څېړندوی عبد الغفور لېوال –
د پښتو دیداکتیک نظمونو یو ستر ناظم میا فقیرالله جلال آبادي و. دهغه دنظمونو ارزښت فرهنګي ، تاریخي او محتوايي دی ، دهمدې لپاره دفرهنګي بډایې زیرمې یوه برخه یې ګڼلای شو ، خو په ادبیاتو کې نه شاملیږي ، ددې لپاره چې دمیا فقیرالله جلال آبادي د تعلیمي نظمونو ځای او ارزښت وپيژنو لومړی به دیداکتیک نظمونه معرفي کړو .
دیداکتیک نظمونه څه دي ؟
په Shadow Literature Theory کې لولو :
ترجمه : دیداکتیکه شاعري دنظم لیکلو هغه فورم ( شکل یا طریقې ) ته ویل کیږي ، چې له پیله د پوهې دلېږد یا څه ورزده کولو په غرض ویل شوې وي .
آن له همدې پیله ګورو ، چې د ې ته دشاعرۍ دسیوري یا Shadow Poetry نوم ورکړل شوی دی
دیداکتیکه شاعري نه یوازې زموږ د سیمې په ژبو کې شته ، بلکې په لاتینو اروپايي ژبو کې هم خورا لویه پانګه لري، په انګریزي کې یې ګڼې بېلګې او ټولګې موندلای شو ، چې یوه یې هم دلته د ( دیوید ارلووډ ) یوه بېلګه ده .
په لویدیځ کې هم دا تیوري نسبتا ً نوې ده ، چې دیداکتیک نظمونه دهنري ادبیاتو له پانګې څخه بېلوي .
دیداکتیک نظمونه د یوې ژبې فرهنګي پانګه ده ،چې په ادبیاتو کې نه راځي . هماغسې چې یومهال دادبیاتو دتاریخ په بحثونو کې دژبې او حتی یوه قوم تاریخ لوستل کیده ، خو وروسته یې دابرخې ترې وویستې او یوازې د هنري ادبیاتو دایجاد او ودې بهیر یې په کې پرېښود ، ښه به داوي چې دادبیاتو په نویو ویشونو کې دغه ژبنۍ فرهنګي پانګه هم له ادبیاتو څخه جلا کړو .
په ادبي اثاروکې خیال او تخییل ترټولو مهم بنسټ او اصل دی . حال داچې په دیداکتیک نظمونو کې په لنډه ، آهنګینه او معمولاً مقفا کلام کې دیوې موضوع دیکته کول هدف وي .
د شعر دمعاصر تعریف له مخې :
شعر په لنډه او اهنګینه ژبه دفکر او تخییل عاطفي تړون ته ویل کیږي ، ګورو چې په دیداکتیک نظم کې ددې تعریف درې جوړښتي عناصر ( فکر ، تخییل او عاطفه ) ځای نه لري ، دفکر ځای وارله مخه( موجودې ) یا جوړې شوې موضوع نیولی او تخییل او عاطفه په کې رغښت توکي نه دي .
د سرمحقق زلمي هېوادمل ( په هند کې دپښتو ژبې او ادبیاتو دایجاد او ودې پړاوونه ) په کتاب کې لولو : ددیداکتیک نظمونو قدیم معلوم اثر د غلام محمد کیګاڼي معراجنامه ده، دمعراجنامه د اسلام دستر پیغامبر ( ص) دمعراج واقعه بیانوي ، چې له پاړسي څخه یې راژباړلې ده .
په حضرت نبي چې مهر مستعان که
جبرائیل یې په بللو ورروان که
اویازره فریښتې ورسره نورې
خو مقام یې دښاغلي په استان که
الخ ( ۱- ۲۳۹ )
داستاد هېوادمل له قوله په دې بهیر کې دزمانې له پلوه دوهم ځای همدا زموږ میا فقیر الله جلال آبادي لري ، چې ګڼ دیداکتیک ( تعلیمي ) نظمونه یې لیکلي دي او په دې توګه یې د پښتني لیکنۍ فرهنګي پانګې زیرمه بډایه کړې ده .
دده فواید ، اسمآ ء الحسنی ، کیمای سعادت ( چې منثوره برخه هم لري ) او یوشمېر نور اثار دده دتعلیمي نظمونو بېلګې ترموږ پورې رارسولې دي .
ترده وروسته داخوند رشید ( رشیدالبیان ) ، دعبدالحیلم اثر د ( تېر هېر شاعران ) په روایت عبدالرحمن مشهور په ابن فقیه او امیر شاه ( مشهور په محمدعلي ) آثار مخې ته راځي . ددې ترڅنګ د خوشال خان خټک ،میاروښان ، اخند درویزه او نورو نامتو لیکوالو یوه برخه اثار هم دیداکتیک نظمونه دي .
په دیني متونو کې ددیداکتیکو نظمونو ځينې بېلګې په هغو ( نورنامه ) نومیو کتابونو کې هم ما لوستي او لیدلي دي ، چې زموږ کلیوالوښځو به دسهار له مخې لوستلې ، ماته ددغو کتابونو دلیکوالو نومونه په یاد نه دي ، خویادو متونو دیني او اخلاقي تعلیم درلوده .
د دیداکتیک نظمونو د تخلیق غرض :
زوړ باور دی ، چې نظم تر نثر ه اسانه حافظې ته سپارل کیږي . هاغه متنونه چې په نظم لیکل شوي وي ، له یوه نسله وبل ته یې لېږد اسانه دی او بشپړ یا دحافظانو په مرسته او یاهم دلیکوالو په ذریعه رانقلیږي .
دنظمونو لوستل هم په زړه پورې او اسانه دي ، دمتعلمینو لپاره ستوماني هم نه پيښوي او په مدرسو او جوماتونو کې به دیو څه ترنم او ریتمیکې ادا په مرسته لوستل کیدل .
داستاد هېوادمل په ژبه ، دغه متون به هغه وخت په هندوستان ، روه او داوسني افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لوستل کېدل . مانا ددې متنونو د ایجاد یو غرض دتعلیمي نصاب لپاره ممد یا حتی اصلي تدریسي موادو برابرول هم ګڼلی شو .
دیداکتیک نظمونه یوازې دیني هم نه وي ، په دوی کې اخلاقي ، د پند او نصیحت مسایل، علم الانساب ، تاریخ ، طب ، نجوم او نور داسې مسایل هم شته . د خوشال خان خټک بازنامه او طبنامه یې غوره بېلګې دي .
البته دا به نه هیروو ، چې قصصي متون که څه هم دژبې سینګار او دبیان ښکلاییز او هنري ارزښت یې ډير نه وي هم ، خو که دکیسو په جوړښت او طرحو کې له تخییل څخه کار اخیستل شوې وي او ډراماتورګي یا حماسي – اساطیري ارزښت ولري ، بیا نو په دیداکتیکو اثارو کې نه ، بلکې په ادبي اثار وکې شمارل کیږي .
ارواښاد استاد روهي په خپل ارزښتمن کتاب ( ادبي څېړنې ) کې دیداکتیک نظمونه دفورمالیستي شعرونو په وړاندې تقسیمبندي کوي، ددیداکتیک نظمونو هدف تعلیم او پند ګڼي ، خو فورمالیستي شعرونه دصلابت او لوړتیا خاوند شعرونه بولي ، استاد روهي دکلاسیکې دورې شاعري په دیداکتیکو ، فورمالیستي او قصصي شعرونو سره ویشي .
استاد د میا فقیرالله جلال آبادي دکلام دا بېلګه راوړي :
واوره ته له ما حبیبه
ترهمه خوشبو طبیبه
دحزب البحر اسناد وروره
درته وایم اوس وګوره
افاضه یې روحي جانه
وه دده روزي پردانه
په هغه افاضې یاره
ده موندلې وه دلداره
خو ددې په وړاندې د کاظم خان شیدا یوه فورمالیستي بېلګه راوړي :
سوال مې خوی له درافشانه پوره نه دی
صدف ورانه خپله خوله کړه په غوښتلو
دآفتاب په کمند نه خیژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو ( ۲- ۲۳۴)
ماته داسې ښکاري ، چې په پښتو کې دیداکتیک نظمونه له مسجع نثر څخه یوڅه ورپورته د نظمي کالبونو په مرسته دموضوع درسولو وسیله ګڼل کېده، ځکه خو کیدای شي همدا عادت ورو ورو په مسجع نثر اوښتی وي .
د دیداکتیک نظمونو فرهنګي ارزښت :
دیداکتیک نظمونه له ادبیاتو څخه په وتلو سره خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي ، بلکې دمتني پانګې په توګه د فرهنګ یوه ارزښتمنه برخه ګرځي ، چې اهمیت یې په لاندې توګه ټاکلای شو :
تاریخي اهمیت : له تعلیمي نظمونو څخه دتاریخ دیوشمېر ورکو سرچینواو پېښو موندل .
د تاریخي او کلتوري بشرپېژندنې ( Anthropology ) له نظر ه هم دغه متون دیوي انساني ټولنې دباورونو ، ارزښتونو، ټولنیزې ارواپوهنې ، سیاست ، اقتصاداو نوروبشري ځانګړنو په پېژندنه کې مرسته کوي .
دژبې دتحول په پېژندنه کې دباور وړ مواد دي ، مانا دتاریخي ، مقایسوي ژبپوهنې او ریښه پېژندنې ( Etymology ) لپاره ګټور مواد لري .
د یوې ټولنې د ښوونې او روزنې د تحول او تاریخ په څېړنه کې مرسته کوي .
د دیني باورونو لرغوني څرکونه ورڅخه معلومولای شو.
هغه بحث چې په هندکې دپښتنو دکلتوري میراثونو ، دورو او اثارو په اړه استاد هېوادمل همدې او دې ته ورته د نورو متونو په مرسته کړی دی، پخپله ددې اثارو څېړنیز ارزښت راڅرګندولای شي .
د دې لیکنې وړاندیزونه :
د ادبیاتو د حدودو په ټاکلو کې باید نوی نظر وکړو او دهغو متونو دمطالعې ساحه بېله کړو ، چې په هنري ادبیاتو کې نه شاملیږي ، خو ځانګړی فرهنګي ارزښت لري .
د میافقیرالله جلا ل آبادي اثارو او ده ته ورته د نورو دیداکتیکو نظمونو ټولګو ته باید په نوي علمي ـ څېړنیز نظر وګورو ، چې هغه یوازې دشاعرانه او هنري څرکونو پلټل نه ، بلکې د ټولنپوهنې ، بشر پېژندنې ، ارواپوهنې، دینپوهنې ، متنڅېړنې ، پیداګوژۍ ، علم الاخلاق، تاریخ او مدني حوزو بحثونه دي .
دفرهنګي اثارو په نوي ویش ( Classification) کې ددغو متنونو ځای دهغوی له محتوا او تخلیقي هدف سره سم ټاکلی شو ، دا ډول متنونه په تاریخي ، دیني ، ټولنیزو، اخلاقي ، طبي ، تعلیمي او داسې نورو ویشونو کې راوستلای شو .
سرچینې :
۱- سرمحقق زلمی هېوادمل ، په هندکې دپښتو ژبې او ادبیاتو دایجاد او ودې پړاونه ، دوهم چاپ ، ۱۳۷۳ ش . لاهور .
۲- څېړندوی محمد صدیق روهي ، ادبي څېړنې ،دوهم چاپ ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۶ ش، پېښور .
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۰) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱۵\ ۱۳۹۳