پوهاند دوکتور م.ا. زيار/ دريمه برخه

د ژبې غبرگ سکښت او شننه

د سوسور او پليونو رغښتوالو د ژبپوهنيزو ټوليو(کتېگوريو) او جاجونو (مفا هيمو) په لړکې د ژبې دوه گونی سکښت(تقطيع) اوغبرگونې شننه (تجزيه) ده چې په دې لړکې يي امريکايي رغښتوالو را روسته روسته پرهمدغه غبرگ سکښت او دوه اړخيزه شننه بسنه کړې ده. ځکه، لکه چې وويل شول، دوی د ژبې او وينا تر منځ بېلاو ته غاړه نه ږدي، په نورو ټکو، تش همدې وييزې- اوريزې ژبنۍ بڼې ته ((ژبه)) وايي.

په دې ډول څه چې امريکايي رغښتوالو ته د ژبې د لومړنيو توکو په توگه ارز ښتمن دي، هماغه غونډلې دي چې په کړنيزه بڼه په گړهارکې کارول شوې او په يوه ډول کښل شوې يا ثبت شوې اوسي. او له همدې لامله تل خپلې خبرې پرگړني زنځير راڅرخوي. دوی پردې گروهه ټينگ و ترينگ ولاړ دي چې غونډله يا دگړني زنځير هره کړۍ يا ټوټه تر هغې پرکوشنيو توکو شنل کېدای شي ، ترڅو په پای کې داسې يوونونه (واحدونه) لاسته راشي چې نوردشننې وړنه وي، په نورو ټکو، که نور يې پسې وشنو، داسې توکي، يانې تش اوازونه (فونيمونه) پرلاس راځي چې د هغوی پر اند نه مانا لري اونه کوم پښوييز چار پرغاړه اخېستای شي.هسې خو داسې فونيمونه شته چې مورفيمي،مورفو- فونيميکي او← مونيمي ارزښت لري.

هغوی هرکوشنی مانيز يوون ياواحد (مورفيم) بللی چې پښتو انډول يې(گړ) او پارسي دا يې (واژ،تکواژ) او لا افغاني انډول يې (واژک) هم رادود شوي دي. (يمين:۱۳۹۰، ۵۵)

د سکالو په تړاو ((زه هره ورځ ښار ته ځم)) غونډله پړاو پر پړاو تر شننې لاندې نيسو، په لومړۍ شننه کې نه(۹) گړونه لاسته راځي چې په غږيزه ابېڅې داسې اوډنه او نو مېرنه(تشخيص) مومي:

zə-har-a-wraj-x̌ār-ta-j-ə-m

دغلته ليدل کېږي چې په نهو واړوگړونوکې يو هم د چار و مانا له پلوه نور شنل کېدای نه شي. هرگوره، ځينې گړونه پکې خپلواک يا ازاد او دوييونو(لېکزيمونو) انډول دي چې لېکزيکوگرافيکي يا قاموسي توکي يې هم بولو ، لکه (زه، هر، ورځ، ښارته ځم)؛ يو پکې وييکي(ته) دی چې له خپلواکووييونو سره يې په ملتيا کې چارو مانا راڅرگندېدای شي، او نيم ازادگړ يې بللای شو؛ درېيمه ډله يې کو رټ ناخپلواک دي، خو له پښوييز پلوه يو چار(نقش) ترسره کوي.

په دغه لړکې هرکوشنوټي گړ ته ځينې،لکه اندرې مارتېن (مونيم moneme) هم وايي(اولريښ۷۴) چې پښتو انډول يې (ماناگړ) يا(چارگړ) راتلای شي،لکه-a- ښځينه روستاړی يا پايله چې ناټيکنومځری ياابهامي ضمير(هر) يې پر(هره)اړو لی؛( j-) د(تلل) وسمهال بشپړاند(سوپلتيف) مونډ(اصل)او هممهاله ريښه ده؛(m-) بيا درې سره چاره پرغاړه لري، هم دکړ وسمهال راټاکي، هم لومړی وگړی (متکلم) ، هم يې گڼه(عدد)،په دې جاج چې دکړ ترسره کوونکی يوگړی(مفرد) دی؛(-ə-) دکړ ريښې( j-) او کړپايلې (-m) ترمنځ تړاو ټينگوي او تړخپلواک (thematic vowel) بلل کېږي. هرگوره،زياتره رغښتوال بيا، لکه امريکايي هغه د يوه گړ دغه څو چاريزوالی له پامه غورځوي.(د لاپوهاوي لپاره: پښتوپښويه ۱۳۸۴ل. ۱۶۳)

نووم چومسکي Noam Chomsky پر نړيوال کچ يو ټولپېژندلی او ټولڅرگند ژبپو هاند پر دې سربېره چې د يوه رياضي پوه، تاريخپوه، فېلسوف او د يوه بل اندي (ديگر انديش) او چپي په توگه د نړيوال سياست په ډگرکې هم دپوره نوم ونښان څښتن دی، پر۱۹۵۷ز. کال د خپل((نحوي جوړښتونهSyntactic Struc – tures)) نومي کتاب په خپراوي سره لومړۍ پلاد ژبې په تړاو تر ټولو ارزښتمنه او پرلغښتې ليدتوگه دژبپوهنې په تاريخ کې رامنځته کړه، په بله وينا،زېږنده-لېږنده پښويه يا گرامرThe Generative-Trans fomational Grammar يې نړيوالو ته وروپېژاند.

