د فراه ولایت

تاند- د افغان چارواکو په وینا نامعلومو وسله والو کسانو د هرات- فراه په لاره کې شپږ تنه تښتولي دي.

د چارواکو په وینا تښتونکو مولونه (ماسکونه) وهلي ول.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ویل شوي چې په برمته شویو کسانو کې څلور تنه د ملي اردو سرتېري دي.

دا په وروستیو څه باندې درو اوونیو کې د تښتونې درېمه پېښه ده.

لومړۍ پېښه (د فبروري ۲۳مه) د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې وشوه. درې اوونۍ مخکې ۳۱ په خټه هزاره مسافر د نامعلومو وسله والو له لوري له دوو بسونو څخه کښته کړای شول.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په غزني کې لس تنه مسافر له موټرو کښته او د برمته ګرو له لوري نامعلوم لور ته په مخه کړای شول.

مسافر له جاغوري ولسوالۍ څخه د غزني مرکز ته روان ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *