د تاریخي او لرغونو میراثو د ساتني د نړیوالي ورځي په مناسبت نن د هلمند د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ، مدني او فرهنګي بنسټونو په بست تاریخي کلا کي د یوې غونډي پر مهال د ملي یووالي د حکومت څخه د هلمند د لرغونو میراثونو په ځانګړې توګه د بست د ستري تاریخي کلا د رغوني غوښتنه وکړه .
غونډي ته د هلمند د اطلاعاتو او فرنګ ریاست مرستیال ښاغلي فرید احمد فرهنګ او په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی د مرکز مشر ښاغلي فرهاد داوري تر څنګ یو شمیر مدني فعالانو ، د ټولنو مشرانو او لیکوالو ویناوي وکړې ، د لاندي فعالانو او ټولنو څخه مننه چي په غونډه یې رنګینه کړه :
- شاه محمود حسرت – لیکوال
- ستار ستوری – مدني فعال
- عبدالهادي عمري – د ژوند فرهنګي ټولني مشر
- شریف عظمي – مدني فعال
- سردار محمد همدرد – د هلمند مدني ټولني مشر
- عبدالغفار اسحاقزی – د بست مدني ټولني مشر
- مسعود ځلاند – د فکر او عدالت دمدني ټولني مشر
- سید محمد حیرت – د هلمند ادبي بهیر مشر
- عطاالله افغان – د ولایتي شورا غړی
- متین ذاکر – د وزیر محمد اکبر خان د مدني ټولني مشر
- نوید احمد وطنوال – د مدني ټولنو د همږغی د مرکز مرستیال
- شفیق ژمن – مدني فعال
- اظهار – تکړه سندرغاړی