دا ليدتوگه په ټوله مانا يوه سخته انقلابي ليدتوگه وه او لاده. که څه هم، يو نيم څرک يې تر چومسکي له مخه د نورو ژبپوهانو، په تېره د سوسور، اندرې مارتېن … او بيايې دخپل استاد زېليگ هريس Harris Zellig په ليکنو کی تر سترگو کېده، خو دغو گردو ځانونه د چومسکي د ليدتوگې پلويان نه دي شمېرلي او نه شمېري.

داهم ټولوته څرگنده ده چې د چومسکي په خپلو ليدونوکې له ۱۹۵۷راروسته ډېر بد لنو نه راوستي، هغه هم، تر هرڅه له مخه له امريکايي رغښتي ليدونو څخه د لريوالي په موخه چې په څلوېښتمو او پېنځوسمو کلونو کې يې خورا زيات دود لاره.

له دغو بدلنونو سره سره د چومسکي د ژبنۍ ليدتوگې بېخ و بنسټ په هماغو

((نحوي جوړښتونو))کې ليدلای شو چې نن سبا يې د يوه کلاسيک اثر بڼه غوره کړې ده. باطني(هماغه ۱۳۷) له پليونۍ سره سره پر چومسکي د ډېرو ژبپوهانو دا نيوکه پرځای بولي چې دی پر intuition باندې ترکچې زيات زوراچوي- هماغو مره زور، لکه سوسور چې پر رغښت، په نورو ټکو، د ژبې پر رغنده ټوکو (متشکله اجزاوو) اچاوه..

نوموړی ايرانی پليونی ژبپوهاند يې چې د intuition پارسي انډول (شم زبانی) را ښيي، داسې راپېژني:

((احساس يا قضاوتی که اهل زبان نسبت به درست يا غلط بودن جمله های زبان خود دارند.)) او بيا زياتوي، له دغه ذهني توکه گټه اخېستنه او بيا ورسره تړلی گونگوالی(ابهام) چې په کارونگ کې يې پېښېږي، ډېرې نظري او عملي ستونزې لري.

د ((intuition)) د بېلگې په توگه ، يو څوک له کوره په وتوکې وايي((زه ولاړم)) خو اورېدونکی پوهېږي چې موخه يې تېرمهال((ولاړم)) نه، بلکې وسمهال ((ځم)) دی.

يا لرې گورو چې يو سپرلۍ گاډی يا بس راروان دی، خو لنډ پر لنډه وايو: (گاډی راغی). همداسې تېرمهال پر وسمهال اړوو، د ساري په ډول ، د شپې د چاکور ته غل راغلی او سباته نورو ته کيسه کوي: ((له يوه درز سره له خوبه را ويښ شوم که گورم، يو سړي له دېواله ځان انگړ ته راغورځولی، زماد خوبخونې وره ته ولاړ دی او د راننوتوهڅه کوي…)).

دانگريزۍ او زياترو اروپايي ژبو په رسنيو اوداستاني ژبه کې خو تېرمهال زياتره پر وسمهال بدلون مو مي، خولوستونکي او اورېدونکي ورسره روږدي شوي او پو هېږي چې پېښه په تېرمهال کې رامنځته شوې ده. ناخبري کړ بياله پښتو تر انگر ېزۍ پورې په ډېرو ژبوکې په تېرمهاله بڼه اوړون(گردان) مومي، که څه هم موخه يې نا تېرمهال وي، لکه په دې پښتو متل کې: ((که ټينگه دې کړه، ټينگه به يې نه کړې)).

همداراز يو اورېدونکي زياتره له بشپړتېرمهال او نژدې تېرمهاله يو راز پوهاوی ترلاسه کوي، لکه: (ما دا کار نه دی کړی) او(ماداکار ونه کړ). همداشان له چاروال او بېچارکړ(معلوم و مجهول فعل) څخه هم هما غه يوراز جاج اخلي، لکه په دې غونډلوکې: (پر جومات يوه ځانمرگي بريدگر سل لمونځغاړي ووژل) او(پرجومات په يوه ځانمرگي بريد کې سل لمونځغاړي ووژل شول) او داسې نور(پارسي بېلگې: باطنی ۱۳۸۵، ۳۸-۳۹) نور بيا..

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۰) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱۵\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *