د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵۳ سلنه کموالی راغلی دی .
به میدان وردګو ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په شمېر کې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۴ کال کې ۵۳ سلنه کموالی راغلی و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرکزي زون د بشري حقونو د څانګې مسؤل دارمندا جوشي وایي دوی د شاوخوا ۷ سوو اړېکو نیولو په ترڅ کې معلومات راټول کړي،چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې ۵۳ سلنه کموالی راغلی و.
جوشي زیاته کړه،په میدان وردګو ولایت کې په ۲۰۱۴ کال کې د ۶۴ ماشومانو او ۲۴ مېرمنو په ګډون ۱۹۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې .
ده زیاته کړه،یاده مرګ ژوبله د ۱۲۶ بېلابېلو پېښو په ترڅ کې رامنځته شوې،چې له یادې شمېرې څخه ۷۰ تنه وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي .
د نوموړی د معلوماتو له مخې په دغه مرګ ژوبله کې ۹۴ د وسله والو مخالفینو،۵۱ د امنیتي منسوبینو او ۲۷ تنه نور د جګړو پر مهال د نا معلومو لورې ورته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ملګرو ملتونو د یاد غړي د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۳ کال څخه تېر کال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵۳ فیصده کموالی راغلی او په یاد کال کې په دې ولایت کې ۴۰۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه،چې ۱۰۶ تنه یې مړه او ۳۰۳ تنه یې نور ټپیان شوي وو.
نوموړی یاد معلومات په ولایت مقام کې د دغه ولایت د سرپرست والي په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې ورکړل.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د شمېر په کچه کې د کموالې له امله خوښي ښکاره کړه خو زیاته یې کړه،هیڅکله ورته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغملو وړ نده.
ده ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه،چې ۲۰۱۵ کال کې په پوره توګه هڅه وکړي تر څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټیټه کړي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر