سریزه

په معاصره ادبي دوره کې په پښتو ادب کې هم د نظم او نثر له پلوه یو نوی بدلون رامنځته شوی دی او د شعر او نثر په منځپانګه کې نوي فکرونو ځای نېولی، چې په پایله کې انساني ژوند او یوه ټولنه د پرمختګ په لوري کاږي او د اوسني ادب یوه مهمه ځانګړنه همدا ده، چې نوي لید لوري او نوي اندونه له انساني ژوند سره ټړلي لري.

د ادب په اړه هم ځینې په دې اند وو، چې ادب د ادب له پاره، خو بله ډله بیا په دې معتقده ده، چې ادب د ژوند له پاره. په ادب کې هنر شته په هنر کې خوند او تخیل هم خپل ځای لري او د خپل اغېز په درلودو سره د روحي تسکین تر څنګ د انسان د ژوند ډېر څه وړاندې او ترسیم کولای شي او هغه څه چې د اغېز یا تاثر د لارې انسان ته لېږدول کېږي، هغه بیا په حافظه کې هم تلپاتې ځای لري او په مینه ترې د خپل ژوند تورو تیارو ته ډیوې بلوي. اوسمهال نړۍ ستر پرمختګ کړی دی، یوازې افسانوي کیسې او خیالونه د انسان په ژوند کې نشته، بلکې اوس همغه خیالي او افسانوي کېسې په رښتیا بدلې شوي دي او هغه خوبونه چې انسانانو په خپل تصور کې لیدل هغو هم د عمل جامه واغوسته، ساینس او ټکنالوجۍ هر څه بدل کړل همدا نوي فکرونه وو، چې نن په یوه ثانیه کې یو نسان کولای شي د ځمکې د کرې له دوه لرې برخو سره مخامخ د نیټ، د سکایف، فیسبوک او نورو انټرنیټي وسایلو د لارې د ژوند ستونزې حل او د پرمختګ د درشل په لور ګامونه پورته کړي.

په پښتو ادب کې موږ همداسې څېرې هم لرو چې د دوی هره ادبي پنځونه نوي اندونه، چې د خپلې وروسته پاتې ټولنې او د خپلو خلکو د هوساینې له پاره سندریز کلمات له خولې را کاږي او غږونه کوي چې د نړۍ د پرمختګ کارون ډېر مخ ته لاړ پر مخ مو مزل اوږد دی، همداسې نارې وهي،خو ځینې د ده نارې اوري او په نارو کې د ژوند د سمسورتیا نور څه هم پراته دي، نو اړتیا ده چې د ده هر نظر وڅېړل شي نوې نوې خبرې ترې وکاږل شي او د همدې وروسته پاتې ټولنې د تیارو له پاره ترې ډېوې جوړې کړو. په همدې اساس یوه مهمه اړتیا وه چې د داکټر اکبر اکبر د شاعرۍ هنر وسپړو او ډېر څه نوي په کې پیدا کړو.

ډاکټر اکبر اکبر د اوسنۍ دورې مخکښ، نومیالی او په اوسنیو شاعرانو کې د فلسفي شاعر په نوم هم یادیږي د ده په شعرونو کې د فلسفې اثرات پراته دي، خو د دې تر څنګ ډاکټر اکبر اکبر یو ژورنالیست، سیاست پوه او لیکوال په توګه هم په هېواد کې لوی نوم لري. ډاکټر اکبر د خپل مسلک سر بېره په ژورنالیزم او سیاست کې هم ښه ځلیدلی دی، چې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې زده کړې، دندې او سیاحتونه هم کړي دي او د اوسنۍ ټکنالوجۍ سره هم بلدتیا لري او په اهمیت یې تر هر چا ښه پوهېږي په همدې اساس دی په خپلو شعرونو کې هڅه کوي، چې خپله ټولنه له وروسته پاتې وضعیت او حالت څخه وژغوري او خپل نوی نسل د نړۍ له نورو وګړو سره د پرمختګ ګامونو په لور هم پلونه واخلي. نو د ډاکټر اکبر اکبر په شعر کې نوي اندونه ډير دي او هر شعر یې د خپلې ټولنې او خلکو له ژوند سره تړلی دی او په شعر کې یې مخاطب خپله ټولنه او خپل خلک دي.

په همدې اساس د نوموړي د شاعرۍ منځپانګه کې نوي اندونه او نوي پیغامونه پراته دي هغه پیغامونه چې اوس یې نړۍ د پرمختګ تر دې حد ته رسولې ده، مګر زموږ ټولنه اوس هم په بدبختیو کې ښکېل ده. د نوي نسل له پاره د ډاکټر اکبر غوندې شاعر د شعرونو تحلیل او شننه ډېره مهمه او ضروري وه تر څو نوی نسل د ده له شعري منځپانګې څخه د خپل د ژوند مسیر ته ډیوې بلې کړي.

په دې لیکنه (تیزس) کې د ډاکټر اکبر اکبر پېژندګلوي، د نورو ادیبانو او پوهانو له خوا د ده پر وړاندې اندونه، د داکټر اکبر منظوم او منثور آثار، د ډاکټر اکبر اکبر د شعر فکري محتوا، د نوموړي د شاعرۍ فورم او فزیکي جوړښت، د ډاکټر اکبر اکبر د شاعرۍ هنري فنکارۍ، د ده د شاعرۍ د سبک او سبکي ځانګړنې او د ډاکټر اکبر شاعرۍ ته یوه انتقادي کتنه دا هغه لوی عنوانونه دی، چې هریو په څو وړو عنوانونو ویشل شوی دی او د دې تیزس منځپانګه تشکیلوي. د ډاکټر اکبر اکبر د شعرونو منځپانګه د مثالونو او بېلګو په راوړلو سره یې هره برخه جلا روښانه شوې ده او د هغې اړونده تحلیل هم په کې وړاندې شوي دی. همدا ډول د نوموړي په شعري فورمونو کې په هر فورم جلا خبرې شوې دي او وروسته له پېژندګلوي څخه یې د نوموړي د شعر یوه نمونه وړاندې شوې ده چې د ډاکټر اکبر اکبر په شاعري کې د ختیځې شاعرۍ له کالبونو څخه غزل، څلوریزه اوقطعه زیاته کارول شوې ده او د شعر بل مهم فورم یا کالب یې ازاد شعر دی، چې د نوموړي د شاعرۍ زیاته برخه په غزل او ازاد شعر کې وړاندې شوې ده.

همدا ډول د ډاکټر اکبر اکبر په هنري فنکارۍ کې د تشبه او استعارې برخې له خپلو اړوندو اجزاو سره روښانه شوي دي او د ده شاعرۍ د بدیعي صنعتونه څخه مالایمال ده چې د طباق او تکریر صنعت د اوسنۍ دورې د نورو شاعرانو په پرتله ده ډېر کارولي دي چې همدې صنعتونو یې هم شعر ته موسیقیت او ښکلا ورکړې ده. د ده شاعرۍ د سبکې اړخ له پلوه جلا ځانګړنې لري، چې په شاعرۍ کې خپله نوی ترکیبونه هم جوړوي، د ځینو خاصو ضمایرو څخه هم کار اخلي، او د ځینو بدیعي صنعتونو زیاته کارونه هم د ده سبکي ځانګړنې تشکیلوي چې د ده لاره تر نورو جلا کوي. د دې ترڅنګ د ده شعر د پیغامونه څخه ډک دی، خو د نورو ژبو له سختو لغاتو څخه کار نه اخلي، مګر په شعر یې پوهیدل یو څه ګران دی داسې نه ده چې د ده په هر شعر دې سړی پو شي. د فکري اړخ له پلوه د ده شعر ډېر عالي دی چې د هرې مسرې تر شاه یې یو خاص فکر پروت وي او همغه فکر زموږ د ژوند تیارو ته مشالونه بلوي. په پای کې باید ووایم چې په اوسنۍ دوره کې د ډاکټر اکبر اکبر شعر د فکر غښتلي منځپانګې لري، د شعر موسیقیت ، تخیل او عاطفې له پلوه د ګوتو په شمار لیکوالو کې راځي او زما په اند دې شاعر ته باید دویم غني وویل شي ځکه د ده د شاعري په تورو هم د فسلفې سیوري پروت دی او هغه ژور لید لوری لري لکه څنګه چې هغه لید لوری د غني خان په شعرونو کې شته دي.

د موضوع موخه اوهدف:

ډاکټر اکبر اکبر د اوسنۍ دورې شاعر دی، شعر یې لوړ هنري ارزښت لري، چې د خپلو ښیګڼو له پلوه د معاصرې دورې په شعرونو کې مهم اهمیت او ارزښت لري. د شعري ښېګڼو تر څنګ د ده په شعر کې فکري اړخ هم مهم دی، د خپلې ټولنې د پرمختګ له پاره یې د شعر څېړنې او شننې ته یوه ستره اړتیا وه تر څو نویو ځوانانو ته د نوموړي د شاعرۍ ځواک او اندونه معلوم شي او د خپل ادب او ژوند د ښه والي په موخه ترې ګټه پورته کړي.

همدا دول د ډاکټر اکبر اکبر د شعرونو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د خپل ولس او ټولنې هره ستونزه یې پېژندلې او په خپل ولس غږ کوي چې څنګه او په کومو لارو چارو ترې ځان وژغوري او د بري ساحل ته ځانونه ورسوي او همداسې په لسګونو نوې اندونه د خپلوخلکو له پاره لري، چې د شعر په ژبه یې دوی ته وړاندي کړي، نو د ده د اندونو سپړل او له هغو څخه کار اخیستنه هم مهمه ده.

د څېړنې مېتود:

د دې اثر په لیکلو کې له دودیز علمي، ادبي څېړنیزو او تحلیلي مېتودونو څخه کار اخیستل شوی او موضوعات په تشریحي ډول وړاندې شوي دي. په کومو برخو کې،چې اړتیا لیدل شوې ده له مهمو سرچینو څخه په مستقیم ډول هم اخیستنه شوې، خو هغه برخې په قوسونو کې نېول شوي تر څو د اصلي لیکوال په متن کې لاسوهنه ونه شي.

