پوهنيار رحمن الله رسا *د اقتصاد پوهنځی د مالي او بانکي چارو د څانګې امر
لنډيز
دغه مقاله د غلام خان بندر اهميت څيړي. د دې ترڅنګ، دغه څيړنه په مقايسوي ډول د ترانسپورټ ګټې او مصارف په نښه کوي. د دې څيړنې په پايله کې وموندل شوه، چې غلام خان بندر تر تورخم بندر 461 کيلومتره لار لنډوي. د دې څيړنې په ترڅ کې د ياد بندر پر وړاندې شته ستونزې په ګوته شوي او د حل لپاره يې اړينې سپارښتنې شوي چې په عملي کيدو سره يې د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز کولای شي. په دې څيړنې کې د نړيوال تجارت تيوري او د دويم لاس مالوماتو څخه ګټه اخستل شوي ده.
موخه
د مقالې د ليکلو څخه موخه دا ده ترڅو د غلام خان بندر پر وړاندې پراته خنډونه، د خنډونو او ننګونو د منځه وړلو حل لارې او د هغه اقتصادي اهميت په ګوته شي، څو مرکزي دولت يې د ملاتړ او حمايې په موخه اړين اجراات وکړي.
د کار مواد او ميتود
په مقاله کې د نړيوالې سوداګرۍ له تيوری، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د تړون او همدارنګه د تورخم او سپين بولدک پر لارو د تر سره شوي څيړنې له پايلو او يو شمير معتبرو ويب پاڼو څخه استفاده شوي. په ياده مقاله کې له مقايسوي ميتود څخه استفاده شوي، چې پايلې يې په هر اړخيز ډول څيړل شوي دي.
سريزه
هېوادونه د سرمايې، ځمکې، د کارنيرو، تکنالوژۍ او طبيعي زيرمو د درلودلو له کبله متفاوت دي. يو شمير هېوادونه د ځمکې، کارنيرو او طبيعي زيرمو له پلوه شتمن، ولې د سرمايې، تکنالوژی له پلوه نيستمن هېوادونه بلل کيږي. برعکس، بل ګروپ هېوادونه د سرمايې او تکنالوژۍ له پلوه شتمن خو د ځمکې، کارنيرو او طبيعي زيرمو د نه درلودلو له پلوه نيستمن هېوادونه بلل کيږي. زيات شمير هېوادونه د نسبي يا مطلق مزيت په پام کې نيولو سره او په اړونده عواملو کې د تخصص د تر لاسه کولو له لارې اضافي توليد تر سره کوي. نو، د سيمه ايزو ځانګړنو او ��ار وېش د رامنځ ته کيدو په اساس نړيواله سوداګري په وجود راځي،چې د هېوادونو ترمنځ د پانګو، خدماتو، توکو او اجناسو، تکنالوژۍ او کارنيرو تبادلوي جوړښت تر بحث او مطالعې لاندې نيسي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ شته ظرفيتونو او اهميت ته په کتو، د يادو هېوادونو ترمنځ د ليږد لارو مطالعه په ځانګړي ډول د غلام خان د ليږد لارې مطالعه اړينه بلل کيږي. افغانستان د خپلو صادراتو زياته برخه پاکستان ته صادروي، چې په مقابل کې يې له ۲۵٪ فيصدو څخه زيات واردات هم له همدغه هېواده واردوي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو مالونو د ليږد په موخه د سوداګريزو بندرونو نښلونه د فاصلو په نظر کې نيولو سره د اقتصاد له نقطې نظره د زيات اهميت درلودونکي دي. غلام خان بندر نسبت تورخم ته د لنډې فاصلې په درلودلو سره په څو اړخيز ډول د زيات اقتصادي اهميت درلودونکی دی، چې پر وړاندې يې د پرتو خنډونو له منځه وړل او رسماً فعاليدنه يې د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت تاثيرات درلودلی شي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري
د افغانستان او پاکستان هېوادونه د تاريخ په اوږدو کې په سياسي او اقتصادي لحاظ يو تر بله ژورې اړيکي لري. افغانستان د غوره او مهم جغرافيوي موقعيت له مخې د سياسي زوروهنې قرباني شوی دی او په بيلابيلو وختونو کې يې د شومو سياسي پلانونو زښت زيات زيانونه ليدلي. د اقتصاد له نقطې نظره، افغانستان په تيرو لسو کلونو کې د سوداګرۍ منفي بيلانس درلود او د وارداتو حجم يې نسبت صادراتو ته څو چنده زيات ښودل شوی دی. په پايله کې ويلې شو، چې افغانستان په مطلق ډول يو مصرفي هېواد بلل کيږي.
په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زياتوالی راغلی. په 2013 ميلادي کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه2,500 ميليون ډالره وه. په تيرو څلورو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګرۍ 66% وده کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له 850 ميلون ډالرو څخه 2,500 ميليون ډالرو ته لوړه شوي. دغو اعدادو او ارقامو ته په پام سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اقتصادي اړيکي کولای شي، چې د سوداګرۍ د ودې سلنه لوړه کړي. د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کميسيون د ارزونو او د نوموړي کميسيون د پريکړې پر اساس، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري په 2015 کال کې بايد5,000 ميليون ډالرو ته لوړه شي. خو د همدغې ګډې جرګه ګۍ او ګډ اقتصادي کميسيون د تخمين، ارزونو او راپور په اساس د افغانستان او پاکستان تر منځ د10,000 ميليون ډالرو سوداګرۍ ظرفيت شتون لري. د هېوادونو تر منځ د ښه نيت د شتون په صورت کې ممکن د شته ظرفيتونو څخه سالمه ګټه واخيستل شي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادونو د لا غوړيدا سره مرسته کولای شي.
په تيرو لسو کلونو کې ټولې نړۍ ته د افغانستان صادراتو په بيلابيلو وختونو کې متفاوت حالتونه غوره کړي دي، چې په لاندې ګراف کې په ترتيب سره ښودل شويدي.
شکل ۱: د افغانستان صادرات په ميليون ډالر
په تيرو لسو کلونو کې د صادراتو د حجم د زياتوالي له پلوه 2008 او 2009 ميلادي کلونه غوره کلونه بلل شوي، په يادو کلونو کې د صادراتو حجم په پرتله يز ډول لوړ ښودل شوی. په اوسط ډول په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان صادرات 352.9 ميليون ډالره وو، چې د هغه له جملې څخه يې يوازې 48% صادرات پاکستان ته صادريدل. په تدريجي ډول په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان وارداتو زياتوالی موندلی،چې په لاندې ګراف کې يې د وارداتو پولي مقدار ښودل شوی دی.
شکل ۲: د افغانستان واردات په ميليون ډالر
پورته ګراف په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان د وارداتو زياتوالی په ګوته کوي، چې په 2013 کال کې يې 8,932.391 ميليون ډالره واردات درلودل. په تيرو لسو کلونو کې په اوسط ډول افغانستان 3,915.47 ميليون ډالره واردات لرل، چې د هغې له جملې څخه يې 25.75% يوازې له پاکستان څخه واردول.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ليږد ( ترانزيټ) لارې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو مالونو د ليږد په موخه درې اساسي د ليږد لارې شتون لري، چې په ترتيب سره د تورخم، سپين بولدک او غلام خان څخه عبارت دي. تورخم په ننګرهار ولايت او سپين بولدک په کندهار ولايت کې موقعيت لري، چې رسماً او عملاً د مالونو د ليږد په موخه د استفادې وړ دي. ولې، غلام خان چې د خوست ولايت مرکز سره په څو کيلو مترۍ کې موقعيت لري، په رسمي ډول د استفادې وړ نه دی، خو عملاً يوه څه د استفادې وړ دی.
په لاندې نقشه کې د پاکستان د ګوادر بندر او قسيم بندر نښلونه د پلازمينې کابل سره ښودل شوي ده.
د پاکستان د کراچۍ له قاسيم بندره تر کابله د تورخم پر لار1,992 کيلومتره، د غلام خان پر لار 1,553 کيلومتره او د سپين بولدک پر لار1,442 کيلومتره فاصله شتون لري. د ذکر شوي فاصلې په نظر کې نيولو سره ويلی شو، چې په پرتله يز ډول د غلام خان ليږد لار نسبت تورخم ليږد لارې ته 461 کيلومتره لنډه فاصله لري. د تورخم او سپين بولدک د ليږد پر لارو د تر سره شوي څيړنې پايلې ښيي، چې که چيرې د تورخم پر لار فاصله يو اضافي کيلومتر زياتيږي، نو د ليږد مصارف 0.1% زياتوالی مومي او همدارنګه که وخت يو اضافي ساعت زياتيږي، نو د ليږد مصارف يې هم 0.1% زياتوالی موموي. د فاصلې او وخت د زياتوالي پر اساس د مالونو د ليږد مصارف د سپين بولدک له لارې متفاوت دي. د سپين بولدک له لارې که فاصله يو اضافي کيلومتر زياتيږي نو د مالونو د ليږد مصارف 0.7% زياتيږي . همدا ډول د وخت د يو اضافي ساعت د زياتوالي په صورت کې د مالونو د ليږد مصارف 0.6% زياتوالی مومي. په پرتله يز ډول د فاصلې له مخې، د غلام خان ليږد لار نسبت د تورخم ليږد لارې ته 461 کيلومتره لنډه او نيږدې ده. نو ويلی شو چې د غلام خان د ليږد لارې د ليږد مصارف نسبت د تورخم د ليږد لارې د ليږد مصارفو ته 46.1% کم دي.
د غلام خان بندراو د پاکستان د سوداګريزو بندرونو ممکنه نښلونه په لاندې شکلونو کې ښودل شوي.
شکل ۴: د غلان خان بندر نښلونه د پاکستان سوداګريزو بندرونو سره
د غلام خان بندر او د افغانستان سوداګريزونو بندرونو ممکنه نښلونه په لاندې شکلونو کې ښودل شوي ده.
شکل ۵: د غلام خان بندر او افغانستان سوداګريزو بندرونو نښلونه
د غلام خان د ليږد لارې اقتصادي اهميت
د فاصلې او د ليږد د کمومصارفو په نظر کې نيولو سره د غلام خان ليږد لار د خورا زيات اقتصادي اهميت درلودونکي ده، چې په مجموع کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د ډيورنډ لاين پر دواړو غاړو مثبت اقتصادي تاثيرات درلودلی شي. که رسماً او عملاً د استفادې وړ وګرځي، په اوږده مهال کې به د ډيورڼد لاين دواړو خواو ته د امنيت د تامينيدو سبب وګرځي. د وخت په تيريدو سره به په دواړو خواو کې د ګمارنې او استخدام د سطحې د لوړوالي او همدا شان به په تدريجي توګه د سيمي د خلکو د ژوند د سطحې د لوړوالي لامل وګرځي. دا چې د غلام خان ليږد لار نسبت تورخم ته په کافي اندازه نيږديوالی لري، نو د ترانسپورتي مصارفو د کمښت په اساس به په ټول هېواد کې د قيمتونو د سطحې د ټيټوالي سبب شي. ددې ترڅنګ به د خوست ولايت په مجموعي عوايدو کې زياتوالی راشي. له بلې خوا به د وخت په اوږدو کې د ګرديز او خوست تر منځ په غرنيزو سيمو کې د پانګه والو له خوا د سياحتي پارکونو، هوټلونو او ښارګوټو باندې اړينې پانګې اچونې صورت ونيسي، چې له امله به يې سياحتي امکانات برابر او د سيلانيانو جلب زيات شي. ددې په څنګ کې به د وخت په تيريدو د متحده عربي اماراتو، هندوستان ، پاکستان او داسې نورو هېوادونو قونسلګيرۍ پرانستل شي.
د غلام خان د ليږد لارې رسماً او عملاً فعاليدنه به د کلتوري تاثيراتو درلودونکي وي. د افغانستان د مختلفو ولايتونو سوداګر او همدا شان منځنۍ اسيا هېوادونو سوداګر به د خوست له لارې پاکستان ته ځي، چې په ضمن کې به د خوست او د ډيورنډ هغه غاړې د خلکو کلتور عملاً مشاهده کوي او همدا شان به خوستيان د راتلونکو اشخاصو او افرادو د کلتور څخه خبر شي.
دا چې شيخ زايد پوهنتون د سيمي او هېواد په کچه يو پرمختللی پوهنتون دی او هر کال ټولنې ته د خدمت په موخه په مختلفو برخو کې سلګونه تنه مسلکي کدرونه وړاندې کوي، نو د هغوی استخدام د دولت له اړينو دندو څخه شميرل کيږي. د غلام خان بندر د فعاليت سره سم به د شيخ زايد پوهنتون مسلکي کدرونو ته په اړونده او اړينو سکتورونو کې د استخدام فرصتونه پيدا شي.
د غلام خان د ليږد لارې ننګونې
ايا امنيت د غلام خان بندر د نه فعاليدو تر ټولو لويه ننګونه ده؟!
که چيرې اساسي لامل يې امنيتي ستونزې وي، ايا د سپين بولدک امنيت له غلام خانه ښه دی؟!.
د سپين بولدک سره په خوا کې د بيلتون غوښتونکو بلوچو خوځښت او داسې نور وسلوال مخالفين وخت ناوخته پر ياده لار د ليږد مالونو پر وړاندې خنډونه جوړ وي.
تورخم له غلام خانه زيات خوندي دی؟!
د خيبر ايجنسۍ امنيتي ستونزي ، د افغان دولت وسلوال مخالفين او نورې وسلوالې ډلې وخت ناوخت افغانستان ته د سوداګريزو مالونود ليږد مخنيوی کوي. د يادو دلايلو پر اساس ويلی شو، چې د غلام خان بندر د نه فعاليدو يوازينی ستونزه امنيت نه دی. تر اوسه په تيرو ديارلسو کلونو کې داسې امنيتي ستونزه نه ده پېښه شوي، چې د غلام خان له لارې افغانستان ته د ليږد د مالونو د مخنيوي سبب شوي وي. اساسي او عمده ستونزې نوري دي، چې د غلام خان بندر د رسماً او عملاً د فعاليدو مخنيوی کوي. په افغان دولت کې زياته بيوروکراسي او اداري فساد ددې لامل شوي دي، چې ددې لارې د رسماً فعاليدو خنډ شي. له بلې خوا په افغان دولت کې د لوړ پوړو مشخصو کړيو، چارواکو او اشخاصو مخالفت او همدا ډول د افغان دولت او پاکستان دولت تر منځ د ښه نيت نشتوالی ددې لامل شوي ترڅو د غلام خان ليږد لارې د رسمي کيدو او عملاً د فعاليدو مخنيوی وکړي.
د حل لارې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ شته ظرفيت بايد د سياسي زور وهنې قرباني نشي. ددې ستونزې له منځه وړل که څه هم ستونزمن ښکاري خو تر يوه حده ممکن دي. دواړه دولتونه بايد سياست او اقتصاد له يو او بله سره جدا کړي، ترڅو د سوداګرۍ له شته ظرفيتونو څخه معقوله استفاده وشي. د يادې موضوع په موخه د دولتونو ترمنځ بايد په لوړه سطحه په اړونده موضوع رسمي خبرې وشي. د غلام خان د ليږد لارې د حمايې په موخه، مرکزي دولت بايد خوست ولايت ته اړينه پاملرنه وکړي، ترڅو د مسلسلو تماسونو او اړينو سپارښتنو په پايله کې لازم او کوټلي ګامونه واخيستل شي. له بلې خوا بايد يو کاري او مسلکي ټيم شتون ولري، چې په هغه کې د سيمه يزو حکومتونو نماينده ګان، د مدني ټولنو غړي او مسلکي کدرونه شامل وي، ترڅو د خوست، ګرديز او لوګر او د ډيورنډ هغې غاړې خلک په شعوري ډول د غلام خان بندر په اهميت پوه کړي او د دواړو غاړو خلک په ځانګړي ډول د خوست او د ډيورنډ هغې غاړې خلک د سوله يزو لاريونونو له لارې خپلې مشروع غوښتنې پر وخت تر لاسه کړي.
پايله
د غلام خان ليږد لار د تورخم د ليږد لارې په پرتله د 461 کيلومتره لنډې فاصلې په درلودلو سره د زيات اقتصادي اهميت درلودونکي ده، چې په رسمي ډول فعاليدنه يې د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت تاثيرات درلودلای شي. ددې لارې د ليږد د مصارفو د کموالي په اساس به په مجموع کې په ټول افغانستان کې د صادريدونکو او وارديدونکو توکو او خدماتو د قيمتونو سطحه ټيټه شي. له بلې خوا څخه به د ناقانونه سوداګرۍ د مخنيوی سبب شي، چې په پايله کې د افغان دولت د عوايدو د زياتوالي سبب وګرځي. نو، د يادو دلايلو پر اساس مرکزي دولت بايد ددې لارې د حمايې په موخه کوټلي او اړين ګامونه واخلي، ترڅو ورو ورو د غلام خان نبدر د رسمي او عملي فعاليدنې له پاره زمينه برابره شي.
وړانديزونه
لومړی بايد يو مسلکي ټيم شتون ولري، ترڅو د غلام خان بندر او د افغانستان نورو سوداګريزو بندرونو ترمنځ په پرتله يز ډول هر اړخيزه څيړنه او تحقيق تر سره کړي. دوهم يو کاري ټيم بايد موجود وي، چې په هغه کې د خوست ولايت استازي، د مدني ټولنو استازي، سوداګر او د صنفي اتحاديو استازي شامل وي ترڅو د تر سره شوي څيړنې او تحقيق د پايلو د تطبيق په موخه د مرکزي دولت څخه خپل حقه حقوق تر لاسه کړي. د دواړو ټيمونه څخه بايد يوه ګډه جرګه ګۍ تشکيل شي، تر څو د درک شويو ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په هکله پر وخت اړين ګامونه واخلي ترڅو د غلام خان بندر د رسمي او عملي پرانستې سبب وګرځي.
References
- Ahmadzai, Khwaja Muhammad; Safi, Elhamuddin (2013) : Measuring Geographical Disadvantage of Afghanistan, The Case of Cross Boundary Trade between Afghanistan and Pakistan, Thesis, Ruhr University of Bochum, Germany.
- Bender, Dieter (2013): International Trade lecture, Faculty of Economics, Ruhr University of Bochum, Germany.
- Cochran, Vivian Chiu (2013): A Crossroad to Economic Triumph or Terrorism: The Afghanistan- Pakistan Transit Trade Agreement, Global Security Studies, Winter 2013, Volume 4, Issue 1.
- http://iwpr.net/report-news/afghan-traders-call-fast-tracked-transit-route
- http://app.com.pk/en_/index.php?option=com_content&task=view&id=175201&Itemid=2
- tradingeconomics.com
*د دې لیکنې لیکوال (پوهنیار رحمن الله رسا) د شيخ زايد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د مالي او بانکي چارو د څانګې آمر دی. ښاغلي رسا په جرمني کې په مالي او بانکي چارو کې ماستري کړې ده.