برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند- افغان طالبانو په فاریاب ولایت کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد پرچاو کړی دی.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

دې نښتو په داسي حال کې زور اخیستی چې افغان چارواکو د هیواد په شمال په ځانګړي ډول په جوزجان او فاریاب کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د حضور په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

ویل شوي چې داعش ته وفادارې په سلګونو ازبکستاني کورنۍ په دغو ولایتونو کې مېشتې شوي دي.

د قرغیزستان (اې کې آی پریس) خبري اژانس نن وویل چې طالبانو د برېښنا د انتقال یو مرکز په راکټونو وویشت او له ترکمنستان څخه افغانستان ته یې د برېښنا د لېږد مخه ونیوله.

دا برید په داسي وخت کې شوی چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د نللیکې د پروژې د جوړولو کار نهايي کېدو ته نژدې کړی او پرون د هند د تېلو وزیر د دغه هیواد ولسي جرګې ته وویل چې ژر به پر دې پروژې کار پیل شي.

د طالبانو د حملې له کبله اوس د فاریاب ولایت مرکز میمنه، او همداراز د دولت اباد، شیرین تګاب ولسوالۍ او یو شمېر نور ښارګي له برېښنا بې برخې شوي دي.

چارواکي وايي چې دا لومړی ځل دی چې طالبان په شمال کې یوه بنیادي یا زیربنايي پروژه له منځه وړي. دې ډلې په جنوب کې د ټېلفون له انتنونو رانیولې تر پلونو، ښوونځیو او کلینیکونو پوري بې شمېره پروژې ورانې کړي دي.

One thought on “طالبانو له ترکمنستان څخه فاریاب ته د برېښنا د لېږد تاسیسات ویجاړ کړي”
  1. باوووووو؟!؟!؟
    .لکه چي جنګ د افغانستان شمال ته ولاړی، الله ج دي افغانستان ته خیر ورپېښ کړي
    د امنیتي تړون پر سر د پخواني اولسمشر حامد کرزي چنې بې ځایه نه وې؛ هغه یو څه په سترګو لیدل، چي د ویلو نه وه، خو د عملي کولو وړ وه.
    لویدیځ په خاص ډول امریکا او بریطانیا په دې هڅه کي دي چي په ګډه د روسیه، چین، هند او ایران مخه ونیسي، خو له بده مرغه چي ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره بیا هم افغانان انتخاب سوي دي، ځکه چي په لږ قیمت ډېر کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *