د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو په لړ کې نن د مرکز مهترلام اړوند په ۶۷ زیانمنو شویو کورنیو د اضطرار کمیټې له لوري مرستې وویشل شوې.
د IOM مرستندویه ادارې له لوري د غیر غذايي توکو برابره شوې مرسته نن د ولایت مقام او د یادې ادارې د استازو په شتون کې د اضطرار کمیټې له خوا د مرکز اړوند په ۶۷ سیلاب ځپلو کورنیو وویشل شوه.
په دغو مرستو کې د پخلنځي او د کور اړوند ځیني مهم توکي او کمبلې شاملې دي.
د یادونې ده چې تر دې مهاله ۶۱۷ کورنیو ته د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې د بیلا بیلو مرستندویه ادارو له خوا برابرې شوې مرستې د لغمان د اضطرار کمیټې له لوري ور رسول شوي دي.