خاک کش(دخاورو ماڼۍ)
دځايې خلکو په ويناچي دانوم له ډېره قديمه دخلکو پرژبو ګرځي، هغه سړ ک چي دکجکي څخه دسروان ،سنګين(تګين آباد؟) او ګرشک خواته غزېدلی پروت دی،دسنګين بازار په شاوخوا اته کيلومترۍ کي کېڼ لورته ، دختيځ په خوا يوکوچنی کاريزدی چي اوس يې هم ځايې اوسېدونکي د(خاکش) په نوم يادوي چي د (ک) په زير او کله زور سره يې خلک تلفظ کوي.
زماپه اند خاکش کلابه په صفاری دورې (۲۶۰هجري) پوري اړه ولري،ځکه هغه کلاوي چي په صفار او سيستان کي دصفاري دورې څخه راپاته دي ورته والی لري،ځايې خلک داسيمه دخاکش په نامه يادوي، دکاريزپه منځنۍ برخه کي يوه نړېدلې کلا ترسترګوکيږي چي دامهال يې شاوخوا خلک خاوره ځمکوته وړي او ورانوي يې.
د درېيمي هجري پيړۍ په دوهمه نيمايې کي صفاري کورنۍ پردې سيمه واکمنه وه، ددې کورنۍ بنسټګر يعقوب ليث صفاري دهلمند دګرمسير دصفار اوسېدونکی و. دهلمند سيند غاړوته کشونه (کلاګاني) جوړول پيل کړل،لکه: کش،کش صفار.
خودانوم تردې وړاندي هم ليدل کيږي لکه د دوهمي هجري پيړۍ په لومړي نيمايې (۱۳۰هجري)کي تاريخ کي راځي چي: دابو مسلم سره له هري خوا خلک يو ځاي راټول سول: ((دهرات،پوشنج،مرو رود،مرغاب طالقان،مرو،نيشاپور، سرخس،بلخ ،جهانيان، تخارستان، ختل(کش) نخشب او داسي نور……
په عام ډول دانو م په نورو لرغونو متونو کي هم راغلی دی ،لکه دکش په نوم ځای د(ک) په زورسره راغلی په بخاراکي دسمرقند څخه بلخ ته دلويې لاري پسر واقع دی او مهمه داچي دبخارا کش دګوډ تيمور دزيږيدني ځای دی،تيمور دې ځای کي ډيري ودانۍ کړي چې مشهوره يې آق سرای(سپينه ماڼۍ= کاخ سفيد)وه اتمه هجري پيړۍ کی داځای د(شهرسبز) يازرغون ښار په نوم هم نومول سوی دی، په تاريخي جغرافيو کي دکندهار کشک نخود هم په (کش) ياد سوی دی خود سروان کش(خاک کش= خټينه کلا) له هغه څخه بيل جغرافيايې موقعيت لري.( )
نور بيا…
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۲۰) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱۵\ ۱۳۹۳