د پراخ اداري فساد له امله د نړیوالو بېخرته مرستو نه یوازې افغانان په خیټه ماړه نه کړل، بلکې کمزورې حکومتوالي او نا معیاري خدمات د دې سبب شوي، چې په افغانستان کې بشري ځواک له هره اړخه وځپل شي او د سم ژوند له اسانتیاوو محروم پاتې شي.

د نړیوالو مرستې په دې پلمه وي، چې دلته ښه حکومتوالي رامنځته شي او د ښه حکومتوالۍ په چوکاټ کې د افغانانو لپاره د ژوند اسانتیاوې رامنځته کول دي. دا اسانتیاوې د هېواد په هر سکتور کې لازمې دي، په اقتصادي، کولتوري، کرنیز، مخابراتي، ترانسپورتي، تجارتي، روغتیايي او ګڼ نور، ښايي ځینې سکتورونه لګښتوال (مصرفي) وي او هېڅ مادي عواید د دولت بودجې ته ترې نه ځي، د بېلګې په توګه په افغانستان کې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې دولت ته کم مادي عواید په لاس ورځي، او په دغو برخو ددولت له بودجې لګښت کېږي او دا سکتور غښتلی کوي، په ټوله کې دولت د ظرفیتونو د جوړلو لپاره خاص پروګرامونه لري او اړونده ادارې په دې برخه کې فعالیتونه کوي.

د دولت ځینې سکتورونه پراخ عواید لري او دا عواید نور سکتورونه هم حمایه کولای شي. د بېلګې په توګه په هېواد کې د مالیې، مخابراتو، کرني او مالدارۍ، عامې روغتیا او نور وزارتونه ښه عواید لري او هومره د نړیوالو مرستو ته اړ نه وي، لکه څومره چې مصرفي سکتورنه اړ وي.

د عواید لرونکو سکتورونو په ډله د عامه روغتیا سکتور یوه هغه برخه ده چې د نړیوالو پر مرستو سربېره خپل عواید هم لري؛ خو په افغانستان کې د دغه وزارت له فعالیتونو اکثریت خلک خوښ نه دي او په دغه برخه کې له ګڼو ستونزو سرټکوي.

د روغتیايي مرکزونو، د متخصصو ډاکټرانو او د مجهز ترانسپورت نشتوالی، بې کیفیته او ټیټ کیفیته درمل، د خصوصي روغتونونو نه څارل، د قابله ګانو نشتوالی، پر درملتونونو نه څار، په هټیو او پلو لارو کې پر درمل پلورلو نه بندیز او نورې هغه ستونزې دي، چې د روغتیا وزارت يې په هواري کې په بشپړ ډول ناکام او پاتې راغلی دی.

د روغتیا وزارت د هرې ستونزې لپاره نه دایمي حللار موندلی او نه یې تر اوسه کومه داسې کړنلاره برابره کړې، چې ستونزو ته دایمي حللار پکې جوته وي. د روغتیايي مرکزونو کمښت او نشتوالی غټ�� ستونزه ده، خو په شته روغتیايي مرکزونو کې د وړ او مخصصو ډاکټرانو نه شتون او د بې کیفیته او ټیټ کیفیته درملو شتون او په روغتونونو کې د درملو د کمښت ستونزې هغه څه دي چې خلک يې ډېر اندېښمن کړي دي.

فقر او بېوزلي هغه څه دي چې انسانان په جسمي او روحي لحاظ زیانمنوي او زموږ ټولنه دغې پدیدې ډېره تخریب کړې ده، په کلیوالي او ښاري سیمو کې دولتي روغتونونو ته ځکه خلک ډېر ورځي، چې په شخصي روغتونونو کې د درملنې لپاره پیسی نه لري او که يې لري هم هومره نه وي، چې هلته يې د درملنې لپاره ورکړي.

خو په دولتي او غېر دولتي روغتونونو کې د درملو کیفیت دومره ټیټ دی، چې د ناروغ درد پرې نه دوا کېږي، ځيني ناروغان وايي، دلته چې تر معاینې وروسته ډاکټران کومه دوا ورکړي، ناروغ پرې نه ښه کېږي، خو همهغه دوا چې له پاکستان او یا هم له هنده را وغوښتل شي ناروغ پرې رک روغ شي.

د دوی دا خبره سمه ده، ځکه دلته د ټیټ کیفیت درمل راوړل کېږي او دا مالومه خبره ده چې د ټیټ کیفیته درملو اغېزه به هم کمه وي.

د ټیټ کیفیته درملو پر شتون سربیره بل ستونزه چې ډېره مرګونې ده هغه د سړک پر غاړو او نورو هټیو کې د درملو پلورل دي. ښايي په مرکز کابل کې دا ستونزه نه وي او که وي هم ډېره کمه به وي، خو په ولایتونو او په لرو پرتو ولسوالیو کې دا یوه جدي ستونزه ده چې درمل د غیر مسلکی کسانو لخوا پلورل کېږي او د خلکو د مرګ سبب ګرځي.

د یوه ملګري د خولې خبره ده چې وايي، په دغه هټیوال او لاسي درمل پلورنکي درمل نه، بلکې مرګونه پلوري. دی زیاتوي، په کلیو او یو شمېر ښارونو کې عمر خوړلي خلک یا په دوکان او یا هم د سړک پر غاړه درمل پلوري چې ډېر وخت یې تاریخ تېر وي او تاریخي تېري درمل انسان تر مرګه رسوي.

دی وايي، دغه کسان چې غېر مسلکي دي په دې نه پوهېږي چې ناروغ څه ناروغي لري، خو بس یوازې د خپلې ګټې په خاطر پرې خپله دوا پلوري.

که د هېواد هغه سکتورونه چې بشري قوه تولیدوي، سالم او د وخت له تقاضا سره سم خدمات وړاندې کړي، نو ټولنه به مو له سیالانو سره سیاله شي.

د عامې روغتیا د نوې رهبرۍ پلانونه او طرحې هیله بښوونکې دي او هېوادوال هیله لري، چې روغتیايي سکتور به دومره وغوړېږي چې دوی به بهر ته د درملنې لپاره له تګه خلاص شي.

اوسمال ډېری هېواد وال د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي، چې دا کار د وخت پر ضایع کېدو سربېره د هېواد اقتصاد ته هم زیان رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *