکړى، د IRA ډلي ډېر لوی حمایت د دواړو ایرلینډونو څخه درلودلی خصوصاً د لیری صحرايي منطقو څخه خو په نوموړې ډله کي فعال ترین هغه څوک دي چي په جنګ کي تر ټولو دمخه وي د نوموړي ډلي مالي سپورټ د مختلفو ساحو څخه راځي خپله د ایرلنډ خلک، د لېبیا څخه او د نورو تروريستي ډلو څخه مثلا د ETA تروريستي شبکه هم دTraining په برخه کي او هم په جنګي تاکتیکونو کي د IRA د ډلي سره بشپړه همکاري کوي.
د IRA تروریستي ډلي د انګلستان و سلطنتي خاندان ته هم یوه ډېره غټه ضربه هغه وخت ورکړل چي ښاغلی مونټ باټین ئې په کال ۱۹۷۹ کي د اګست پر اوویشتم تاریخ باندي په داسي حال کي وواژه چي نوموړى د خپل فامیل د اعضاوو سره په یوه کوچني بېړۍ کي سپور او د ماهی نيولو میله ئې ایستلې وه چي بلاخره د نوموړي په بیړۍ کي ۵۰ کېلو منفجره مواد ځای پر ځای سوي وه انفجار ورکړل سو او ښاغلی مونټ باټین ئې وواژه نوموړى د انګلستان د دوهمي ملکې الیزابت د کاکا د زامنو څخه وو او یو پخوانى افسر وو. په عین حال کي او په هماغه ورځ باندي د PIRA ډلي په شمالي ایرلنډ کي د لندن پر عسکري موټر باندي حمله وکړل چي ۱۸ کسه عسکر ئې ووژل چي د انګلستان لپاره دا تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د بله طرفه د بریتانيا ملکه الیزابت او مارتین مک ګینس د IRA د تروريستي ډلي پخوانی قومندان په ایرلنډ کي د ۲۰۱۲ کال د جون پر اوویشتم تاریخ باندي د لومړي ځل لپاره یو د بل سره لاسونه ورکړل.
دغه لیدنه کتنه د ملکې الیزابت او ښاغلي مک ګینس تر منځ چي اوس نوموړى د شمالي ایرلنډ د محلي دولت د لومړي وزیر لومړی معاون دئ په بلفاسټ ښار کي صورت ونیوى. ښاغلى مایکل هیګینز د ایرلنډ ولسمشر او ښاغلی پیټر رابینسون د شمالي ایرلنډ لومړی وزیر هم په دغه ملاقات کي حاضر وو، د شین فین د حزب یوه ویاند وویل چي ښاغلی مک ګینس د بریتانيا و ملکې ته وویل چي د سولي شرایط او کراری و یو قوي اوعاقلا نه رهبرۍ ته ضرورت لري او هر څوک باید د شمالي ایرلنډ هغه دردونه او کړاونه چي د ازادۍ په لاره کي لیدلي باید په رسمیت وپېژني، د شین فین حزب په شمالي ایرلنډ کي د بریتانيا څخه خپل ازادي غواړي او تصمیم لري چي د یوه واحد ایرلنډ په توګه د جنوبي ایرلنډ سره یو ځاى سي، په عین حال کي د بي بي سي خبریال مارک سيمپسون وايي چي دغه لیدنه د مک ګینس او د بریتاینا د ملکې تر منځ شاید د شین فین د حزب محبوبیت په شمالي ایرلنډ کي ډېر کړي خو برعکس د جنوبي ایرلنډ د IRA ډله شاید ډېره خفه سي.
د لیکوال نظر:
په نولسمه پیړۍ کې اکثریت تروريستي حملې غیر مسلمانانو کړي دي د بېلګي په توګه د IRA مسلحه ډله سل کلنه تروريستي تجربه لري د ۱۹۱۳ راهیسي نوموړي ډلي داسي حملې کړي دي چي د لندن عام خلک او حکومت ئې تر پزي پوري راوستلی دي په کال ۱۹۷۲ کي د فبروری په ۲۲ تاریخ باندي د IRA لخوا د یو بم د انفجار په واسطه چي د لندن په الډر شاټ نومي سيمي کي منفجر سو ۷ کسه عام وګړي پکښی مړه سول، په ۱۹۷۲ کال کي د سپټمبر پر نولسم تاریخ باندي د اسرائيلو یو ډیپلومات د IRA د یوه زورور انفجار په نتیجه کي په لندن کي ووژل سو، په ۱۹۷۳ کي د PIRA ډلي د یو موټر بم په چاودنه کي خلک ووژل، همدا راز د ۲۰۱۳ کال د جولاى پر یوویشتم تاریخ باندي د لندن په Tipton ښارګوټي کي د پاولو په نامه (Pavlo Lapshyn) مسلمانان په نښه کړل نوموړي داسي پلان جوړکړى ووکله چي خلک د جمعې د لمانځه څخه راوځي او دوى سره راټول سي هغه انفجاریه موادو ته به انفجار ورکوي چي نوموړي د چاودني لپاره ځاى پر ځاى کړی وه مګر خوشبختانه د جمعې لمونځ یو څه وځنډېدى او انفجاریه مواد تر خپل وخت د مخه وچاودېدل چاودنه دومره زوروره وه چي اثرات ئې تر ډېر لیري ځای پوري لیدل کېدل. خو متاءسفانه رنګ د مسلمانانو بد دئ دا ټول د غربي میډیا پروپاګنډا ده چي د مسلمانانو په وړاندي ئې کوي د تعجب ځاى دئ چي د بریتانیا د IRA د تروريستي ډلي د لاسه په دا سل کاله کي ارام نه دئ کړى مختلف انفجارونه او ډول ډول ستونځي ئې ور ته جوړی کړي دي دوى دغه ډلي ته تروریستان نه وايې دوى دغه ډلي ته د ای ار آي خطاب کوي په دې خاطر چي دغه ډله کاتولیک عیسویان دي.