قیام الدین عثماني

قیام الدین عثماني \دوهمه برخه

د انکشافي دولت دندې

د ایوانز(Evans ) له نظره دولت په اقتصاد کې څلور مهمې دندې لري:

د ساتونکي دنده ( ساتنه او مقررات جوړول)، د دایې یا قابلې دنده ( په یوه ټاکلي سکتور کې د تشبساتو زېږول)، کرنه ( د تشبسي قواوو روزل، کرل او پالنه) او په ګټورو فعالیتونو کې پخپله برخه اخیستل.

د انکشافي دولت خاصیتونه
  • د ګټې د زیاتولو پر ځای د بازار پر ونډې ټینګار کوي
  • اقتصادي نشنلیزم: داخلي اقتصاد، کار، د سرمايې جوړښت د تعرفو او بندیزونو له لارې کنټرولیږي.
  • نیولبرالیزم (Neoliberalism) ته لږ توجه کول
  • د داخلي صنعتونو خوندیتوب
  • د بهرنۍ تکنالوژي رانقلول
  • هوښیاري ، د وړتیا پر اساس ګومارنه او مسلکی بیروکراسي
  • پر اجراتو ولاړ مشروعیت
  • پر اجراتو ولاړه حکومتداري
  • د دولت له لورې د ښې زیربنا برابرول
  • د صادرات محوره پالیسۍ غوره کول
  • پر تخنیکي زده کړو ټینګار
  • پر تولید ولاړ خصوصي سکتور

انکشافي دولتونه او د کاپټاليزم بيا کتل شوي ډولونه

پرانکشافي دولتونو ليکنې:

زیاتې ليکنې د ختيځې آسيا د پرمختګ د سياستونو د تحليلولو لپاره د (چالمرز جانسن) د ۱۹۸۲ کال د کار په نتيجه کې منځ ته راغلې دي چې د جاپان د نړیوالې سوداګرۍ او صنعت د وزارت ( MITI) او د جاپان د فوق العاده صنعتي وده (۱۹۲۵- ۱۹۷۵ ) يې پکښې څیړلې ده.

د انکشافي دولتونو نظريه د جاپان او وروسته د جنوبي کوريا او ټايوان د اقتصادي تجربو څخه استنباطيږي او د هغه بحثونو په عکس العمل کې راپورته کيږي چې پر اساس یې د ختيځې آسيا هيوادونو پرمختګ د نوې کلاسيکې اقتصادي پاليسۍ نتيجه بولي.

په دي مقاله کې د ختیځې آسیا پرمختګ د انکشافي دولت نتیجه بلل شوې ده، انکشافي دولت (یوه بې سارې سیاسي بيروکراتیکه او پرنفوذه شبکه وه چې په کاپټالیسټي شمال ختيځې آسيا کې یې یو اقتصادي ژوند تشکيلاوه.)

جانسن(Johnson) يو ډول دولت تشخیص کړی و، چې نه سوشيالیست و، نه آزاد بازار، بلکې د دې دواړو يو مرکب ډول و، ( يو پلان شوی مقعول کاپټاليسټي انکشافي دولت و چې خصوصي سکتور د دولتي لارښوونې سره يوځای کار پکښې کاوه).

بايد پر دې ټينګار وشي چې په دې ډول دولتونو کې دولت د خصوصي سکتور رول په لویه کچه تر پښو نه لاندې کوي لکه په سوشياليست اقتصاد کې بلکې هڅه کوي چې خصوصي پانګونه په هغو ساحو کې تنظيم کړي چې دولت هغو ته لومړيتوب ورکړی وي .

ددې تر څنګ د دغو دولتونو یو خاصیت دا دی چې د دموکراتيک سياست له فشار څخه خلاص دي. همدارنګه دولت د شريک په شکل کار کوي او خپله توانایي په مختلفو لارو لکه د قرضو کنترولولو، د صادراتو په ارتباط د وارداتو کنترولولو، اود انتخابي پانګونې د تقویې او هڅوني لپاره کاروي.

د دې مقالي پر اساس د دولت مشروعيت د بريالیو اقتصادي اجرآتو پر اساس و، او اقتصادي ودې پرصادرات محوره (Export-Oriented) موډل باندې تمرکز کاوه.

نوي راپورته کېدونکي صنايع (Infant industry) د تعرفو په واسطه خوندې کيدل او په عين وخت کې یې د صادراتو د ودې تګلاري لپاره د دولت ملاتړ تر لاسه کاوه. د ختيځې آسيا هيوادونو د خپلو صنعتونو د سقوط د مخنیوي په خاطر” انتخابي صنعتي پاليسي” تاسيس کړې چې په هغو کې یې د شرکتونو يا تجارتخانو مؤثريت زيات کړ، چې د خپل صنعت د درېدو مخه ونيسي.

دوی په مشخصو صنعتونو کې د سبسیډي په واسطه پانګه ییز سامان(capital equipment) د موډرنو او معقولو پروګرانو له لارې اصلاح اوعصري کړ. دوی د تحقيق او تکنالوژۍ د اصلاح لپاره سبسیډی ورکړل. او همدارنګه یې د عامه تحقيق د نهادونو د روزنې له لارې په بشري پانګه کې پانګونه تشويق کړل.

دولتي بنسټونو د مشخص صنعت او کاروبار په برخه کې د بهترې او مروجې تکنالوژۍ لپارهم معلومات ارایه کړل. دوی همدارنګه د تجارتي اتحاديو یوځای کېدنه تنظیم کړه، او د بازارونو د ډلبندۍ پرمسئله يې مباحثې اوخبرې اترې وکړې او دا هر څه د دې لپاره ول، چې د ډېرو توليدوونکو څخه يو ښه او بهتره لاسته راوړنه وشي .

په بله اصطلاح د ختيځې آسيا د صنعتي پاليسۍ څخه داسې ښکاري چې د آزادې سوداګرۍ د پاليسۍ له لارې کوچني او نوي راپورته شوي شرکتونه په يوازې سر د صادراتو کاميابي نه شي تر لاسه کولای، بلکې د موثريت (productivity) د لوړوالي لپاره د دولت مداخلې ته ضرورت لري او همدارنګه له دوی سره بايد د خپلو توکو په صادرولو کې مرسته وشي.

د نوموړي بهرنۍ سیالۍ د خنډونو او رقابتونو سره سره موږ بايد پر دې ټينګار وکړو، هغه څه چې د لاتين امريکا په حمایه شویو مارکيټونو کې په ۱۹۶۰او ۱۹۷۰يمو کلونو کې پېښ شول هغو حمایوي اقداماتو او رقابت ضد کارونو د موثريت په مخ کې مشکلات رامنځته کړل.

دا د سیالۍ د مخنیوي لپاره داسې يوه پاليسي نه وه لکه په لاتين امریکا کې چې وار په وار را څرګندیدل، او په هغه پالیسۍ کې رقابت په مکرر ډول له منځه ولاړ او په محدود مارکیټ باندې د صنعت د باور له امله موثريت اصلاح نه شو.

هغه ملاتړ چې په ختيځې آسيا کې شرکتونو د خپل خونديتوب لپاره د دولت څخه تر لاسه کاوه، هغه د دولت يو سپين چیک نه و، شرکتونه او اتحاديې په دې پوهيدې چې دولت به دغه ډول ملاتړ یو وخت له منځه وړي .

ځکه نو د دولت مداخله د بې کفایتو صنعتونو با وجود خرابه نه شوه. د دې حالت لپاره د پيټرايوانز (Peter Evans ) لخوا نصب شوې ازادي يا ( Embedded Autonomy ) اصطلاح کارول شوې ده. نصب شوې ازادې د پیاوړو او مسلکي بيروکراتانو یوه اداره وه چي له تجارتي سکتور سره یې بهرنۍ اړيکې درلودې او دولت ته یې د اقتصادي پرمختګ لپاره ضرورتونه ورپه ګوته کول.

دې اړيکیو د دولت او د بازار د لوبغاړو يا تجارانو اړیکې بريالي کولې چې د بيروکراتانو مسلکي توب او روڼوالی دولت د ذینفع گروپونو د تسلط څخه چې د خپلې ګټې لپاره دولت کاروي، خلاصولای شي. نور بیا..

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۲۰) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱۵\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *