ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان –
د بیج ناتهـ سنګهل په څېر ډاکټر تلک سنګهـ هم څېړنه له ساینس سره تړلې ګڼي او د ډاکټر ناګیندر له هغې خبرې سره مخالفت کوي چې وايي څېړنه هنر دی. په بله مانا ناګیندر څېړنې ته دکره کتنې بڼه ورکول غواړي خو سنګهل او تلک سنګهـ بیا څېړنه له احساساتو خالي پرېښودل غواړي، تلک سنګهـ وايي چې له احساساتي اسلوب نه اغېزمنه څېړنه کره کتنې ته ورته کیږي. د اسانتیا په خاطر بحث په دوه برخو ویشو؛ اول دا چې کره کتنې ته له څېړنې څومره ګټه رسیږي دویم دا چې څېړنه له کره کتنې پرته څرنګه بې هدفه کیږي. کره کتنه دوه ډوله ده: تاریخي او ټولنیزه کره کتنه. په دواړو کې ډېر څه سره مشترک دي. په تاريخي کره کتنه کې د پنځونې د پېژندنې له پاره د پنځوونکي پېژندل اړین ګڼل کیږي. خو د هغې تاریخي چاپېریال د پېژندنې له پاره څېړنه پکار ده. ډاکټر سید عبدالله وايي چې تاریخي کره کتنه کې د یوه ادیب چاپیریال دتاریخ په رڼا کې کتل کیږي او د تاریخ په څېر لیکل کيږی. کره کتنه که هر ډول وي خو له تاریخ، پنځونو، ټولنپوهنې او ارواپوهنې سره نژدې اړیکې لري او د همدې اړیکو ته په کتو سره د څېړنې او کره کتنې ترمنځ ډېر کم توپیر لیدل کیږي. انګریز لیکوال سن بوا د فن د پېژندنې ترڅنګ د فن کار د پېژندلو بلنه هم ورکوي آی اې رچړډ بیا د پنځونې ترڅنګ د لوستونکي د ذهن او چاپیریال په پېژندنه تاکید کوي.
رابرټس له دې هم مخکې ځي او خپله کره کتونکی هم په کې راولي او د هغه د اروأپوهنې پېژندنه هم اړینه ګڼي او د ټول ټولنیز تهذیب مطالعې ته ارزښت ورکوي او د هر برټ میولر په اند د زمانې ټول فکري ژوند او روح پېژندنه د کره کتنې په اړتیاو کې شامله ګڼي. لنډه دا چې هر ډول ریښتونې کره کتنه له څېړنې نه لرې نه ده او یوازې تاریخ نه بلکې د ټول انساني ژوند تاریخ ورسره تړلی دی، دلته په رسیدو سره څېړنه او کره کتنه یوه مانا ورکوي او لږ تر لږه یې د بېلیدو دعوا غلطه ثابیتیږي.
کله کله داسې کیږي چې کره کتونکي د شاعر په کوم شعر باندې او یا په سبکي ځانګړتیاو باندې کره کتنه وکړي وروسته هغه شعر د بل چا وي او ځېنې مغروضي غلطي وخېژي . همدارنګه د یو شاعر دیوان راواړوﺉ چې هغې کې به تاریخي بیتونه وي چې له حل کولو نه وروسته د هغې دیوان یا موضوع زمانه څرګندیږي. ژبنۍ ځانګړتیاو اصطلاحاتو اشارو پای لیکونو او لړلیکونو نه پرته داسې څېړنیزه موضوعات شته چې څه نا څه د کره کتنې عنصر په کې وي.
تاریخ د ادب د یوې برخې په توګه واخلئ، د کوم ژانر، مکتب، خوځښت او نورو وده وګورﺉ، یا په کوم لیکوال ازمایښتي څېړنه وکړﺉ د شعري او نثري پنځونو په اړه به څه نا څه ضرور لیکل کیږي که د مثنوي وده او ارتقا ښودل غواړﺉ نو د مثنوي اعلی نمونو باندې به کره کتنه کوﺉ. یا که د چا دیوان او داستان ترتیبوﺉ نو په سریزه کې به یې کره کتونکي جاج اخلي، لنډه دا چې څېړونکي له کره کتنې سترګې نه شي پټوی، د څېړنیزو کتابونو ۹۵په سلو کې د کره کتنې څرک لیدل کیږي.
ډاکټر ناګیندر خو هسې په حقایقو ولاړه او له کره کتنې خالی څېړنه د ټیټي پوړې ګڼي . یو بل لویدیځوال پوهاند جان لوزنسټان لوز (John livingston lowes) د څېړنې له پاره پنځوونکي صفتونه هم لازم ګڼي او وايي: ( ارزښتناکه څېړنیزه پوهنه په یو مهال د دوه نړیو ترمنځ چورلیږي ساینسي نړۍ او پنځوونکي هنري نړۍ) د څېړنې او کره کتنې د پای موخه یوه ده – دواړه د ادب پېژندنه کوي، ادبي پنځونې مطالعه کوي او د لوستونکو لارښوونه کوي. د څېړنې موخه د یوه ادیب او د هغه د پنځونو په سمه توګه پېژنده ده- په ځینو ځایونو کې دکره کتنې او څېړنې د یووالی په احساس ویل کيږي چې ښه کره کتنه له څېړنې پرته نه رامنځته کیږي خو دا هسې یوه مبالغه ده – د کره کتنې په ډېرو برخوکې له څېړنې مرسته اخیستل کیږي مګر ډېرې کره کتونکي لیکنې داسې هم شته چې په هغو کې د څېړنې مرسته نشته لکه د نویو کره کتونکو لیکنې که تیوريکي او که دهم مهاله ادیب یا ادب په باره کې وي چې په کې د څېړنې اړتیا نه ترسترګو کیږي.
د څېړنې اړيکې له نورو علومو او فنونو سره:
د څېړنې او کره کتنې اړیکې خو د یوې کورنۍ د غړو په څېر دي مګر په څېړنوکې له ځینو نورو علومو او فنونو نه هم ګټه اخیستل کیږي. د ژبپوهنې او ادب اړیکې خود لمر په څېر روښانه دي. له همدې امله د څېړنې اړیکې هم له ژبپوهنې سره نژدې دی. له همدې امله د څېړنې وراخوا په ادب کې هم په ژبنیو مسایلو څېړنه کیږي. له دې پرته په ادبي تاریخي، ژانرونو او په لیکوالو باندې د کار په لړ کې ژبنې جاج اخیستل کیږي. د پخواني ادب په څېړنه کې په تمام له تاریخ نه ګټه اخیستل کیږي. لکه د ځینو شاعرانو او اثارو د کره تاریخي جاج اخیستنی پر وخت کله، کله په ادب کې د ستورو یادونه هم کیږي. څېړنه په ځینو وختونو کې له ستورو پېژندنې سره هم اړیکې نښلوي. لکه د ځینو لیکوالو د زیږدو په نېټه کې شکونه را پیدا شي.
د پخوانیو شاعرانو په دیوانونو کې داسې شعرونه هم شته د ستورو یادونه په کې شوې وي او یا د طب یادونه په کې شوي وي نو په داسې وخت څېړنه له طب سره هم اړیکې پیداکوي. په څېړنه کې له ساینس نه ګټه اخیستل کيږي د وړو تورو لیدل ( مایکرو فلم ریډر) له ساینس نه منځته راغلی. ایلټک په خپل کتاب کې لیکي چې ولې په څېړنه کې له ساینس نه ګټه اخیستل کیږي؟ ځکه چې هانمین (Hinman) یو داسې ماشین جوړ کړ چې د دوو کتابونو په یو شان پاڼو پر مخ باندې به کوم توري تېر کړ نو چې توري به سره یوه شان نه وو په هغو به نښه را څرګنده شوه.
په همدې توګه د پرتلی او موازني کار په ماشین ترسره کيږي په هغه وخت کې چې د دواړو کتابونو او نسخو متن یو شان وي یانې د یو کتاب بېله چاپونه وي،که څوک په غلا سره سره په کوم نوی چاپ شوي کتاب باندې پخواني تاریخ ووهي نو د تورو د ټایپ له تصویر اخیستنې او کچ و میچ کونې وروسته څرګنديږي چې د پاڼو او د چاپ مهال یې یو نه دی – د امریکا په کتابتونونو کې داسې لابرتوارونه شته چې هغه توري ویني چې په سترګو نه لیدل کیږي. د رڼا په بدلون سره دا هم مالوموي چې په خطي نسخه کې کوم توري وروسته ور زیات شوي دي – که د پوسته خانې د ټاپي نیمه خوا ړنګه شوي وي نوهغه یې پوره ویني او یا د وړانګو په مټ وران توري لوستلی شي او یا د سوزیدلي کاغذ لیکنه لوستی شي. که په کومه لیکنه رنګ لویدلې وي نو تر رنګ لاندې توري لوستی شي.
یو مهال یې د امریکا د فولجر کتابتون ته اوبو وهلی کتاب راوړ په ماشین باندې یې چې د هغه کتاب د سرپاڼې سمی کړې نو لاسلیک په کې ترسترګو شو، د نورې څېړنې لپاره یې هغه کتاب بل کتابتون ته واستو وروسته دا څرګنده شوه چې الزابته په زمانه کې د نامتو ډارمه لیکونکي شیکسپیر لاسلیک دی. د کاغذ او روښنایي د وخت مالومول د ساینس لپاره ډېره اسانه ده – په ۱۹۴۹م د غالب د دیوان خطي نسخه وموندل شوه هغه یې ارسیوز لابراتوار ته ددی دپاره واستوله چې مالومه کړي کاغذ او روښنایي د غالب د ځوانۍ د وخت ده او که نه په هندوستان د شمله لابراتوار کې د خطي نسخو د پېژندنې له پاره ځانګړې اسانتیاوې شته دي .
نور په بله برخه کې….