استاد روهي

((ستا هډوکي به په تابوت کې خاوري شي ۔

ستا شهرت ستا نوم اوستا افتخار به له منځه

ولاړ شي ۔ ليکن که له خپل عشق سره علاقه

ولرې٬ هغه به پاتي شي ځکه چې ستا روح

ابدي دى۔)) الفرد دوموسه ۔

ادبي څيړنې ۔ رحمان او د اشراق فلسفه

۲۷۱ مخ

د پښتنو د فرهنگ اوتاريخ په اړوند له دوه ډوله څيړنو سره مخامخ کيږو۔ يو هغه څيړنې دي چې په کلاسيک اوعنعنوي توگه يوازې د پيښو٬ واقعاتو او مسايلو ساده بيان دي۔

دويم ډول هغه څيړنې دي چې د علمي اصولو او متودولوجۍ پر بنسټ ترسره شوي دي۔ يا په بل عبارت دويم ډول څيړنې د ټولنيزو پديدو اومسايلو د قانونمندۍ کشف او دعلم له اصولو سره سمې دي۔

په پښتو معاصر فرهنگ٬ ټولنيزو مسايلو لکه ټولنپوهني، ارواپوهني اوانسان پوهني، فلکلور ا ادب په برخه کې د دويم ډول څيړنو زيږون د تيرې پيړۍ له نيمايي څخه پيل شوى دى چې د گوتو په شمار د څو تنو پوهانو نقش په کې د يادونې وړ دی۔

خداى بخښلى استاد روهي د دغه محدودې ډلې يو لارښود شخصيت و چې د ښه او باکيفيته کار اغيز يې زيات او څرگند دى۔

د لیکوال (کرګر) ښۍ خوا ته اجمل خټک او کیڼې خوا ته استاد روهي دی او شاته سيد جان ملال  اوسيد افضل پاچا ناست دي.
د لیکوال (کرګر) ښۍ خوا ته اجمل خټک او کیڼې خوا ته استاد روهي دی او شاته سيد جان ملال اوسيد افضل پاچا ناست دي.

روهي صيب په پنځوسمو کلونو کې د څيړنې لارښود اثر وليکه او د پښتو ټولنې له خوا چاپ شو۔ خو د دې اثر د ليکلو او چاپ څخه ترمخه او يا له هغه سره په موازاتو کې چې نويو څيړونکو او ځوانانو ته ښه لارښود و سربيره د هغه نورې ټولنيزې څيړنې٬ په سيمينارونو د هغه گډون او د استاد له خواد خپلو شاگردانو د علمي پروژو لارښوونه د دې سبب شوى چې په پښتنې فرهنگ او ادب اوټولنيزو مسايلو کې يو ډول پر مخ تلونکى

حرکت پيل شي ۔ استاد روهي دڅيړنيز کار په بهير کې په دې مساله ښه پوهيده اوددې اړتيا ورته څرگنده وه چې په ټولنيزو علومو کې څيړنه له متودولوژۍ پرته علمي ارزښت نه لري ۔ دا ځکه چې دټولنيزو علومو ارزښتي تله درنه وي، د دې علومو فرضيې اوتيورۍ په کوم لابراتوار کې نه ازمايل کيږي ۔ نو ددې له پاره متودونه٬اصول اودمسايلو تحليل اوپه ناپيلې توگه دحقايقو راسپړل ډير اهميت لري ۔

د متودولوژۍ مفهوم په دوه ماناو په کاريږي : يو دعلمي څيړنود لارو اوروشونو په توگه

اوبل دهر علم دلارويا روشونود ټولگې په توگه ۔

په لومړۍ مانا متودولوژي داسې وسيله ده چې څيړونکى له بې لاريتوب اوغلطۍ څخه ژغوري اوحقيقت ته په رسيدلو کې له هغه سره مرسته کوي ۔ له دې امله متودولوژي دمنطق يوه برخه يا دسم فکر کولو يوه څانگه ده ۔ په دويمه مانا کې متودوولوژي يو لړ تگ لارې اوروشونه دي ۔

هغه ټول فعاليتونه چې سړى مقصد ته رسوي ، روش ورته وايي : په دې اساس علمي روش هغه ټول فعاليتونه دي چې څيړونکى علم يعنې دواقعيت د قوانينو په لار برابروي ۔

دعلمي څيړني پړاوونه :

دمسالې پيژندنه

لومړنۍ تجربه

دفرضيي طرح

دفرضيې دڅيړلو له پار پراخه تجربه

د قانون کشف

اودنوې نظريې له تنظيمولو څخه عبارت دي ۔

په تجربه کې دغه دوه پړاوونه يعنې مشاهده اوازمايښت ديادونې وړ دي ۔

په ټولنيزو پوهنو کې د متودونو ارزښت په دې کې دى چې ځينې علوم په تجربه تکيه کوي لکه طبيعي علوم : فزيک ٬ کيميا اوځيني نور علوم لکه ځمکه پيژندنه ٬ تاريخ پيژندنه په مشاهده ولاړ دي ۔ په دې اساس دتجربې په پړاو کې دوه ډوله روشونه رامنځ ته کيږي : ازمايښتي اومشاهده يي روشونه ۔

مشاهده يي روش اصلا په ټولنيزو پوهنو پوري مربوط او په دوه برخو ويشل کيږي :

توصفي روش او سندي روش ۔

توصيفي روش ۔ زيا تره ټولنيز علوم دمشاهده يي روش سره سروکار لري خو ځينې پوهنې لکه ا رواپوهنه ٬وگړ پوهنه دازمايښتي روشونو څخه گټه اخلي ۔ ځينې ټولنيز علوم لکه تاريخ پوهنه معمولا دسندي روشونو يعنې غير مستقيمې مشاهدې څيړنه کوي ۔ ځيني نور لکه ټولنپوهنه دتشريحي يعنې دمستقيمې مشاهدې سره سروکار لري ۔

له بلي خوا دپښتنو دتاريخ٬ ټولنې٬ فرهنگ اوادبياتو دمتودولوجيکې څيړنې اهميت په دې کې دى چې :

۱- دپښتنو دټولنيزو اوتاريخي پيښو اودفرهنگ اړوند مطالب اومسايل هماغسي په خپل ځاي پاتي دي ٬ ډير لږ مسايل يي څيړل شوي اوتحليل شويدي اوکه له سره په دې اړوند ليکنې شوي يا کيږي په هغو کې دناپييلتوب اودتناسب فکتورونه نه دې مراعات شوي ۔دنويو علومو لکه ټولنپوهنې٬ انسان پوهنې اواروا پوهنې فکتورونه اواصول په کې په پام کې نه دې نيول شوي ۔

۲- بله داچې په دغو ليکنو کې چې داومو موادو حيثيت لري مفاهيم اوکلمات په کې هيڅ په دقيق اوستندرد ډول نه دې کارول شوي ۔

۳- دغه مواد اومسايل يا په زړو نسخو کې يا په تاريخونو کې چې د دوديزو څيړنو په ډول ليکل شوي اويا په خلکو کې موجود دي ۔ خو هغه څه چې ليکل شوي اومتودولوجي په کې مراعات شوې نه وي په هغو کې دڅيړنې دمتود نشتوالى دڅيړنې دلړ اوبې تناسبۍ موجوديت ددې سبب شوى چې نتيجه گيري يې سمه نه وي ۔

۴- په ځينو څيړنو کې هڅه شوې چې يو څيړونکى دخپلى موخې اوهدف پر بنياد نتايجو ته ورسيږي پرته له دې چې دمسايلو تناسب ٬ پرتلنه اودفاکتونو سمښت اوتناقض په پام کې ونيسي۔

داخبرې مو ددې له پاره وکړي چې په اسانۍ وکړاي شو په پښتو څيړنو کې داستاد روهي مقام اومنزلت دپيژندنې وړ وگرځوو۔

ارواښاد استاد يو له هغو پوهانو څخه و چي له نويو ټولنيزو پوهنو سره په ژوره توگه اشنا و۔ دې اشنايي اوپوهيدنې دهغه دکار کيفييت نړيوال ستندرد ته پورته کړى دى ۔ :

خو داستاد روهي نويوالي په دې کې هم دى چې په خپلو څيړنو کې يي په عمده توگه له تاريخي متود ٬ سروى اومقايسوي متود څخه کار اخيستې دى ۔

تاريخي متود چې له ماضي سره سروکار لري ٬غواړي دتيرې زمانې دروښانولو سره حال اوراتلونکې زمان وپيژني ۔

سروي چې اوسني حالات تر څيړنې لاندې نيسي دروانو پيښو ماهيت اووضعيت څرگندوي ۔

تجربي متود چې غواړي دپيښو اوپديدو تر منځ اساسي روابط کشف کړي اوپه دې وسيله دپيښودوقوع په باره کې اټکل وکړي اويايي کنترول کړي ۔

داستاد روهي دڅيړنو په برخه کي تر هغه ځايه چي ماته مالومه ده ((ادبي څيړني)) په نوم اثر دمعاصرو څيړنو يا دافغاني ټولنې دفرهنگ ، ټولنپوهنې اوادب پوهنې په برخه کې نمونه اثر دى ۔ ددې اثر نوم بايدد ادبي څيړنو پر ځاي بل څه غوره شوې واي ۔ ځکه چې په دې څيړنو کې يو لړ فلسفي ٬ ټولنپوهنيز ارواپوهنيز اوادبي هنري مطالب راټول شوي دي ۔

بل يي دادب اوفلکلور په اړوند يو شمير مقالې دي چې ددې دواړو برجسته گۍ په باب غور کوو :

داستاد ادبي څيړنى اثر څلور برخي لري :

لومړۍ برخه ادبي تيوري

دويمه برخه يي ادبي کره کتنه

دريمه برخه يي ادبي متودونه

څلورمه برخه يي ادبي تاريخ دنړۍ نامتو ادبي شخصيتونه دي :

په دې څيړنو کي دويمه برخه چې دادبي کره کتنو تر سرخط لاندې راغلې په هغه کې په زړه پورې اونوي مطالب وينو له هغه جملې :

دروښانيانو دنهضت څرنگوالى دتاريخ دفلسفې په رڼا کې

له روښانيانو سره داخوند درويزه٬ اخوند پنجود مخالفت علتونه

د اخوند درويزه په ليکنو کې دپښتنو دکلتور اواجتماعي سايکالوجۍ انعکاس

د ميا فقيرالله جلالاابادي دپښتو شعرونو سبک

د ميا فقيرالله جلالابادي دشريعت اوطريقت موضوع ته يوه کتنه ۔

د خوشحال دښوونې اوروزنې فلسفه

د خوشحال خټک سوات نامه ( دټولنيزو اصلاحاتو هنداره )

د خوشال ايډيال اوخوشال داخلاقي ايډيالونو په حيث

د خوشحال په اثارو کي دمضمون اوشکل تنوع

رحمان بابا او د اشراق فلسفه

دلته داثر نور مطالب پر ځاي پريږدو دڅو شيبو له پاره په ويل شويو مسايلو غور کوو ۔ په پورته يادو شويو مطالبو کې دوه مسالې دډير غور وړ دي اوهغه دادي چې :

دپښتنو په تاريخ اوفرهنگ کې دوه دوري اودوه شخصيتونه يعنې روښان اوخوشال ډير دپاملرنې وړدي ۔ ددغه دوه شخصيتونو کارنامې ان تر اوسه دپښتنو په تاريخ اوفرهنگ اغيز لري ۔

۱- روښان پيژندنه :

په روښان پيژندنه کې داستاد روهي ابتکار اونوښت په دې کې دي چې هيڅکله په مجرد ډول له روښان نه دخپل زمان پير ٬ هيڅکله يي دبزگري پاڅون رهبر اوهيڅکله يي دنشناليزم پلار نه دي جوړ کړي بلکې هغه تحليل کوي اودفاکتونو پر بنسټ دتاريخ پوهنې داصولو سره سم دعليت عنصر پلټي ۔ اوپه مجموع کې هغه ټول عوامل چې دهغو پر بنسټ دروښان کړني ارزيابي کيږي اودهغه شخصيت يي جوړ کړى ، څيړنه يي کوي ۔

د روښانيانو په باب که څه هم داستاد روهي څيړنيز کارونه داستاد دعلمي وس په تناسب محدود دي خو دوه مهم هدفونه تعقيبوي :

يو خو داچې دراوروسته څيړنو له پاره د ډير ښه اوپه زړه پوري متوديک کار پيلامه ده ۔ اودويمه داچې دوروسته څيړونکو له پاره ښه لارښود دي ۔

استاد روهي(( دروښانيانو دنهضت څرنگوالى دتاريخ دفلسفې په رڼا کې)) رساله کې ددې نهضت په باب ټول نظريات راټولوي اوهغه دعلمي متود له مخې تحليلوي ۔ دهغه لومړني کار دادى چې دڅيړنو له مخ څخه احساساتي کلمات اومفاهيم لکه پلار ٬ ستر لارښود ٬ قهرمان ٬ اتل او په کمونيزم اونشناليزم مين مفاهيم ليري کوي ۔اودبيلابيلو نظرياتو يا دعمده نظرياتو تر منځ دارتباط کړۍ پيدا کوي ۔په مجموع کې دروښان له اثارو اودهغه دمخالفينو داثارو په استناد څيړنه کوي ۔  ليکي :

(( دروښان دنهضت په باب درې ډوله نظريي وړاندي شويدي : عرفاني ملي اوعوامي . په دې مقاله کې دادرې ډوله نظريې تحليل شوي دي اوداسې نتيجه ځينې اخيستل شويده چې درې واړه نظريي درستې اوسره پخلاکيدونکي دي . )) ۱۴۴مخ ادبي څيړني

خو په نتيجه کې ليکي : دروښانيانو نهضت دشکل په لحاظ عرفاني اودمحتواى له مخه نشنل عوامي حرکت و ۔ هغه مورخان چې شکلياتو اوظواهرو ته ارزښت ورکوي طبعا دروښاني نهضت سطحي بڼه مطالعه کوي ۔ يو شمير مورخان دظاهري پيښو په ليکنه بسنه نه کوي بلکې غواړي چې دټولنيز انکشاف دعمومي قوانينو په رڼا کې دپيښو اصلي عوامل په گوته کړي۔ دپروفيسور اسلانوف اويو شمير نورو روښان پيژندونکو اثار په دوهمه کته گوري پورې اړه لري ۔ )) ۱۴۸ مخ

همدارنگه په بل برخه کې دا ډول طرح وړاندې کوي :

له روښانينانو سره داخوند درويزه ٬ اخوند پنجو ٬ اوځينو نورو دمخالفت علتونه په باب دوه ډوله نظريي شته ۔ لومړى نظريه داده چې له روښانيانو سره دنوموړو اخوندانو مخالفت مذهبي جنبه لري بايد هيڅ سياسي رنگ ورنه کړل شي ۔ دوهمه داده چي روښاني نهضت يو سياسي جنبش و اوددغه نهضت مخالفان په يوه اوبله بڼه دگورگاني امپراتورۍ پلويان اونماينده گان و۔ په دې مقاله کې به ددغه ټکي سپيناوى وشي اودهغه په ترڅ کي به دروښاني نهضت پر ماهيت باندي هم خبري وشي ۔

د دې رسالي په تحليل کې استاد موافق اومخالف نظريات سره جلا جلا راوړي اويو له بله سره يي پرتله کوي نه يوازي ددوې بلکې دلوي پښتون شخصيت چې پښتونوالى ته يې ډير څه ورکړي يعنې خوشحال خټک په خبرو اوبيا دانگريز څيړونکي اومشاهد الفنستن دخبرو په رڼا کې کوټلې نتيجي ته رسيږي ۔

دمثال په توگه دخوشحال قضاوت دهغه دوران قضاوت دى۔ دخوشحال معيارونه څرگند دي اودغه معيارونه په اوس وخت کي هم پښتنو ته ښه محک کيداي شي ۔ استاد روهې په دې باب وايي چې په لومړي سرکې هغه اخوند درويزه نه دى پيژندلى اوکله چې يې پيژنې نو وايي :

هغه وخت په پښتنو کې عالم نه و ۔             درويزه تر مجتهد ورته لاښه و

په مذهب سني مذهب و خارجي شو           ديزيد په ستايش کې مارجي شو

درويزه ددرويزې اوگرې خوړلې                 په دا مکر يې حلوا سره لړلې

چې يي توره وينځه هم نه وه دوړاندې       قچې قچې يوسفزۍ شوې ترې لاندې

يوسفزيه په دا کار کې بد کيشي کا         چې دداسې يو کم ذات سره خويشي کا

په هغه اوان اکبر پادشاه بادشاه وو           واړه خلق دپادشاه سره گمراه و ۔

اوبحث دنامتو انگريزي مورخ مونټ استيوارت الفنستن په وينا پاې ته رسوي چې ليکي: ( اخوند درويزه دبايزيد يو لوي مخالف و ۔۔ ده ډير اثار ليکلي دي چې په وطنوالو کې يې ډير نوم لري ۔ خو کوم اثار يې چې ماليدلي دي دهغو په اساس ويلي شم چې که چيرې دده دلايل دمغلي امپراتور انو په لښکرو سره تقويه شوي نه واى ،دميا روښان نظريات به تر ډيره وخته پوري رد شوي نه واى . ))

داستاد روهي په څيړنيز متود کې ډير غنيمت ک��ر دادى چې په تحليل کې له چاسره يا دکوم لوري سره پلوي اويا طرف نه واقع کيږي ٬ بلکې په بې پلوه يا ناپييلې توگه فاکتونه وړاندې کوي اوقضاوت لوستونکي ته پريږدي ۔ په ټولنيزو پوهنو کي ددې خبرې اهميت په دې کې دى چې ټولنيزې پوهنې يو ډول ارزښتي پوهنه ده ۔ ډير ژر په کې ذهنيت يا ذهنيگري داخليدلې شي اوداستاد روهي ستر ميراث هم مو ږ ته دادى چې دمنطق اوفلسفې اواستدلال درس راکوي اودتفکر اوتامل چانس راکوي چې موږ سمې لارې ته برابر کړي ۔

همدارنگه استاد داخوند درويزه په اثارو کې دپښتنو دسايکالوجۍ اوکرکتر اوسجاياوو راسپړنه کوي ۔په پښتو څيړنو کې داسې مسايل اوداډول څيړنې نوي دي ٬ اوبله خبره داده چې اوس پښتانه اونوي نسل دغه ډول دلمس اواحساس وړ څيړنو ته اړه لري چې هم يې شکل نوي وي اوهم يې محتوى نوي وي ۔

يوه بله خبره داده چې اوس پښتانه داخوند درويزه دادعا پر خلاف په طبيعي توگه دملت جوړيدنې پروسې ته داخل شوي دي ۔ دوي دې له خپلو کمزورو دښمنانو څخه مشکور وي چې دځان په باب تفکراتو اوتاءملا تو ته راوبلل شول ۔ په دې    برخه کې داستاد روهي کار دستاينې وړ اوبلکې ښه لارښود دى ۔ خو علمي روشونو اوچلندونو خپلولو ته اړيو په دې پروسه کې اړه ده چې نوى پښتون نسل خپل پښتنې بگرونډ په علمي اومتوديکه توگه وپيژني اونور که افسانو ته هم مراجعه کوي خودافساني اواساطيرو توجيه اوتعبير دعلم پر اصولو په کار دي ۔ نه دذهن اوخيال ۔

۲- خوشحال خان :

دغه راز په خوشحال پيژندنه کې هم استاد روهي يو نوي باب پرانيستى دى ۔ استاد يو ازې دخوشحال شعر دشعار په توگه ځوان نسل ته نه ديکلمه کوي بلکې دهغه دتفکراتو اوتاملاتو اوتل پاتې کار هدفونه اوحکمت موږ ته راسپړي ۔ هغه ولې په پښتنو کې دليډرشپ مساله راسپړي اوددستار نامې د توضيحاتو له مخې واقعي ليډر پښتنو ته ورپيژني ۔ سبب يي دادى چې پښتانه دانديوادواليزم اوانفراديت کې ډوب دي اودوى ليډر ته اړه لري ۔ خوشحال په خپل وخت کي ددې خبرې اړتيا احساس کړې ده ۔ استاد روهي دهغه په اثارو کې همدغه مساله رابرجسته کړې ده ۔ چې نن هم دپښتنو له پاره مطرح ده ۔

که ددې برخې په پايله کې خبرې راټولې کړو نو ويلې شو چې دپښتنو په سياسي اوټولنيز تاريخ کې څومره چې دهوتکو اوبيا دابداليانو غورځنگ داهميت وٌړ دى ۔ له هغو څخه زيات دروښاني غورځنگ اوبيا خوشحالخاني غورځنگ ډير داهميت وړ دي ۔ ځکه چې لومړيو دوه يادوشويو   وروستيو دوه يادو شويويعنې هوتکي اوابدالي دواړو ته روح اوساه ورکړيده دا ځکه چې په روښاني اوخوشحال خاني غورځنگونو کې دسياسي موخو سره فرهنگي موخې ډيرې پياوړې وى۔ دې فرهنگي روح وکړاي شول دپښتني ټولني په مړه کالبد کې نوې ساه پوه کړي ۔ په پښتنو کي دازادي ٬ خپلواکى ٬ دولتمدارۍ اوهويت مساله ژوندۍ کړي ۔ دروهي صيب دکار اهميت اوتلپاتي والى هم په همدې کې دى چې هسې شعارونو ته مراجعه نه کو ي بلکي ديوه اولس له پاره اساسي ستونزه او اساسي پيامونه را برجسته کوي ۔

– ـ دادبياتو په برخه کي :

روهي صيب دلومړي وار له پاره په پښتو ادبياتو کې دعلمي اوناپييلي نقد ته تعميم ورکړ ۔ هغه دنقد په اړتيا ټينگار وکړ ۔ اوددې له پاره يي په کابل مجله کې زياتې مقالې وليکلې۔ ان فکر کوم هغه مهال به لا دزرين کوب دنقد ادبي اثر کابل ته نه وو راغلې چې استاد روهي په دې اړوند روزنيز کار وکړ ۔

دلومړې ځل له پاره يې دکابل په مجله کې داروپا ادبې مکتبونه وپيژندل همدارنگه استاددلومړي وار له پاره په پښتو کې ديوناني فلسفې اودمشهورو اثارو معرفي وکړه ۔

دفلکلور اوادب په برخه کي يې دتش فلکلوري موادو دراټولولو پر ځاى دفلکلور متودوديکه څيړنه اودفلکلور دمتودولوژۍ پر بنسټ دملتونو دروان اوارزښتونو تحليل اودهغو پر بنسټ داولس انتروپالوجيکه څيړنه عامه کړه ۔

هم دارنگه کله چې استاد په دې اړوند پوه شو چې په پښتو ادبياتو کې درومان٬ ناول ٬داستان٬ کيسه٬ اوافسانې مفاهيم لا په ابهام کې دى نو هغه يو مفصله مقاله دژوندون په مجله کې خپره کړه چې دټولو ليکوالو اوان دليکوالو ټولني له پاره دکار بنسټ و ۔

دنويو ځوانانو سره ناسته ولاړه اودهغو پر اثارو سريزه ليکل اوپه سريزو کې لارښوونکى نقش ۔ دداستانې اثارو ستندرد کول هغه ځوان نسل ته ور وښودل ۔

استاد يواځينې مشر عالم اودانشمند و چې دځوانانو له غونډو اوله هغو سره له ناستې اوولاړې يې خوند اخيست ۔ همدا علت و کله چې افغانې ټولنه فرهنگي بحران اوفرهنگي تشتت پر سر واخيسته ځوانانو له هغه هيله وکړه چې دخوشحال فرهنگي ټولنه جوړه اولار ښوونه يي وکړي چې تر ننه دغه وياړ داستاد سره دى ۔

اوس دالفرد دوموسه خبرې ته راځو چې يو وخت استاد روهې درحمان بابااوداشراق فلسفه کې رانقل کړي وه چې اوس داستاد دکار په باب صدق کوي ، موسه وايي :

( ستا هډوکي به په تابوت کې خاوري شي ۔

ستا شهرت ستا نوم اوستا افتخار به له منځه

ولاړ شي ۔ ليکن که له خپل عشق سره علاقه

ولرې ٬ هغه به پاتي شي ځکه چې ستا روح

ابدې دى ۔ )) الفرد دوموسه ۔

داستاد عشق پښتنې فرهنگ پښتو ادب اودپښتنو نصب العين و دا موخې اوس داستاد له روح اوروان سره يوځاى دابديت په لور خوځي ۔

روح دې ښاد وي ۔

اکبر کرگر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *