دا لومړنۍ الوتکه ده چې د لمر په انرژۍ تر درستې نړۍ راګرځي. دا یو سیټه الوتکه، چې ( Solar Impulse-2) نومېږي، نن سهار په ۷ بجې او دوولس دقیقې له ابوظهبي والوته.
د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، د الوتکې پېلوټ (Andre Borschberg) وویل:«موږ به ښايي پنځه ورځې او پنځه شپې الوت وکړو او دا به یو چلینج وي.»
الوتکه به په څو هوايي ډګرونو کې کښېني چې تخنیکي معاینه یې وشي او په عین حال کې د پاکې هوا پیغام نړیوالو ته ورسوي.
پېلوټ تر الوتو لږ مخکې بي بي سي ته وویل:«ډاډه یم ډېره خاصه الوتکه لرم او دا باید ما تر نړۍ راوګرځوي.»