خبریال: میرویس جلالزی – د پاکستان یوې درې کسیزه کورنۍ چې پلار یې د سعودي عربستان له لوري په اعدام محکوم شوی د سعودي پاچا ته عذر کړی چې د دوی پلار دې نه اعداموي ځکه دوی یې له پینځو کلونو د راتلو شیبې شمیري.
د رپوټونو له مخې په سلګونو تنه پاکستاني وګړي د سعودي عربستان په زندانونو کې د اعدام په جزا محکوم شوي او هلته بندیان دي.
د محمد عرفان کورنۍ د سلګونو هغو پاکستانیو کورنیو څخه یوه ده چې عزیز یې د سعودي د حکومت له لوري په اعدام محکوم شوی او ټاکل شوې چې ډير ژر اعدام شي.
د نوموړي میرمن وايي خاوند یې د مخدره توکو په جرم نیول شوی او د الحیار په زندان کې ساتل کیږي.
هغه وايي خاوند یې بې ګناه دی او په ډير بد حالت کې دی.
د دې میرمن په خبره چې دوه کوچني ماشومان یې هره شپه د پلار د خلاصون لپاره ژاړي او نه بیدیږي.
د هغه لور ۵ کلنه او زوی یې څلور کلن دی چې دی یې د کور یوازینی کس و چې کار به یې کاوه او دوی ته به یې د ژوند د ابتدایي توکو د برابرولو هڅه کوله.
د محمد زوی او لور وایي دوی د خپل پلار آزادي غواړي او د سعودي پاچا ته زارۍ کوي چې پلار او نور هغه ټول پاکستانیان له خپلو زندانونو آزاد کړي چې په ناحقه بندیان دي.
د محمد لور، چې د پینځو کالو دی په داسي حال کې چې د خپل پلار تصویر یې په غیږ کې دی، په ژړاندي غږ د خپل پلار خلاصیدل او کورنۍ ته یې د راتګ هیله لري.
د بشري حقونو د ټولنو د راپورونو له مخې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې نږدې ۳۳ تنه د سعودي د حکومت له لوري اعدام کړای شوي دي. تیر کال د ۸۷ اعدامیانو په ډله کې ۱۵ تنه پاکستانیان ول.
د محمد عرفان چې د اعدام سزا سره مخ دی دوه ماشومان او یوه میرمن په پاکستان کې پاتي دي.
د بشري حقونو د مدافع ټولنو په خبره هر کال په سلګونو پاکستانیان د سعودي عربستان ته د پیسو په بدل کې په دې پلمه بیول کیږي چې هلته به ورته کار ورکول کیږي لیکن د کاریګرو دغه جلابان او قاچاقبر له دغو بې وزلو کاریګرو څخه د مخدره توکو په قاچاق کې کار اخلي او پرته له دې چې دغه د کار په تمه روان کارګر د خپل راتلونکي په اړه په هیڅ خبر وي.
د پاکستان د عدالت پروژي چارواکي وايي چې دوي ته د پا کستان د دولت له لوري د دغو بي سرنوشته بندي پاکستانیانو د دوسیو د څیړلو لپاره هیڅ راز مرسته نه دي شوي .
د دغې پروژي مشره سارا بلال وايي دوي هڅه کوي چې په بهر کې د پاکستاني کارګرو د حقونو د خوندي کولو او د هغوي لپاره د قانوني چاپریال د ساتلو لپاره اسانتیاويي برابري کړي لیکن د سعودي حکومت د هغو بندیانو دوسیو ته د دوي له لاسرسۍ مخنیوی کوي چې د سعودي په زندانانو کې د اعدام او عمر قید له بند سره مخامخ دي.