د دې تر څنګ په یاده شاعري کې د منځپانګې او ژانرونو پر مهال د دوی پېژندنه هم د مهمو سرچینو په اساس وړاندې شوې ده خو زیاتره په دې دواړو (منځپانګه او ژانرونو) برخو کې تحیل هم وړاندې شوی دی، چې د تحلیل او شننې تر څنګ هلته بېلګې هم رواړل شوي دي تر څو اصلي مقصد لوستونکې ته ښه په ډاګه شي.

د موضوع مخینه یا شالید:

د ډاکټر اکبر اکبر د ژوند او فن په اړه تر دې دمه په ځانګړي ډول کوم اثر د چاپ ډګر ته نه دی راوتلی، خو د ځینو لیکوالو له خوا په څېړنیزو تذکرو کې یې په لنډه ډول د ده او د نوموړي د شاعرۍ په اړه په لنډ ډول معلومات وړاندې شوي او یا په ځینو چاپی رسنیو (اخبار او مجله) کې د ده د شعرونو په اړه لنډ معلومات وړاندې شوي چې هغه د ډاکټر اکبر د شاعرۍ هنر په اړه کافي معلومات نه لري.

اوس به په لاندې ډول هغه آثارو ته کتنه وکړو چې د ډاکټر اکبر اکبر او د ده د شاعرۍ په اړه په کې یو څه معلومات وړاندې شوي دي.

۱ – د مشکو کاروان:

دا اثر د پښتو د ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالبهاري جهاني اثر دی، چې یوه څېړنیزه تذکره ده او په دې تذکره کې د پښتو د ژبې ۵۲ شاعران معرفي شوي دي، د اوسنیولیکوالو سر بېره د کلاسیکې دورې د شاعرانو په اړه یې هم څېړنه کړې ده. دا اثر د صحاف نشراتي موسسې له خوا په کوټه کې په ۱۳۸۵ ل ل کې چاپ شوی دی، چې د ټولو مخونو شمېر یې ۳۳۹ ته رسیږي. عبدالبهاري جهاني د دې تذکرې لیکلو پر مهال معلومات هغه وخت جوړ کړي چې نوموړی په امریکا غږ اشنا راډیو کې ادبي پروګرام پر مخ وړ او د خپل پروګرام له پاره یې معلومات پیدا کړي او څېړلي چې په پورته یادو شاعرانو کې په لنډ ډول د ډاکټر اکبر اکبر د شاعرۍ په اړه په څلور مخونو کې د نوموړي د شعرونوپه بیلګو راوړو سره یادونه شوې.

۲ – د لونګو دریڅې:

دا اثر د صدیق الله بدر دی، چې د دانش خپرندویه ټولنې له خوا په ۱۳۸۹ ل ل کې چاپ شوی، د مخونوشمېر یې ۲۸۵ ته رسیږي او د معاصرې یا اوسنۍ دورې ۲۰ تنه شاعران او لیکوالان یې د معرفي تر څنګ د هغوی په هنر هم خبرې کړي دي. صدیق الله بدر د راډیوي پروګرام په موخه دغه ادبي بحثونه جوړ کړي چې د راډیو له نشر نه وروسته یې خپلې ادبي هڅې د کتاب په بڼه چاپ کړې دي.

په دې اثر کې د ډاکتراکبر د لنډې پېژندنې تر څنګ د نوموړي په شاعرۍ هم د ادبپوهانو نظرونه را اخیستې دي، چې یاده موضوع په اوه مخونوکې وړاندې شوې ده. ده د ډاکټر اکبر د شاعرۍ ځینې مهمو اړخونو ته یې د ادبپوهانو په مرسته اشاره کړې ده، خو بیا هم د ډاکټر اکبر د شاعرۍ په اړه نورې خواوې نه دې روښانه شوي.

۳
ډاکتر اکبر اکبر
ډاکتر اکبر اکبر

د هېواد د نامتو کره کتونکي استاد اسد الله غضنفر اثر دی، چې اوسمهال(۱۳۹۳ل ل) د عبدالمجید مومند خپروندویه ټولنې له خوا چاپ شوي دی، د کتاب د مخونو شمېر له ۶۰۰ څخه اوړي او استاد غضنفر په دې اثر کې د ځینو مهمو شاعرانو په شعرونو نقد کړی یعنې د کتاب ټوله منځپانګه د شعرونو باندې کره کتنه شوې ده، چې د ( ستوري لاندې نه راځي) دې عنوان لاندې استاد غضنفر د ډاکټر اکبر د شعر په یو بیت( ستوري لاندې نه راځي ـ بر پسې خیبر یوسه) باندې نقد کړی، چې د ده د بحث موضوع ۱۲ مخونو ته رسیږي.

یاد اثر د پښتو ادب د شعر پېژندنې او کره کتنې په اړه مهم اثر دی چې تر اوسه په پښتو ادب کې داسې کوم اثر د چاپ ډکر ته نه و راوتلی، خو د ډاکتر اکبر په اړه یې معلومات ډېر کم دي فقط د ده شعر په اصلیت یا جوهر باندې د یوبیت په راوړلو سره بحث شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *