تاند- د برازیل په جنوب کې یو ماشوم چې له زېږېدو څو دقیقو وروسته د ډاکترانو له لوري مړ تشخیص شو او د مړینې سند یې یوه ډاکتر لاسلیک هم کړ خو وروسته ژوندی شو.
یوې نرسې نوزېږی ومینځه، کالي یې ورواغوستل او بیا یې هغه د روغتون د کلیسا په محراب کې په یوه کوچني تابوت کې کېښود.
خو کله چې د ماشوم انا (نیا) د هغه د مړي د اخیستلو لپاره راغله، د ډاکترانو له لوري د ماشوم د مړینې د اعلانېدو درې ساعته تېر شوي و.
په دې وخت کې نوزېږي ناببره پښې وخوځولې او ژړا یې پیل کړه.
هغه نرسه چې ماشوم یې مینځلی و، وايي:«په ډاډ وایم چې ماشوم مړ و، د سر په سترګو مې ولید، ټول بدن یې تک شنین شوی و، هو بهو لکه د مړي.»
هغه ډاکتر چې د ماشوم مړینه یې تایید کړې او د مړینې پر سند یې لاسلیک کړی و، په اصرار وايي«که خلک هر څه وايي، ودې وايي خو څوک چې (ماشوم) ما معاینه کړی و او نورو کسانو هم ولید، هغه مړ و.
دغه ډاکتر وايي چې د طبابت په په شل کلنه موده کې یې داسي څه نه و لیدلي. د ده په وینا د ماشوم نبض درېدلی و، ټولو ماشینونو ښودله چې د زړه دربا (ضربان) یې ولاړه ده او ساه نه باسي.