کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): په پښتو ژبه کې د تازه دود شوي “لنډکي شعر” شعري فورم لومړۍ ګډه شعري ټولګه “د ومان ياران” په نامه چاپ شوه.
لنډکى شعر په دې وروستيو کې په پښتو شاعرۍ کې دود شوى او د ځينو شاعرانو په ځانګړي ډول د ښځينه شاعرانو ډېر خوښ او هرکلى شوى او تر دې دمه يې دا ډول ګڼ شعرونه ليکلي دي.
دا شعرونه د خپل لنډون او ژور خيال او زړه را ښکونکي انځور له امله په خواله شبکو کې زيات خپرېږي او ځينې ځانګړې فېسبوکپاڼې هم ورته رامنځته شوې چې د مينه والو شمېر يې زرګونو ته رسېږي.
د ومان ياران شعري ټولګه د دغه ژانر د يوه شاعر فواد الياسزي په زيار د “ځوان قيادت” ټولنې له خوا په زرو ټوکونو کې په ښکلي صحافت خپره شوې ده.
که څه هم تر دې وړاندې د لنډکي شعر خورې ورې بېلګې د ځينو شاعرانو په ټولګو کې د نورو شعري ژانرونو تر څنګ چاپ شوې، خو دا په خپل جوړښت کې د دغو ډول شعرونو لومړۍ ګډه ټولګه ده.
په ياده ټولګه کې د څو ښځينه شاعرانو په ګډون د لنډکيو شعرونو د شاوخوا لسو شاعرانو د شعرونو ګڼې بېلګې د شاعر او ليکوال علم ګل سحر له يوې لارښودې مقدمې سره راغلي دي.
د دې ټولګې اوډونکي او د لنډکي شعرونو شاعر فواد الياسزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ټولګه يې په دې وروستيو کې له لنډکي شعر سره د ځوانانو د ژورې مينې په سبب راټوله او خپره کړې ده.
که څه هم ځينې کره کتونکي او شاعران د دغه شعر د نوم په اړه يوه خوله نه دي او وايي چې د ايراني شعر “شعر کوتاه” کټ مټ ژباړه ده، خو پلويان يې وايي چې دا شعرونه د ژوند ډېرې هغه لنډې شېبې هم خوندي کوي چې په نورو شعري ژانرونو کې نه ځايېږي او بايد همدا نوم پرې کېښودل شي.
کره کتونکي علم ګل سحر په ياده ټولګه په خپله سريزه کې دغو شعرونو ته د “وماني شعرونه” نوم ورکړى او وايي چې د دغه شعر بنسټګر او پالونکى شاعر ومان نيازى دى.
هغه په دې اړه زياتوي: ((ومان چې په چا کې د دا ډول شعرونو د ليکلو وړتيا ليدلې، هغه يې تر لاس نيولي دي، هڅولي يې دي او په عمل کې يې ورسره مرسته کړې ده.))
ليکوال او کره کتونکي او د البيروني پوهنتون د پښتو څانګې استاد پوهنيار فهيم بهير که څه هم د دغه شعر له مينه والو دى، خو له نامه سره يې موافق نه دى.
هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: “دا شعر بايد په يوه شاعر پورې اړوند نه شي، دا هغوى ته يو کمپاين دى، موږ ګڼ شاعران لرو چې دا ډول شعرونه يې ليکلي او ښه يې ليکلي دي.))
بهير وويل: ((موږ دا ډول بېلګې هم په پښتو ولسي شعر او هم ځينو ادبي ټوټو کې لرو، خو که لنډکى شعر ورته وايو، نو بيا به مو د جوړښت اوږده او منځني شعر په اړه دريځ څه وي))
د يادونې ده، تر دې وړاندې د هايکو، ټپيزې، ټکوريزې، عزليزې او درې والې په نامه شعري ژانرونه هم په پښتو اوسني شعر کې زيات شوي چې له دې ډلې يې د هايکو، ټپيزې او ټکوريزې ځانګړې ټولګې هم خپرې شوې دي.
کره کتونکي که له يوې خوا په شعر او ادب کې د نوو شعري ژانرونو هرکلى کوي، خو وايي چې له دې ډلې يې ځيني په پښتو ولسي او عروضي شاعرۍ کې اوږده مخينه لري او اوس يواځې د نوم او ځينو ځانګړتياوو په بدلون په بل نامه رواج شوي دي.