تاند- د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره نن په خپل دفتر کې وکتل.
ښاغلي کابلوف د افغانستان له حکومت سره په اقتصادي او ښوونیزو برخو کي د خپل حکومت د ملاتړ ترڅنګ وویل چې هیواد یې تیار دی له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کي له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي زیاته کړه، روسې پانګه وال په افغانستان کی پانګونې ته چمتو دي خو شرط دا دی چې په دې برخه کې موجودې ستونزې باید حل شي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې کتنه کې د روسیې د مرستو او همکاریو مننه وکړه، او هیله یې حرګنده کړه چې روسیه به له مخدرو موادو سزره د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.
ده همداراز وویل چې د افغانستان حکومت ژمن دی څو د پانګه اچوني لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کي ټولې ستونزې او خنډونه له منځه یوسي
د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي عبدالله د روسیې له خاص استازي سره د افغانستان د کابینې د پاته غړو پر نومونې او همداراز د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د ځانګړي کمېسون پر جوړولو هم خبرې وکړې.
اجرائیه رئیس وویل، حکومت دواړو برخو کي لازمه توجه لري او په دې اړه باندي حکومت په جدي توګه کار کوي څو هم د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسون ایجاد سي او هم د کابینې پاته غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.