بدلون

افغانان متل کوي چې: په پلاني یې نه شې شل کولای، یا: بې ما یې نه شې شل کولای؛ چې څوک یې شل کړي ګواکي ویې ګـټله.

بدلون اونېزې دا دی شل کړه او خپله شلمه

ګڼه د خپلو درنو او خوږو لوستونکو مخ ته ږدي.

هغه ستونزې چې دغه اونیزه ورسره لاس و ګرېوان ده ښایي بیان یې د ډېرو لپاره د منلو نه وي او زموږ لپاره هم اوس ضرور نه ده چې د همېش غوندې او د هر چا په شان شکایتو ته ادامه ور کړو بلکې د بریا پر اړخو به یې یو څه د زړه خواله سره وکړو:

ټولو ته مالومه ده چې بدلون اونېزه په داسې بحراني شېبو کې را پیل شوه چې ټول افغانستان او افغان انسان د مایوسیو، سیاسي ناندریو او خارجې بېباکیو دوړو غرق کړی وو، اوس هم هر څه نارمل حالت ته نه دي را ګرځېدلي، نور لوستونکي او کتونکي خو څه کوئ خپله د ودان افغانستان یو شمېر ملګري هم وارخطا ول چې په دغسې یوه ترینګلي بحراني وضعیت کې به دا روښانوونکې مبارزه څنګه دوام پیدا کړای شي؟

مګر موږ پر افغاني هوډ په عام ډول او هلمندي ظرفیت په خاصه توګه ډاډه وو، ډاډ مو بېځایه نه وو، چې د چا را پام کېدی نو تر خپله وسه یې د مادي و معنوي امکان لاس را غځاوه، چې کتل مو، د خپلو ایماندارو، وطنپرستو او فرهنګدوستو وطنوالو او هلمندوالو په علمي، قلمي او نقدي مرستو سره مو شل کړې وه او نن دا دی د بدلون شلمه ګڼه ستاسو درنو په مبارکو لاسو کې ده، نور نو مخ په وړاندې نه موږ وار خطا یو او نه دي د بدلون مینان تشویش کوي، ځکه زموږ خلکو ثابته کړه چې حالات یې له پښو نه شي اچولای، دوی د خپل وطن او فرهنګ د ودانۍ لپاره هرې قربانۍ ته اماده دي.

بله دا چې د بدلون د شلو ګڼو په چاپ او خپرېدا سره موږ د افغانستان په ډېرو سیمو په تېره بیا هلمند کې د یو ډول محسوس بدلون احساس کوو او دا هغه څه دي چې موږ د خپل شعار( روښانتیا، ویښتیا او بدلون) د لوړ انساني- افغاني هدف و خوا ته په چټکتیا سره ور نژدې کوي او دغه نېکمرغه واقعیت زموږ په وجود کې د لا نورې ملې هیوادنۍ مبارزې لپاره د تعهد ولولې را پاروي، ګرموي مو، خوځوي مو، افغان انسان راباندې خوشبخته کوي او افغانستان راباندې ودانوي.

ان شاء الله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *